ټوکې ټکالې او په اړه یې ناسم ذهنیت/ بختیار احمدزی

بختیار احمدزی

لکه څرنګه چې د هرې ټولنې وګړي د یو لړ بدو عاداتو درلودونکي دي همدا ډول زموږ د ټولنې وګړي هم بدبختانه له یو لړ ناسمو دودونو او همدا ډول د بدو عاداتو درلودونکي دي.
یو له هغو ناسمو عادتونو چې په ځانګړي ډول ځوانان یې لري هغه د ټوکو په اړه ناسم پوهاوی او ذهنیت دی چې نن سبا زموږ خلک یې په ډېریو مجالسو کې د یو او بل د سپکاوي او تحقیر په نیت کوي. دا ډول عمل ته تمسخر ویل کېږي چې نه یوازی د ټوکو له دایرې څخه وتي کار دی او نه هم ټوکې شمیرل کېږي بلکي دا ډول کړنې غير له دي چې د اړیکو د خرابوالی او په زړونو کې د کرکې او نفاق تخم وکري بل څه ګټه نه لري.
که چېرته پښتو ادب ته سر وښکاره کړو نو وبه ګورو چې ټوکې د ولسي ادب یو ستره برخه جوړوي او پښتانه يې په خپلو مجالسو کې د خوښي او خندا لپاره کاروي او همدغه هدف باید تقیب شی نه دا چې هدف يې د یو چا سپکاوی او د هغه په شخصيت د نقد او همدا ډول په مجالسو کې د یو چا کم راوستل وی.
همدارنګه د ارواپوهنې له نظره شوخي یا ټوکې ټکالي په ورځني ژوند کې اهمیت لري. ټوکې ټکالي په شخص کې د تعارضونو شدت کموي، په اغېزناک تدریس کې مرسته کوي او د اروايي فشار اغېز کموي خو بدبختانه اوس وخت کې زیاتره ځوانان د ټوکو څخه په مجالسو کې د یو بل د سپکاوي په موخه ورڅخه کار اخلي نه د خوش طبیعتۍ خو که چېرته د وخت هر ظالم ته وګورو نو وبه ګورو چې هر یو یې د خپل ظلم د تر سره کولو لپاره یوه نه یوه بهانه او پلمې کولي زموږ زیاتره ځونان هم د دې لپاره چې یو څوک ورټې او نورو ته یې سپک وښایې نو د خپلو مسخرو هدف یې ګرځوي او د دې لپاره چې خپل دغه ناسم چلند او بې ادبې سمه وښایې نو وایې(چې دا خو موږ خوش طبیعتې کوو چې نور وخاندې او ساعت مو تیر شي) نو ایا دا خوش طبیعتې به ریښتیا هم داسې وي؟ کوم کس چې تاسره په مجلس کې ناست دی د مجلس نورو ګډونوالو ته يې کم راولي او د هغه په شخصیت ملنډې ووهي او هغه له ځانه خفه او نور خوښ ساتی دانو کوم ډول انصاف دی.
د ټوکو او مسخرو ترمنځ له مځکې تر اسمانه اومره توپیر شتون لرې.
د ټوکو هدف د خلکو خوښ ساتل دي او د مسخرو هدف د خلکو پر شخصیت ملنډې وهل دي.
د ټوکو هدف باید د چا سپکاوي نه وي.
د ټوکو هدف باید د یو چا په خلقت پوري تړاو ونه لري مثلاً: پزه دي داسي، سترګې دي داسي، سر دي غټ دی وړوکي دي…
خلاصه دا چې د مجلس په ختمیدو سره هر یو باید  د خوښۍ احساس وکړي او له مجلسه باید خوښ وګرځي نه داسي چې دوه خفه او دري خوښ لاړ شې او یو بل ته د سپکاوی له وجي د کرکې باعث وګرځي او همدارنګه هغه وګړي چې د نورو د تمسخر او ټوکو هدف ګرځي له یو ډول ذهني کشمکش او فشار هم تجربه کوي او د خفګان باعث یې ګرځي.
او الله جل جلاله په قران کریم کې د حجرات په سورت ١١ نمبر ایت کې د هغو خلکو په اړه فرمایی چې پر یو او بل ملنډې وهي:
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا يَسْخَرْ قَوْمٌ مِنْ قَوْمٍ عَسَى أَنْ يَكُونُوا خَيْرًا مِنْهُمْ وَلَا نِسَاءٌ مِنْ نِسَاءٍ عَسَى أَنْ يَكُنَّ خَيْرًا مِنْهُنَّ وَلَا تَلْمِزُوا أَنْفُسَكُمْ وَلَا تَنَابَزُوا بِالْأَلْقَابِ بِئْسَ الِاسْمُ الْفُسُوقُ بَعْدَ الْإِيمَانِ وَمَنْ لَمْ يَتُبْ فَأُولَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ.
ژباړه:
آې مؤمنانو! نه دي نارينه پر نورو نارينه ؤ ملنډي وهي، كېداى شي چي هغوى له دوى څخه غوره وي. او نه دي ښځي په نورو ښځو ملنډي وهي، کېدای شي چي هغوى له دوى څخه غوره وي. په خپلو منځو کې يو د بل عیب مه لټوئ، او مه يو بل په بدو نومونو سره يادوئ. له ايمان راوړلو وروسته په فسق کې نوم پيدا كول ډېره بده خبره ده. كوم كسان چي دغه چار چلند پرېنږدي (توبه ونه باسي)، همغوى ظالمان دي. 
هر چاته خپل ډير لوى نقص هيڅ نه ښكارى او د بل چا ډير كم نقص راته بیا ډېر ستر ښكارى نو ځكه مو په ټولنه کې د نفرت او عداوت خليج ورځ په ورځ پسې ارتېږي او وسعت مومى او په زړونو کې مو دومره لريتوب پيداكيږي چې د روغې او اختلاف هيڅ اميد نه پاتيږي په دې آيت كې الله جل جلاله مونږ له دې راز خبرو څخه منع كوى او داسې حكم فرمايى چې يوه ډله دي پر بلې ډلې مسخرې او ټوكې نه كوى او نه دى يو په بل باندې ناوړه غږونه کوي ! او نه دى يو په بل پسې د عيب لټولو لپاره  خبرې کوي او نه دى په بدو نومو او ناوليو لقبو سره يو بل يادوي ولى چې له داسې خبرې څخه دښمنى او نفرت ورځ په ورځ زياتيږي او د فتنى او د فساد اور لا زياتیږي.
نو د دې توګه لپاره چې اړيکې مو دوامداره له مینې ډکې او له کرکې خالي و اوسي باید یو بل ته په احترام قایل و اوسو تر څو مو الله جل جلاله هم راضي کړي اوسي او د هغه بندګان هم.

دا هم ولولئ:   موږ او ژبه مو / ډاکتر احسان الله درمل

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*