له ناکامۍ مه وېرېږئ / ژباړه: رفيع الله رفېع

رفیع الله رفېع

commercial illustrator

دلته درسره د هغه مشهور کسانو په اړه معلومات ولولئ، چې برياليتوب ته تر رسېدو وړاندې له ناکامۍ سره مخ شوي وو.

يو: امريکايي والټ ډيزني په يوې ورځپاڼې کې له دندې څخه ځکه ووېستل شو، چې نوموړي د تحليل او د نويو نظرياتو د درلودلو هنر نه لره، پوهېږئ نوموړی اوس يو پرمختللی متشبث، انيماتو، تمثيل کوونکی او فلم جوړوونکی دی او د امريکا د صنعت په پرمختګ کې لوی لاس لري، ډيزني يوازې له ناکامۍ زده کړه وکړه.

دوه: مايکل جورډ‌ن، چې کله د ښوونځي د بسکېټبال له ټيم څخه ووېستل شو، نوموړی کور ته لاړ او ځان يې په يوې خونه کې بند کړ، پوهېږئ کلونه وروسته هغه په نړۍ کې د بسکېټبال يو پېژندل شوي نامتو لوبغاړي او سرمايه لروونکي شخص باندې بدل شو، د بريا راز يې له ناکامۍ زده کړه وه.

درې: آلبرټ آينسټین د عمر تر څلور کلنۍ پورې يې بېخي خبرې نه شوې کولای، ښوونکو يې ووېلې هغه به بلوغيت ته ونه رسېږي، خو پوهېږئ، چې څو لسيزې ورسته آينسټین په نړۍ کې يو له نامتو او پېژندل شوي فزيک پوهانو څخه وشمېرل شو. نوموړي د خپلو ښوونکو نظر غلط ثابت کړ.

څلور: سټيو جابس په ۳۰ کلنۍ کې بېغير له کومې مغشوشتيا او تشريفاتو له خپل شرکت څخه وشړل شو، پوهېږئ نوموړی اوس په نړۍ کې د آپل شرکت د بسنټ اېښودوونکي او د کمپوټر د صنعت مخکښ په نوم شهرت لري، هنر يې دا وو، چې ناکامۍ ته تسليم نه شو.
له ناکامۍ ورسته تل بريا شته په دې شرط، چې تاسو ناکامۍ ته تسليم نه شئ.

دا هم ولولئ:   په ماشومانو کې د چلند ستونزې / عارف عظيمي

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*