موږ ته د راتلونکي لپاره کوم مهارتونه په کار دی؟ / میراحمد یاد

ژباړه او زیاتونه: میراحمد یاد Meerahmad Yaad

هر کال له پوهنتونه زرګونه ځوانان فارغېږي او په خپلو برخو کې د کار موندلو په لټه وي، خو د کار موندلو لپاره یوازې د پوهنتون اسناد اودرسونه کافي نه دي. تر دې هاخوا ځينې مهارتونه دي چې باید زده شي او تاسې په اوسنیو شرایطو کې کار موندلو ته برابر کړي. دا هغهمهارتونه دي چې ستاسې سره په کاري چاپېریال او خپل کاري شخصیت جوړولو کې مرسته کوي:

اول: ډيجیټلي پوهه

نن سبا نړۍ دومره پرمختللې چې په هر کار او هره وظیفه کې ټکنالوجۍ کارېږي، نو څومره چې د ټکنالوجۍ په اړه ستاسې پوهه اومعلومات ډېر وي، هومره به ادارې ستاسې ګومارلو ته ډېر زړه ښه کوي.

یو عمومي ټکنالوجي ده چې کمپیوټر او انټرنټ دی، دا به ستاسې زده وي، خو خپل مسلک ته هم وګورئ چې کومه نوې ټکنالوجي په کېکارېږي او تاسې ورسره څومره بلد یئ. که تاسې زراعت لوستی وي، نو وګورئ چې په زراعت کې کومه ټکنالوجي کارېږيپه طب کې، پهمدیریت کې، په ښوونه او روزنهاو بله هره برخه کې چې تاسې زده‌کړې کړي، ځان یې په اړونده ټکنالوجۍ پوه کړئ.

دویم: د ستونزو د حل مهارت

دا هغه مهارت دی چې په ښوونځیو او پوهنتونونو کې نه ښودل کېږي، خو په مسلکي ژوند کې به تاسې هره ورځ له داسې ستونزو سره مخکېږئ چې له تاسې به یې د حل لارې غوښتنه کېږي. په نننۍ نړۍ کې د انسان ارزښت په دې پورې تړلی چې څومره ستونزې حل کولایشي. که تاسې د ستونزو د حل مهارت ولرئ، نو په خپله اداره کې به تر نورو بریالي یئ. د دې لپاره انتقادي فکر په کار دی، تاسې باید دخپل مسلک سره د ستونزو د حل د مهارت په اړه آزاده مطالعه هم ولرئ چې دا مهارت مو ښه شي.

دا هم ولولئ:   نیوکې څنګه ومنو؟ / فرید قربان

درېیم: پراخه/ نړیوال فکر

ټکنالوجۍ له لویې نړۍ وړوکی کلی ساز کړی دی. پخوا به کارمندانو یوازې د خپلو سیمو سره کار درلود، خو اوس ښايي د بېلابېلو سیمواو هیوادونو خلکو سره مخ شي او کاري اړیکې ورسره وپالي. د دې لپاره باید تاسې تر پخوا پراخه فکر وکړئ، له نړیوالو فرهنګونو سره یوڅه بلد شئ، د توپيرونو درناوی زده کړئ، زغم مو پراخه وي او پر دې پوه شئ چې زموږ له چاپېریال بهر لویه نړۍ پرته ده. په دې برخه کېمهم کار لږ تر لږه د یوې نړیوالې ژبې زده کول دي چې تاسې پرې له نورې نړۍ او خلکو سره اړیکې ونیسئ.

څلورم: د راتلونکي اټکل

که تاسې په یوه اداره کې د فعال کارمند په توګه کار کوئ، نو لږ تر لږه د راتلونکي په اړه یو اټکل باید درسره وي او پوه شئ چې ستاسېپه برخه کې کوم نوي بدلونونه را روان دي. دا ستراتیژيک فکر دی او اړتیا یې ډېره زیاته ده. که تاسې په یوه برخه کې کار کوئ یا مو په کېتخصص وي، نو په اړه یې مطالعه وکړئ، له روان حالت یې ځان خبر وکړئ او پر دې پوه شئ چې راتلونکي کې به یې دا برخه څنګه وياو کوم بدلونونه به په کې راځي. که تاسې په دې بدلونونو پوه شئ، نو بیا د خپل کار د راتلونکي په اړه ښې او ګټورې پرېکړې کولای شئ.

پنځم: دوامداره زده‌کړه

نړۍ هره ورځ بدلېږي، پوهه هم ورسره پرمختګ کوي، وسایل نوي کېږي، ټکنالوجي وده کوي او په دې بدلون کې که انسان نوې مطالعه ونهکړي، ځان له نویو معلوماتو خبر نه کړي او یوازې په پخوانۍ پوهې بسنه وکړي، نو زر به یې پوهه زړه شي او له کاره به ولوېږي. ددوامداره فعالیت لپاره دوامداره پوهې ته ضرورت دی، تاسې باید دوامداره مطالعه وکړئ، ځان (UPDATE) وساتئ او له راتلونکو شرایطوسره ځان تیار او عیار کړئ. که تاسې دا خواري ونه کړئ، نو ځای به مو هغه خلک نیسي چې دې کار ته وخت ورکوي.

دا هم ولولئ:   ځيني وګړي ولې ژر غوسه کېږي؟ / عزيز پردېس

شپږم: د اړیکو مهارتونه

که نور مهارتونه درسره وي، خو د اړیکو مهارت نه لرئ، نو درته به سخته وي. مثلاً که ستاسې نیت ښه وي، یو ښه فکر لرئ، خو چا سر یېد شریکولو یا یې ورته د تشریح کولو په چل نه پوهېږئ، نو ستاسې فکر ښه فکر به څه په درد وخوري؟ نو تاسې باید هم ښه لیکل زده کړئاو هم ښه وینا زده کړئ. دا وړتیا باید ولرئ چې خپله خبره هم په لیکلي ډول او هم په وینا کې په دومره واضح ډول مقابل لوري ته ورسوئچې هغه پرې پوه شئ او سر یې پرې خلاص شي. که دا مهارت درسره نه وي، نو په لویه دنیا کې به یوازې پاتې یئ.

اووم: نرمي او انعطاف منل

نرمي، انعطاف او ځان عیارول د نن او راتلونکي دور مهم مهارتونه دي. مخکې مو وویل چې نړۍ بدلېږي، ورسره د کار چاپېریالونه او دکار بڼې هم بدلېږي. نن به تاسې یو کار په یوه ډول کوئ، خو سبا به یې بل ډول ته ضرورت وي، له تاسې به تمه کېږي چې نوي چاپېریالسره ځان بلد او عیار کړئ. نو دا زده کړئ چې له نویو بدلونونو سره ځان څنګه عیار کړئ، بدلونونه او توپيرونه څنګه ومنئ، نوي شرایطڅنګه عملي کړئ او په بدلونونو کې خپل کار ته دوام څنګه ورکړئ.

اتم: معلومات

یوه مشهوره جمله ده چې وایي «معلومات قدرت دی»، څوک چې معلومات لري هغه برلاسه وي، نو د دې برلاسۍ موندلو لپاره باید تاسېلومړی د خپلې برخې معلومات ولرئ، بیا باید د هغو معلوماتو د تحلیل او ارزونې قوت ولرئ. تاسې باید د معلوماتو له لرلو وروسته د اوسنياو راتلونکي حالت ترمنځ اړیکې پیدا کړئ او دا قضاوت وکړئ چې په اوس وخت کې، د دې معلوماتو په رڼا کې، کومه پرېکړه وکړئ چېراتلونکي کې مو په درد وخوري.

دا هم ولولئ:   اندلس؛ د اسلامي تمدن زرینه بېلګه – ډاکتر مبارک علي

نهم: ځان او نور پېژندل

ځان پېژندل مهم دي، خو د بریالیتوب لپاره د نورو پېژندل هم همدومره اړین دي. ځان پېژندل دا دي چې تاسې خپل قوتونه او ضعفونهوپېژنئ، وګورئ چې په څه پوهېږئ او په څه پوهېدو ته ضرورت لرئ. کله چې تاسې خپل ځان وپېژنئ او په خپلو ضعفونو پوه شئ، نو بیایې د حل لپاره اقدام هم کولای شئ.

همدارنګه باید نور خلک هم وپېژنئ، د هغوی قوتونه او ضعفونه هم باید وپېژنئ، پوه شئ چې هغوی څنګه فکر او څه ډول پرېکړې کوي. کلهچې تاسې د نورو خلکو په اړه پوه شئ، بیا ورسره په آسانۍ اړیکه کولای شئ، مشوره ورکولای شئ او په ګډه ورسره د پرمختګ لپاره کارکولای شئ.

یوازې دا لیکنه ستاسې ستونزې نه حل کوي، د دې لیکنې هدف تاسې ته د مهم مهارتونو در پېژندل وو، د دې مهارتونو د موندلو لپاره بایدتاسې پخپله لاس په کار شئ، همدا اوس دا ټکي ځان سره لیست کړئ او په نوبت نوبت د یوه یوه په اړه مطالعه یا انټرنټي لټون پيل کړئ. په کتابخانو او انټرنټ کې د دې هرې موضوع په اړه ډېر زیات معلومات او لکچرونه شته، خو په دې شرط چې تاسې رښتیا خپل راتلونکیښه کول وغواړئ.

نو پيل وکړئ او مخ ته لاړ شئ.

3 Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*