نیوکې څنګه ومنو؟ / فرید قربان

فرید قربان

د ځان پوهولو، سمون راوستلو او د بل منلو یوه طریقه داده چې نیوکو ته غاړه کېږدو او خپلې نیمګړتیاوې ومنو. بې عیبه اوسیدل او له کمي پرته کار کول ګران آن ښایي ډېر کله ناممکن وي. له همدې امله اړ یو چې په ژوند کې نورو ته غوږ ونیسو او انتقاد منونکي واوسو.

که څه هم په ظاهر کې خلکو ته نیوکې کول منفي چاره ایسي خو په واقعیت کې دا کړنه د پرمختګ او اصلاح لپاره مثبت رول ادا کوي. خو باید ومنو چې ټولې نیوکې هم ګټورې او پرځای نه وي.

پوښتنه داده چې منفي نیوکې څنګه وپېژنو او څنګه مثبتې نیوکې ومنو؟

څو هغه موارد چې په دې برخه کې ګټور ثابتیدای شي، په لاندې ډول دي.

اول: د نیوکې کوونکي پېژندل

په یوه برخه کې نیوکې او پوښتنې کول په اړوند برخه کې لازمې پوهې او وړتیا ته اړتیا لري. هر څوک نشي کولی په هره برخه کې پوهه ولري او څوک نقد کړي. د یو ډاکټر لپاره چې له ادب سره یې سر وکار نه وي، شاید دا ورته ډېره سخته وي چې د یو شاعر د شعر هنري خواته ګوته ونیسي. د نقد کوونکي پېژندل راسره مرسته کوي څو له نیوکې سره څنګه برخورد وکړو.

د انتقاد کوونکي تر څنګ د هغه نیت او اراده هم معلومول بویه. سره لدې چې ډیری نیوکې د رغښت او سمون په موخه کیږي خو داسې کسان هم کم نه دي چې له نیوکو یې شاید موخه د نورو ټیټ راوستل، شرمول او زړه توري کول وي. کله، کله خو آن هڅونه د یو چا د بې لارۍ او بېځایه تشویق په پار کیږي نو بې له شکه چې له نیوکې خو په اسانه د نورو د توهین او احساساتي کیدو استفاده کیدای شي.

دا هم ولولئ:   د خوب ارواپوهنه (۱) برخه / سیال یوسفي

دوهم: دقیق ارزول

ډېر امکان شته چې موږ دې په لومړي ځل د چا له نیوکې هغسې برداشت ونکړو، د کوم هدف لپاره چې نیوکه کیږي. ددې لپاره چې ناسم پوهاوی ونشي، د نیوکو دقیق ارزولو ته اړتیا ده او دقیقه ارزونه هغه وخت اسانیږي چې د نیوکې اړوند لازمې پوښتنې وکړو، د انتقادي تفکر څخه په ګټې اخیستنې تحلیل ترسره کړو او بالاخره د لا زیاتې پوهې لپاره ډېره پلټنه کړو.

درېم: غوسه کنټرولول

هغوی چې په شخصیتي لحاظ قوي دي، ممکن د نورو نیوکې یې اسانه عصباني نشي کړای، ځکه دوی په خپل ځان باوري وي. خو په عام ډول اکثریت خلک په لومړیو کې نیوکې ته د یو ډول زیاتي او تیري په نظر ګوري. له همدې امله جدي او زر غبرګون ښیي او ډېر کله دغه غبرګون احساساتي او د غوسې پر بنسټ وي. په هره کچه چې یو انسان غوسه کیږي، په همدې انډول یې د قضاوت او تفاهم ځواک کمزوری کیږي. په انسان د نیوکې یو منفي اغیز د خفګان په ډول هغه وخت پریوزي چې بغیر له دلیله د غوسې ښکار شي.

موږ ته بویه چې نیوکه په سړه سینه وزغمو او هغه د تیري پرځای غنیمت وګڼو.

څلورم: نرم دریځ

ځیني کسان عادتاً یا هم په لوی لاس نه غواړي چې څوک دې یې کړنو ته ګوته ونیسي. دغه ډول کسان له اوله دفاعي دریځ خپلوي او د هرې نیوکې د رد لپاره دلایل تراشي. دا ډول چلند د سمون پر ځای ډېر کله د ګواښونو، شخړو او نا خوښه کړنو سبب شي. ددې لپاره چې د داسې کړنو مخه ونیول شي، پکار ده چې د باطن غږ واوریدل شي او له مثبت فکر او لید څخه ګته واخیستل. هغه څه چې یو مخې د منفي اوسیدو مخه نیسي او انسان ته له نیوکو څخه د سمې ګټې اخیستنې موقع برابروي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*