سافټوېئر کمپنۍ او د پیل لپاره لومړني ګامونه / قریب ارین

لیکوال: قریب ارین

مسلکیتوب او موخه

هر هغه څوک چې د دې لارې مل کېږي او غواړي خپله شخصي سافټوېئر کمپنۍ ولري، اړینه چې د دې برخې مسلکي وي او پۀ دې برخه کې کافي پوهه ولري. عموماً د کمپنۍ موخه باید څرګنده وي. کوم ډول خدمتونه، پۀ کوم شکل باید وړاندې شي. آیا د پېرودونکو غوښتنې د منلو وړ دي، لۀ مارکېټ سره سم پرمختګ ممکن دی… دا او دې ته ورته نور مسایل باید پۀ نظر کې ونیول شي.

ــــــ اغېزمن سوداګریز پلان درلودل:

د یو اغېزمن سوداګریز پلان رامنځته کول د سافټوېئر کمپنۍ لپاره یوه اړینه برخه ده. د سافټوېئر کمپنۍ سوداګریز پلان باید لږ تر لږه لاندې برخې ولري:

۱. د کمپنۍ اړوند عمومي معلومات، د سافټوېئرونو مشخصول؛ چې د پراختیا او جوړولو اراده یې لرو.

۲. مناسب کاري ځای

۳. کلیدي موخې (تولید، پیرودونکي، مارکېټ) پۀ نظر کې نیول.

۴. د بازار کتنه او څېړنه، چې پۀ کوم سټېج کې قرار لري.

۵. د عملیاتو او چارو د ترسره کولو ځانګړی پلان.

۶. مالي پلان درلودل، د سافټوېئر کمپنۍ لپاره د بودیجې او تمویل سرچینې، لګښتونه او عاید سنجول.

۷. اړین وسایل

۸. قانوني پروسس (جواز، ټکس او نور مسایل)

ــــــ  د اړینو لګښتونو ارزونه

لازمي ده څو د سافټوېئر کمپنۍ اړوند لګښتونه او لۀ هغې ترلاسه کېدونکې ګټه وسنجول شي، مثلاً:

۱. د کارمند معاش

۲. د څېړنې او پراختیا لګښتونه

۳. بازارموندنه او ترویج

۴. د دفتر ځای او د موقعیت کرایه کول

۵. د دفتر تجهیزات، سامانونه او فرنیچر

۶. د سافټوېئر د پراختیا لګښتونه (د معلوماتو ذخیره کول، سرورونه، غوښتنلیکونه)

دا هم ولولئ:   ټولنيزو رسنيو کې د بازار موندنې ۱۰ قوانین/ محمد عزيز پردېس

ــــــ وړ او مسلکي کهول ګمارل

د نورو اداراتو پۀ څېر، د سافټوېئر کمپنۍ هم د خپلو خلکو یا کارمندانو پر بنسټ ناکامه یا بریالۍ کېدی شي.  د وړ او ښو خلکو ګمارل د سوداګرۍ ډاډمن پیل دی او پرمختګ ته لارې هواروي. پۀ داسې حال کې چې د کارمندانو ټول ډولونه، د اداري کارمندانو څخه نیولې، د بازار موندنې تر ټیم پورې د کمپنۍ پۀ بریالیتوب کې مرسته کوي، د سافټوېئر شرکتونو لپاره یو مهم فکتور د سافټوېئر د پراختیا او ټیم ډول دی چې دوی یې استخداموي.

ـــــ د تولیداتو آزموینه، وده او بازار موندنه

د سافټوېئر آزموینه پۀ هره مرحله کې د سافټوېئر کمپنۍ د بریا لپاره اړینه موضوع ده. کله چې د سافټوېئر محصول د پراختیا مرحلې څخه تیرېږي ، نو دا باید پۀ کلکه و آزمویل شي ترڅو کومې کمۍ او کاستۍ کۀ ولري چې حل او فصل شي. محصول باید وده وکړي او بازار موندنه ورته وشي. د سوداګرۍ پۀ نړۍ کې د عادي بازار موندنې سربېره، ډېجېټل بازارموندنه تر ټولو ښۀ آپشن دی.

ـــــ د سافټوېئر ساتنه (محرمیت)

۱. باید ډاډ ترلاسه شي چې تولید شوي محصولات د چا پۀ ضرر ندي.

۲. لۀ کارمندانو د سافټوېئرونو د محرم معلوماتو اړوند لاسلیکونه او تهعد اخېستل، چې لۀ بل چا سره به یې نۀ شریکوي.

۳. د محصولاتو لپاره د کاپي رایټ حقوق اخېستل.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*