پرمختګ او ناکامي له کوم ځایه پیليږي؟ / جلا سلطان

لیکنه:جلا سلطان

Men jump over silhouette hand hold flag best failure Committed to success.

پرمختګ: په ژوند کې هغه څه ده چی انسان بهترينو ځايونو او مقامونو ته رسوي.

ناکامي: په ژوند کې هغه څه ده چې انسان هغو تورو تيارو ته او هغو بدبختيو ته رسوې چې انسان هيڅ کله هم نشي کولای خوشحاليانو تهورسيږي.

پرمختګ او ناکامي له دوو ځايونو څخه پيليږي

پرمختګ؛

لومړي: په ځان باور درلودل که چيرته ته پر خپل ځان باور ولری او ووايې چې زه خپلو اهداف يا هم خپلو خوشاليانو ته رسيږم نو ته کولای شې ډير ژر پرمختګ وکړې؛ ځکه که چيرته ته له ځان يا نورو خلکو سره که په ټوکه هم ووايې چې زه ډير بد انسان يم نو هغه ستا دماغ خوپه ټوکو نه پوهيږي هغه دماغ ډير ژر ستا دا منفي خبره جذب کوي، نو همدا سبب کيږي چې ته له اسټرس يا هم له دماغي ناروغيو سره مخکيږې.

پرمختګ؛

دوهم کورنۍ: که چيرته ته په يو داسې کورنۍ کې ژوند کوي چی هغوي تل تاسو دی ته هڅوي چی پرمختګ وکړي اوخپلو اهدافو تهورسيږي او تل تاسو ته مثبتې خبرې کوي نو تاسو ډير ژر کولي شي چې خپلو خوشاليانو ته ورسيږې؛ نو همدا ستا پر وړاندې مثبته خبرهکول دا هم ډير ژر ستا دماغو ته انتقاليږي او ته به تل يو خوشحاله او کاميابه انسان وسې په خپل ژوند کي؛ او هيڅ کله به هم د اسټريسيا هم دماغی ناروغيو سره نه مخ کيږې

ناکامي؛

لومړنۍ په خپل ځان باور نه درلودل :

که چيرته ته هيڅ کله هم په خپل ځان باور ونه لرې او تل ځان ته بد رد وايې او دا وايې چی زه هيڅ کله هم پرمختګ نشم کولې او دا وايېچی زه الله تعالی ډير بد چانسه انسان پيدا کړي يم نو ته هيڅ کله هم نشي کولې خپلو خوشاليانو او خپلو اهدافو ته ورسيږې.

دا هم ولولئ:   د ژوند څو اړین درسونه چې باید مخکې تر مخکې یې زده کړو.

ناکامې؛

دوهم منفی کورنۍ درلودل:

که چيرته ته په يو داسې کورنۍ کی وسيږې چی هغوي تل تاته منفی خبری کوي او تل بد رد درته وايې او تل تاته دا وايې چی ته هيڅ کلههم نشې کولي پرمختګ وکړې ته ډير بد انسان يې ته ډير تنبل انسان يې او ته د هيڅ کار سړی نه يې؛ نو په يو داسې کورنۍ کیاوسيدونکي کسان هيڅ کله هم پرمختګ نشې کولۍ.

انشټین: ويلي چی ماته به په ماشومتوب کی تل ويل کيدل چی له تا څخه هيڅ څه هم نه جوړيږې؛ نو که چيرته د خلکو او د کورنۍ هغهمنفی خبرو ته يې غوږ نيولې وايی او له ناکامۍ څخه يې تجربه نه وايې اخيستۍ نو انشټین به اوس دا مشهوره انشټین نه وه!

لمړې په خپل ځان باور زيات کړې او بیا يو داسې شخص ووسیږې چی خپلو اولادونو خويندو ورونو ته تل مثبتی خبرې وکړي او تل يېتشويق کړي تر څو خپلو اهدافو ته ورسيږې؛ او مهم دا چې خپلو کورنيو ته داسې ډاډ ورکړئ چی زه کولې شم يو څه ووسم کولې شمپرمختګ وکړم.

هر انسان ته الله تعالی دا حق ورکړې چی له خپل ځان څخه دفاع وکړي.

کله چیې ته مشهوره خلک ګورې او وايې کاش د فلانکي په شان ډاکتر وای يا هم کاش د فلانکي په شان کرکټر وای، نو کله چی ته دا کاش ويل يا هم ځان لپاره افسوس ويل چی ولي د فلانکي په شان نه يم نو دا کاش ويل په بايد بدل کړه ته چی د خلکو په شان اوسيدلو ارمانکوي نو ته څه يې ته څه وړتيا په خپل ځان کی لرې؟ نو هغه څه چی ته لرې هغه هم لري نو دا کاش ويل د په بايد بدل کړه تر څو خپلواهدافو ته ورسيږې.!

دا هم ولولئ:   د ځــان ارزښـــت مــو درک کــړئ!

نو که غواړئ پرمختګ وکړي لمړۍ له خپل ځان څخه شروع کړه او دوهم په کورنۍ کی يو داسې اوسيدونکي د کورنۍ ووسه چی تل مثبتفکر ولرې او تل نورو ته هم مثبته انرژۍ ورکړي

که ته نن له هر څه ناکامه پاتې يې نو ته د دي لپاره نه يې پيدا چی تل به ناکامه پاتي کيدونکې وي،نو له خپلې ناکامۍ تجربه واخله او نورهم پرمختګ وکړه او خپل رب ته د زړه له تله هر څه وسپاره ځکه هغه بهترين کارجوړونکې ده.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*