تخلص باید څنګه وټاکل شي؟

پوهنمل سید قیاس سعیدي

زه شخصا په قومي تخلصونو باوري نه یم, قومونه یوازې د یو ادرس او یو بل پېژندنې لپاره الله تعالی سره وېشلي دي او دا کوم غوره والی نه دی، الله تعالی ته هغه څوک غوره دي چې تقوا لرونکي او د نېکو کړنو خاوندان وي.
د تخلص اېښودلو د تسمیې وجه یا لامل خامخا وي چې دلته یې زه یو څو ژوندي مثالونه راوړم چې یو یې هم د سید، سعیدي، سادات یا هاشمي تخلصونو اېښودل دي:
هغوی چې ځان سیدان, پاچایان یا آغا ګان بولي نو خپل نوم سره د سید مختاړی ورکوي او تخلص سید، سادات یا هاشمي ږدي.
#سیدي: یعنې سید قوم ته منسوب . #سادات یعنې په قوم سادات. #هاشمي یعنې بني هاشم.
غواړم په یوې ځانګړې موضوع رڼا واچوم هغه داچې ځینې خلک سعیدي تخلص کوي, آیا سعیدي هم سید قوم ته منسوب تخلص دی, نه هېڅکله نه, څوک چې ځان ته د سعیدي تخلص په دې نیت ږدي چې ګیني خلک یی سید وبولي کاملا ناخبره او په غلطه روان شوی دی, همدغه راز یو شمېر اشخاص سعادت تخلص کوي خو خلک فکر کوي چې دا ګواکې په سید قوم پورې تړاو لري, خلک ورته سادات صیب یا اغا صیب وایي, هغه هم ځان غلی نیسي.
همدغه راز د یو نیم سړي نوم سره سید یا پاچا یو ځای وي خو هغه سید نه وي لکه خان پاچا، لال پاچا، سید پاچا، زر پاچا، سید یوسف، سیداغا، سید طاهر او داسې نور چې څوک یې نه پېژني هغوی ورته پاچا صیب او اغا صیب وایې دوی هم ورته وضاحت نه ورکوي چې سړیه زه سید نه یم یوازې نوم مې شان باچا دی!
د یو نیم د پلار نوم محمد هاشم وي، تخلص یې هاشمي اېښی وي خلک فکر کوي چې دا هم د بني هاشمو قبیلې پورې تړاو لري.
د یو نیم صرف نوم ځاځی، اپرېدی یا شینواری وي چې دا معنا نه لري چې هغه دې په قوم هم شینواری شو.
زما یو ملګری چې خوږیانی نه و، خوږیانی تخلص یې کاوه(یو بل قوم پورې یې تړاو درلود) ملګرو به ورته ویل چې ته خو خوږیانی نه یې خپل قوم لرې عزېز لرې، ولې داسې کوې، یو مهال ماسره څو تنه ملګري کلي ته د څو ورځو لپاره تللي وو کلیوالو ته مې چې معرفي کول نو دا ملګری مې مشر غوندې ښکارېده ما ورته په حاجي صیب … معرفي کړ، په داسې حال کې چې حاجي نه و نو کلیوالو به مې ورته حاجي صیب غږ کاوه او دی به مسکی مسکی کېدلو بیا به یې ماته ویل چې غرق شې پاچا دادې څه وکړل اوس مجبور چې حج ته لاړ شم! ما ورته ویل چې د نوم اخر دې جعلي و نو اول دې هم جعلي پکار و!!! خو سړی اوس لوی حاجي دی خو تخلص یې لا هماغه دی!
د ملي فکر خاوند شهید داود خان دې الله وبښي هغه قومي او سمتي تخلصونه بند کړي و هغه یوازې په افغانیت باور درلود، چې ښه کار یې کړی و، مخکیني لوی څارنوال اسحاق، الکوزی تخلص کولو چې دغه مهال یې خپل تخلص الکو کړ همدغه راز د پوهاند صیب رازقی تخلص ناړۍ وال و خو په نړیوال یې بدل کړ او داسې نور مثالونه…
لکه مخکې مې چې یادونه کړېوه په قومي نومونو باوري نه یم خو زه سید قوم پورې تړاو لرم اما زما تخلص چې سعیدي دی دا مې خپل خدای بښلي پلار جان ته منسوب دی، چې محمد سعید نومیږي نه قوم ته!
هغه هېڅکله حپل نوم سره نه سید لیکلو، نه پاچا، نه مولوي او نه حاجي او نه بل لقب، د لیک اخر کې به یې له لاسلیک سره لیکل چې “دوعاګوی مو محمد سعید”
د لا وضاحت لپاره د ننګرهار پوهنتون د ژورنالېزم ځوان رئیس سید سمیع الله سعیدي مثال وړاندې کوم چې سید هم دی او تخلص یې قومي نه دی، سعیدي تخلص یې ځکه اېښی چې د نیکه نوم یې محمد سعید و.
یو ډاکټر چې په خپله لوحه یې سیدي لیکلی و یو وخت ګورم چې خپل تخلص یې په سعیدي بدل کړی و نو ما ورته وویل چې تخلص یې درته غلط لیکلی نو هغه ویل چې دا خو ما ستا تخلص سعیدي ولیدلو نو ما فکر وکړ چې سیدي ګني غلط دی نو ځکه مې سعیدي کړ.
لنډه دا چې اول خو قومي تخلصونه مه ږدئ او که نه صبرېږئ نو سم یې کاروئ، او په سمه املاء او انشاء یې لیکئ، لکه د علومو اکاډمۍ مخکښ غړی ښاغلی سید نظیم سیدي چې خپل تخلص یې قومي اېښی اما په سۍ بڼه او سمه املاء یې لیکلی. ماته چې څوک سیدي ولیکې نو ورته وایم چې تخلص مې سۍ لیکه نو چې دا سیدي ځانته سعیدي لیکي سړی څه ووایې!! عجبه دا چې اینګلیسي کې سیدي (Sayedi) سم لیکي او په پښتوکې سیدي غلط!! بله دا چې د مشهورو شخصیتونو او کورنیو په ځانګړې توګه د لیکوالانو او شاعرانو تخلصونه لکه الفت، منلی، غضنفر، پسرلی، صمیم، عبدیاني، ریشتین، خادم، شپون، لېوال، سائل، جهاني، رشاد، رفېع، سېلاب،ناګار، یون، صداقت، تراب، اسد دانش، قانع، مجروح، دوست، زماني، غیرت, ، ننګیال، بابرزی،صابر، یاد، کاروان، اختیار، سرشار او داسې نور… مه کاروئ!

دا هم ولولئ:   پښتون قام او ښاغلی سائل

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*