د دین او ساېنس پرتله سمه ده؟

حمیدګل عمرخېل

د اسلام دین ځینو دښمنانو یو انځور پورته کړی چې یو غلط قیاس ښیي:
یو لوري ته یې داسې انځور راوستی چې رسول الله (ص) ته یې منسوبوي او بل لوري ته یې د الکسانډر فلمینګ انځور راوستی او د رسول الله (ص) انځور لاندې یې لیکلي چې: ما د قرآن کتاب راووړ او دې کتاب لپاره مې په نړۍ کې جګړه،تبعیض او تاوتریخوالی ترویج کړ او په میلونونو انسانان مې ووژل او د الکسانډر فلمینګ انځور لاندې یې بیا داسې لیکلي: ما پین سیلین (Pencilin) کشف کړ او په میلونونو انسانان مې وژغورل . په پای کې د دواړو انځورونو لاندې یې لیکلي چې: په مونږ دواړو کې چا ډېر خدمت کړی؟

ځواب: لومړی خو دا قیاس بیخي غلط دی، یو ټولنیز مصلح¹ سره تجربوي علومو یو پوه پرتله کول سمه نه ده. الکسانډر فلمینګ،اډیسن،او نیوټن ، ذکریا رازي، ابن هثم او خوارزمي سره پرتله شي ځکه دوی هم په تجربوي علومو کې کارونه کړي؛ نه داسې کس سره چې د خلکو تر منځ ظلم او ستم جرړه له منځه وړلو او رحمت، دوستي راوستلو او هدایت کولو په لټه کې و. موږ سیي پایلې ته په سم قیاس رسېدی شو. داسې ناسم قیاس سره نه چې معترضو مطرح کړي.

دویم: د دوی فرضیه هم له اساس څخه غلطه ده؛ د اسلام په لومړیو متونو( قرآن او احادیثو) په کوم ځای کې راغلي چې په ناحقه جګړه،تبعیض او تاوتریخوالی دې وی؟ د اسلام دښمنان له ځانه دفاع(!) او د ظلم پر وړاندې مبارزه(!) هم د (تاوتریخوالی ترویجول) ګڼي! په قرآن کې هم د جهاد ټول آیاتونه همدغو دوه (له ځان څخه دفاع او ظلم پر وړاندې مبارزې) په اړه دي. د اسلام پیغمبر سره د خلکو معتصبانه ،ځانځانۍ او جاهلانه وژنه څه اړیکه لري؟

دا هم ولولئ:   د همت ټوټه؛ بې لاسو سړی څنګه د سپورټي موټر ځغلونې اتل شو؟

¹رسول الله (ص) د کافرانو په نزد د ټولنیز مصلح او رغوونکی دی نو په همدې خاطر ځواب هم د دوی له لید لوري څخه ورکوو.

دریم: باید په دې پوه شو چې د دوی دا پرتلنه او قیاس په کوم نیت کوي او موخه یې څه ده!؟
الف) آیا د اسلام او غرب اندیالۍ یې سره پرتله کوي.
ب ) آیا دغه دواړه کسان یې سره پرتله کوي؟
ج) آیا علم او دین یې سره پرتله کوي

دوی هم په هر درې واړو کې غلط دي. په لومړۍ فرضیه کې؛ آیا رسول الله (ص) څخه تر اوسه د اسلامي نړۍ وژنې شمېر د دویمې نړیوالې جګړې وژنې شمېر ته رسیږي؟
په دویمه فرضیه کې مې وویل چې دغه قیاس او پرتلنه غلطه ده؛ که څه هم رسول الله په ناحقه د چا وژلو باندې امر ندی کړی.¹ که په حقه وژل تور او غیرې مؤثق ګڼي بیا په خپلې اندیالۍ او عقل کې باید شک وکړي. ځکه په دغې پراخې نړۍ کې داسې څوک نشته چې په دې راضي وي چې یو څوک راشي او ویې وژني او هغه ورته هېڅ ونه وایي.
د دوی قیاس په درېمه فرضیه کې هم غلط دی؛ د علم او د دین حوزې دواړې له یو بله بیخي بېلې حوزې دي. دین قوانین وضع کوي ترڅو پوهان په تعلیمي حوزو کې له خپلو امکاناتو او تخصص نه سمه ګټه واخلي.
دین په حقیقت کې ټولو وګړو او اقشارو ته دی او بشر ته د خدمت رسولو روح دی؛ د اسلام دین علم سره هیڅ مخالفت نلري او نه به یې ولري ځکه اصلي متون خلک د علم ترلاسه کولو ته تشویقوي.
د اسلام دښمنانانو د ذهنیت په منځنۍ پېړیو کې چې د کلیسا حاکمیت د اروپا په خلکو وتپل شو، ناسم اغېز یې کړی چې هغه اسلام لپاره بیخي صدق نه کوي.

دا هم ولولئ:   د کنفسیوس غوره ویناوې

¹ښایي اوس د لوستوونکوته په ذهن کې هغه ډول نیوکې راشي کومو ته چې اسلام دښمنان ورته( دا ډول) تبلیغ کوي خو ډاډه اوسئ چې ټولې په متقنو دلایلو سره ځواب شوي.

د پام وړ ټکي دلته دي: که دین څخه سم خبر نه یو یا دین نه یوازې د غلطې موخې لپاره په ناسمه توګه د توکو په توګه ګټه واخلو دا نه یوازې چې ګټور نه دی بلکې ډېر مضر هم دی که د سم مسیر لپاره ترې ګټه واخلو بیا ډېر ګټور او عیناً د دین حقیقت او ریښتینولي څرګندېږي. همداسې علم هم دی؛ که په سمه توګه یې وکاروو د بشریت لپاره یو فرصت او اسانتیا رامنځته کوي که په ناسمه توګه یې وکاروو په یو بهران او ګواښ بدلیږي.¹
اوس دې ته پام وکړئ ! که دواړه هم دین او هم علم سم وکارول شي مثبت او ګټور به وي چې پرته له هغه پای به یې منفي او مضرې پایلې وي؛ خو دې توضیحاتو څخه زما موخه څه وه؟
د معترض چل ته مو پام شو؟ د دین مضرې بڼې سره د علم ګټوره بڼه پرتله کړي! او ادعا کوي چې علم ګټور دی.
مونږ هم دا ویلای شو چې دین سپارښتنه کړې چې د خپل مور او پلار احترام وکړو؛خو علم کمپیوټر ته ورانوونکي ویروس تولید کړی؛ نو دین ښه شو او علم بد دی! آیا دغه پرتلنه او پایله سمه ده؟ له شک پرته چې غلطه او له تلبیس څخه ډکه ده.
زمونږ د سترګو تور رسول الله (ص) بشریت ته د اخلاق او مهربانۍ ډېرې نمونې او د عطوفت او مروة د کرامت ښکلې نمونې پریښي. که دینونه په ځانګړې توګه که اسلام نه وای اوس به په ټوله نړۍ کې د اخلاقو څوک نه ښکاریده. زمونږ د رسول الله (ص) د بشریت د تاریخ غوره کس، د انسانانو لپاره ګټور نه و؛ نو ګرانو لوستونکو !د دې ډول غلطو او شبهه جوړونکو کسانو د پلانونو او منفي ‌‌‌ذهنیت ښکار نسئ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
¹مثلاً: د ډېرووژونکي بمونه او …

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*