ټولنيزې اړيکې ولې مهمې دي؟/ عبدالرحمن عماد

ليکنه: عبدالرحمن عماد

په اوس وخت کې چې د ژوند اړتياوې د پخوا په پرتله
بدلې شوې، او ورسره د انسانانو په ژوند کې ډېر غوره او ښه بدلونونه رامنځته شوي دي، چې رامنځته شويو بدلونونو ډېر تمرکز بېرته د همدې انسانانو په ژوند کې د هوساينې او آسانتیاو قائميدل دي، د دې بدلونونو چې په پایله کې يې د انسان ژوند ته هوساينه، آرامتیا ثبات… مخ کړې، د راتګ يو لامل يې هم ټولنيزې اړيکې دي، چې په پرمختللو ټولنو کې وګړي ورته؛ په خورا درنښت قایل دي، او تر ډېره حده په دې کړنه ټينګار کېږي، چې د فکر او نظر ورته وګړي له يو بل سره ښې اړيکې ولري، تر څو وګړي د خپل ژوند د اړينو اسانتياوو سربېره نوښتګر اووسي، د وګړو تر منځ په اړيکو کې صميمت او نږديوالی رامنځته شي… دا او دې ته ورته ډېر ښېګڼې دي، چې په يوه ټولنه کې که وګړي د ټولنيزو اړيکو د رامنځته کولو په اهميت پوه شي، نو په وړاندې به يې له سطحې او بابيزه چلند ډډه وکړي. په نني عصر کې پرمختللي ټولنې په دې ټکي ډېر تمرکز کوي، چې د خپل پرمختګ د جاري ساتلو لپاره، د خپلې ټولنې د ارزښتونو د ساتلو لپاره د ټولنې د وګړو ترمنځ
ټولنيزي اړيکي منسجمې کړې، او  لا پراختيا ورکړي، تر څو هغه قوانين په ښه ډول پلي شي، چې د يوې ټولنې په ځان بساينه،او پرمختيا کې مرسته کوي، او پرته له شکه  دا ښکاره خبره ده، چې د يوې ټولنې په پرمختګ کې همغږي او همکاري يو ستر اصل دی، چې ټولنه په ځان بسيا کوي، او دا کار تر ټولو د مخه د ټولنيزو اړيکو په پاللو سره په اغېزمن ډول تر سره کېږي. که په اوس وخت کې څوک د ټولنيزو اړيکو له اهميت څخه سترګې پټوي، او په هر حال ګوښه توب خوښوي، نو پرته له شکه دا ډول انسانان د ژوند کولو څخه لاس په سر کېږي، او په لوي لاس خپل ځان په داسې ستونزو کې ښکېلوي، چې په پايله کې د ستونزو له درانه بارونو وتل ستونزمن کړي، او په داسې وخت کې يو انسان ته  د ټولنيزو اړيکو اهميت په ښه ډول جوتېږي.
که زموږ  ټولنې د ستونزو په اړه يوه خبره وشي، چې
بار بار او په تکراري ډول له ستونزو مخامخ کېږو، يو لوی لامل يې دا هم دی، چې موږ د ټولنيزو اړيکو له پاللو /ساتلو وېره لرو، او له بدمرغه خپلو راتلونکو نسلونو ته له دليله او بديلې لارې پيدا کولو څخه پرته دا توصیه کوو، چې په لومړيو کې د اړيکو له پاللو څخه ډډه وکړي، په دې ځای کې زموږ د زياترو دليل دا
وي، چې اړينه نه ده، يو کم عمره فرد دي هم ټولنيزې اړيکې  وپالې،
ځکه دا يې بې لارې کوي، او هم يې له سالمې روزنې څخه بې برخې کوي، خو بلې خوا ته آروا پوهان په دې
ټکي ټينګار کوي، چې يو انسان بايد د خپلې کورنۍ په
مرسته په کوچني عمر کې د لويانو د ځينو عادتونو د کرکټر په توګه ځان ښکاره کړي، د اروا پوهانو په آند ماشومانو ته د هغوي د عمر په لومړيو وختونو کې د کورنۍ لخوا په څه ډول تربيه ورکړل شي، نو دا تربيه يې د ژوند په راتلونکي اکثريت برخه کې رول لري، نو لازمه ده چې په خپلې ښې پاملرنې سره خپل ماشومان دې ته وهڅوو، چې د کورنۍ له غړو نیولو،
ګاونډيانو او ټولګيوالو… سره صميمي له خواخوږۍ ډکې اړيکې وپالې، زموږ دا ډول چلند ماشوم ژمن روزي، او په خپله ماشوم ځان ارزښتمن احساسوي، او په راتلونکي کې هڅه کوي، چې خپلې مسؤليتونه په ښه ډول وپېژني او ترسره يې کړي. د ټولنيزو اړيکو د پاللو په دې ټکي سربېره چې ټولنه
او وګړي يې هوساينه او پرمختګ تر لاسه کوي، يو بل
مهم ټکی دا دی، چې ټولنيزي اړيکي يو فرد په ژوند او
شخصیت خورا ډېر مثبت اغېز ښيندي، اروا پوهان چې زياتره هغه کسان چې نه غواړي په ژوند کې له نورو خلکو سره روابط ولري، او په خپل یوازیتوب ټينګار کوي، دا د ډول افراد د نورو په پرتله لږ عمر کوي، او دوي په ژوند کې د هغو په پرتله چې ټولنيزو اړيکو ته
د اهميت په نظر ګوري، اندېښنې او ستونزې زياتې وي،
چې د ډېرو ستونزو لامل يې هم دا وي، چې دا ډول افراد زړه نه ښه کوي، تر څو ټولنيزې اړيکې وپالې، چې دې ګوښه توب د دوي په ژوند ناوړه اغېز کړی وي.

دا هم ولولئ:   سادیزم!

په هر حال ټولنيزي اړيکې په انساني ژوند کې يو شديد
ضرورت دی، چې پرې پوهيدل او پالل يې اړين دي، نو لازمه ده چې د دې اړيکو په ارزښت په علمي او زده کړیزو ځايونو کې بحث وشي، او تر وسې وسې دې هم کورنۍ /والدين خپلو ماشومانو ته د ټولنيزو اړيکو پاهميت، نقش او قدم اړينې او ضروري لارښوونې وکړئ.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*