یو بل به څنګه درک کوو؟ «آسانه او ګټورې لارې چارې»

پرمختګ

په ټولنه کې د ښه ژوند او یو بل سره د ښه تعامل لپاره د یو بل درک کول مهم او اړین دی. د دې درک لپاره د مقابل لوري خبره اورېدل، هغه سره خواخوږي ښودل او په اړه یې پراخه فکر لرل اړین دي… دلته درته ځينې ګټورې لارې چارې در ښيیو:

فعاله غوږ نیونه

که څوک درک کوئ، خبرو ته یې غوږ کېږدئ، د خبرو انداز، د بدن اشارو او حرکاتو ته یې توجه وکړئ. دا توجه مو په هغو خبرو هم پوهوي چې په خوله نه بیانېږي. د مقابل لوري په احساساتو او لیدلوري پوهېدو لپاره دا اړین ده.

پوښتنه وکړئ

د مقابل کس په خبرو، لیدلوري، احساساتو او تجربې د پوهېدو لپاره پوښتنه وکړئ. تر ناسم او نیمګړي قضاوت پوښتنه ډېره ښه ده. دا ستاسې درک ژوروي او ښيي چې تاسې د مقابل لوري له خبرو او مسایلو سره لیوالتیا لرئ.

قضاوت پرېږدئ

که څوک درک کول غواړئ، نو په اړه یې قضاوت پرېږدئ او نیوکې پرې مه کوئ، ځکه قضاوت د درک په مقابل کې خنډ سازوي. خپل فکر آزاد پرېږدئ، د هغه/هغې خبرې په پراخه سینه واورئ او ان پرې پوه کړئ چې څه وايي او هدف یې څه دی.

د هغه پر ځای فکر وکړئ

څو شېبې ځان د هغه کس پر ځای وګڼئ او وګورئ چې تاسې وای، څه به مو کول. که دا کار وکړئ، د مقابل لوري په احساساتو، مجبوریو، دلایلو او لیدلوري به ښه پوه شئ.

انګېرنې مه کوئ

د خلکو په اړه چلند، تجربو، حالاتو او لیدلوري په اړه له ځانه انګېرنې مه کوئ او فرضیې مه سازوئ. پوښتنې وکړئ، په واقعیت ځان پوه وکړئ او وګورئ چې حقیقت څه دی؟ په دې ټولو کې د مقابل لوري سره خواخوږي مه هېروئ.

دا هم ولولئ:   په کارځای کې رواني خوندیتوب او د نظر څرګندولو حق / ژباړه شبانه دوران

په خبرو فکر وکړئ

د هرې خبرې تر شا یو احساس او معنی پرته وي، تاسې چې د مقابل لوري خبرې اورئ دا دې پټې معنی او پټ احساس د موندلو هڅه وکړئ، بیا وګورئ چې تاسې يې په اړه څه احساس او څه غبرګون لرئ، دا به درسره مرسته وکړي چې مناسب غبرګون وښیئ.

دا هغه ټکي دي چې که یې نظر کې ونیسئ، د نورو انسانانو د درک کولو وړتیا به مو پراخه شي او لا ډېرې ښې او ژورې اړیکې به رامنځته کړئ.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*