لس لنډۍ جملې چې مخکې مو ندي لوستئ.

لیکنه:عمر احمدزی

۱- که غواړي چې ارامه اوسي کم پوه/پوهه شه، او که غواړي چې خوشحال اوسئ ډیر ولوله.

۲- تر هغه چې یو کار پای ته نوي رسیدلي د بریا په اړه یی چاته څه مه وایه.

په مجلسونو کې د ګډون په موښه حتا یوه دقیقه هم مه ناوخته کوه.

۴- مخکې کې د مین/مینه کیدو څخه مخکې ښه فکر وکړه چې ایا د بیلتون، او لري والي سختیو طاقت لرم؟.

۵- چوپتيا یوازینۍ هغه ځواب ده چې هیڅ تاوان نه لري.

۶- چاته نصیحت کول هغه وخت تاثیر لرلي شي چې دوه نفره وي. ( د ډلې یا نورو په مخکې چاته نصیحت مه کوي).

۷- د بل چا د خاوند/میرمنۍ په اړه هیڅ نظر مه ورکوه نه مثبت او نه منفی.

۸- په ګیلاس کې دننه څښاک تر اخره مه څکه.

۹- کورنۍ شخړو کې که تاسو په حقه هم وي پیاوړی اوسې خپل خاوند/میرمنۍ څخه مو بښنه وغواړي.

۱۰- ماشومانو ته د لوبو جنګې شیان مه ډالۍ کوي.

دا هم ولولئ:   اساني او د ژوند بې ارزښتي / فرید قربان

1 Comment

  1. نه برياليتوب ناڅاپي دی،او نه له بده مرغه ماتي او ناکامې ناڅاپه پیښیږي ،تاسو هله بريالي کيږئ،چي پرلپسې په منظم ډول د برياليو خلکو کارونه وکړئ،که د برياليو خلکو کارونه ونه کړئ،نو ماتي خورئ،په دواړو يا ټولو حالاتو کې طبيعت هيڅ ملامت نه دی،طبيعت د هيچا خپلوان او پلوی نه دی،او د هيچا ننګه نه کوي،

    تاسې چي په قصدي يا شعوري ډول پرلپسې هڅه نه کوئ او
    د برياليتوب لپاره اړين کارونه نه ترسره کوئ،چي بريالی انسان درنه جوړ شي،په دي وخت کي په اتومات ډول لنډمهاله ،اسانه او بي ارزښته کارونه کيږي،او بلاخره په اوږدمهال کې د ستونزو ،مالي انديښنو او ماتو لامل کيږي،

    برياليتوب ته رسيدل داسې دي لکه د غړو جوړول(تناسب اندام) دا داسې ده لکه تاسو چې د خپل بدن او غړو تناسب ساتئ،که خپل غړي ښه جوړ کړي وي،خو لږ وخت چې ورزش پريږدئ،بيرته مو غړي خرابيږي او پلي مو کلکيږي،د بدن د ښکلا ساتلو لپاره بايد په منظم ډول هره ورځ هره اونی،او هره مياشت تمرين وکړئ،

    برياليتوب ته رسيدل هم داسې کار دي چي مره ورځ او پرلپسې بايد وشي،
    تاسو هم داسې کولای شئ،خو شرط يي دا دی چې ټول عمر به په خپل مسلک کي په زده کړي پسي ګرځئ،او زده کړه به کوئ،

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*