ځان‌ژبه یا با‌ډي‌لینګویج ولې مهم دی؟ / محمد اکرام لېوال

محمد اکرام لېوال

باډي لنګويج، چې پښتو ژباړه ېې د بدن د غړو ژبه ده، د موثرې او اغيزناکې وينا پۀ تراسراوي کې، د ويناوالانو پۀ ځانګړې توګه د سترو او مشهورو ويناوالانو پۀ ويناوو کې، ډېر څرګندېږي. باډي لنګويج د وينا روح او موسيقي ده او پرته لۀ دې به مو وينا ډېره بې خونده، سسته او د پيغام لۀ انتقال څخه بې برخې وي، که مو باډي لنګويج منظم او د وينا د متن لۀ الفاظو سره موافق او سم و، نو وينا مو بريالۍ او پۀ مقابل لوري باندې لۀ تاثير څخه خالي نۀ ده.

اوس دا پوښتنه ځوابوو، چې ولې باډي لنګويج؟
د پورته پوښتنې پۀ ذات او ماهيت کې، د وينا پر مهال د بدن دغړو د منظمو ښورولو او د وينا دمتن لۀ الفاظو سره سم د هغوي د ادا کولو ارزښت او اهميت پوښتل شوی دی، نو پۀ لاندې څو شمارو کې، ورته ځواب پريږدو.

(1) د وينا اغيز: ستاسو پياوړي او منطقي باډي لنګويج د نورو پايلو تر څنګ ستاسو پۀ وينا باندې هم اغيز شيندي، ستاسو وينا ته د اغيزمنتيا لباس پۀ تن کوي او مقابله خوا( مخاطبين) مو ستاسو د خبرو او وينا تر اغيز لاندې راولي.

(2) لۀ وينا سره لېوالتيا: که مو باډي لنګويج ياد وي او پۀ سم ډول ېې د وينا د متن لۀ الفاظو سره وړاندې کولائ هم شئ، نو مبارک مو شه!
وينا ته مو خپله ځاني لېوالتيا وربښلې ده او د وينا لپاره پوره تياری او لېوالتيا لرئ.

(3) د خپلو مخاطبينو ساتل: که مو پۀ وينا کې، باډي لنګويج ډير ښکاريدل، نو لۀ دې څخه مۀ ويريږئ، کې ګوندې مخاطبين به مو له وينا څخه بلخوا ته متوجه شي، بلکې ستاسو د بدن د غړو منطم او د وينا له لفظي روح سره سم د هغې ادا کول هغوي ويښ او پۀ ټاکلې موضوع کې، تر پايه دخيل ساتي.

دا هم ولولئ:   ټولنيزې اړيکې ولې مهمې دي؟/ عبدالرحمن عماد

(4) وينا ايزه ولوله( جذبه ): که پۀ وينا کې، مو خپلو باډي لنګويجو ته ډېر پام کړی وي، نو وينا به مو بې ذوقه او بې علاقې نۀ وي وړاندې کړې، بلکې د همدې باډي لنګويجو پۀ ترسراوي سره به مو د وينا د وړاندې کولو جذبه او ولوله ژوندۍ ساتلې وي. مانا ستاسو باډي لنګويج تاسو ته ستاسو د وينا پۀ وړاندې کولو کې د يو محرکې وسيلې رول لري.

(5) د پيغام انتقال: ستاسو باډي لنګويج ستاسو پۀ وينا کې، داسې رول لري، لکه د يو کتاب پۀ داخل کې، لۀ متنونو سره د ليکوال يا هم د کتاب د چاپ کوونکي لۀ خوا اچول شوي او چاپ شوي انځورونه. د دغو انځورونو ليدلو ته زمونږ تلوسه او تلوار هغه وخت ډېر زياتېږي، چې پۀ کتاب کې، لۀ ليکل شوي متن څخه خپل هدف و نۀ موموو‌.

نو باډي لنګويج مو هم همداسې در وشمېرئ!
شايد هغه غونډه چې تاسو پکې خپله وينا وړاندې کوئ، داسې مخاطبين هم شتون ولري، چې ستاسو له خولې څخه پۀ راتلوونکو الفاظو او خبرو باندې و نۀ پوهيږي؛ مګر که تاسو ښه او د قناعت وړ باډي لنګويج ولرئ، ممکن هغوي پرته لۀ حيرانتيا څخه هغه الفاظ او خبرې درک کړي او پرې فهم تر لاسه کړي، ځکه همدا باډي لنګويج د خبرو اشاره ایزې بڼې( شکلونه) دي.

(6) مسلکي والی: که مو د باډي لنګويج پۀ زده کړه کې، زيار باسلی وي او پۀ يوه وينا کې، ېې هم عملي کولائ شئ، نو د عادي ويناوالانو پۀ نسبت به تاسو مسلکي او د وينا لۀ وضع شوو اصولو څخه د اګاه اشخاصو پۀ حيث وپېژندل شئ.

دا هم ولولئ:   موږ ته د راتلونکي لپاره کوم مهارتونه په کار دی؟ / میراحمد یاد

(7) : پۀ وينا کې، د تجربې او سابقې روښانتيا: که خپل باډي لنګويج مو د وينا د الفاظو لۀ غوښتنو سره سم تر سره کړئ، نو ستاسو لۀ شخصيت او ادا شوي کردار څخه به د مقابل لوري تصور او برداشت دا وي؛ چې ګوندې تاسو پۀ وينا کې، ډېر پخواني، تجربه کاره او د هغې پۀ اصولو باندې پوهه اشخاص ياست.
(8) د فشار د کنټرول توجيه: که ستاسو باډي لنګويج ستاسو د وينا ايزو احساساتو او جذبو څخه ساه واخلي او باډي لنګويج مو، پۀ رښتيا هم داسې ادا کړي وي، چې پۀ وينا کې، ېې روح ځغلولی وي، نو ښکاره ده، چې مقابل لوري به دا تعبير اخيستی وي، چې ګوندې تاسو د وينا پر مهال راتلوونکی فشار ډېر ښه کنټرول او مدیریت کړی دی.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*