که یو بل درک کړئ د خوښۍ ژوند به وکړئ / عطاالله صافی

لیکنه: عطاالله صافی

یو الله ﷻ پوره دی؛ چې د انسان نوم ور پورې وي حتماً به تېروتنو سره مخ وي

انسان پخپل زات کې ډېر عاجز او نازک دی

تر ټولو سخت حالت دا دې چې په یوه در پېښه شوې موضوع کې درنه عقل کډه وکړي بې واکه او بې اختیاره شې

دا باید ومنو ځیني کارونه قصداً نه بلکې غیرې اختیاري کېږي دا ډول حالت معمولاً هغه وخت راولاړېږي چې یو څوک ډېر دردیدلی وي داسې چې نور یې صبر، زغم، تحمل و حوصله له لاسه ورکړي وي

له بلې زاویه د یو انسان زړه چې څه غواړي او ورته رسېدنه نشي کولای طبعاً زوریږي، کړیږي، دردېږي دغه ډول حالتو کې هم انسان نه بې واکه پریکړې کېږي

هېڅ ډول موضوع باید دومره ونه غځېږي او نه هم دومره تولاني شي چې انسان پکې خپل عقل و شعور وبایلي

په داسې حالتو کې باید مقابل شخص ژور فکر ته تګ لاره ولري ژوندي احساسات، ويښ ضمیر ښه درک او عواطف ولري تر څو موضوع دې حد ته ونه رسوي چې هم ځانته زیات ورسوي او هم د نورو ژوند تباه کړي

انسان نه سهوه تېروتنه کېږي او هره تېروتنه یو درس وي انسان ډېر هوښیاروي فلهذا انسانان درک کړئ هر انسان دروني غوښتنې لري زړه یې چې څه غواړي تر ممکنه حده یې لانسیوی وکړئ، د هېڅا زړه مه ماتوئ مینه وکړئ مینه ووېشئ باور وکړئ دا ژوند موږ چې څنګه فکر کوو تر هغې ډېر لنډ دی

یو شیبه هم نه په خپګان ارزي او نه هم په ضد، بغص او کینه

دا هم ولولئ:   د مثبت ذهنیت جوړولو لارې چارې

په دې نامرده نړۍ کې د یو چا زړه ته درمان جوړیدل او د هغې درک کول د انساني عظمت ستره بېلګه ده

هغوی چې یو بل سره ګډ مشترکات ارزښتونه، ښه خاطرات او حساسیتونه لري، هېڅکله باید په وړو او کوچنۍ خبرو سره جلا نشي انسان یواځې د مینې او انسانیت تږی دی

انسان ټولنیز ژوند لزي عطفه و احساسات لري هغوی چې ستاسې په نه شتون کې زوریږي، دردیږي او خپه کېږي او حتا په ډول ډول ناروغۍ اخته کېږي ښکاره ده چې زړه یې تاسې غواړې او مینه درسره لري، که نه دنیا له انسانانو ډکه ده خو رښتیا دا دي چې تاسې ورته ځانګړې یاست او زړه یې منلي یاست

موږ ډېر کله په ډېرو مسایلو کې سطحي برخورد کوو، خو کله چې یو څه د لاسه ورکړو بیا پسې لاسونه مروړو

سالم او عقل انسان له هرې ماتې او سهوې درس اخلي هېچاته په کمه سترګه مه ګورئ هر انسان پخپل زات کې یو شخصیت دی د هېچا له مادیاتو مه متاثره کېږئ د ژوند تجربو ښودلې میلونران ګدا کېدلی هم شي او ناچاره میلونر کېدلی هم شي

که غواړئ هوسا، ارام او سوکاله ژوند ولرئ ځان لپاره اهدف وټاکۍ پخپلو پریکړو کې دقیق هوښیار او پرېکنده اوسئ

خوشالي ستاسې په لاسته راوړنو او نورو ته په خبر رسونه کې ده

درځئ یو بل درک کړئ د مینې او مهربانۍ ډک ژوند وکړئ.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*