ریاضي څنګه تدریس کړو؟ / عبدالغفار فضلي

عبدالغفار فضلي

داسې ډیر میتودونه شته چې له هغو څخه په ګټې اخیستنې سره کولی شو چې زده کوونکو ته د ریاضي جذابیت او ارزښت وروښیو. د همدې هدف د ترلاسه کولو لپاره باید داسې میتود او وسایلو څخه ګټه واخیستل شي چې د زده کوونکي په ذهن کې یوه مثبته انګیزه تولید شي چې په پایله کې زده کوونکي پر ځان باور، له ریاضي سره علاقه او په ورځني ژوند کې د ریاضي استعمالول زده کوي.
زموږ په ټولنه کې یو بد دود دا هم دی چې ماشوم ته نه یوازې دا چې د پوښتنې ځواب په ورین تندي نه ورکوو بلکې د پوښتنې کولو حق مو هم ترې اخیستی. چې همدې ناوړه دود د کلونو راهیسې زموږ په ټولنه کې د خلکو په ذهنیت کې وده کړې. چې بدمرغه په علمي ځایونو کې هم له همدې بد مروج میتود څخه ګټه اخیستل کیږي.

د ښوونځیو اصول صنفي او ابتدایې ټولګیو ته تل د ادارې لخوا داسې ښوونکي معرفي کیږي چې جسماً ډیر کمزوري وي او د تقاعد لپاره ورځې شماري. حوصله یې صفر او نویو میتودونو سره یې بیخي علاقه نه ښيي. چې له همدې ځایه د پوهنې زوال شروع کیږي. او بلاخره تر دولسم ټولګي یې املا او انشا‌ء سمه نشي.

یو ښوونکي ته په خپل مسلک بشپړ حاکمیت تر څنګ د تدریس له مختلفو میتودونو څخه ګټه اخیستل ډیر اړین دي. هڅه مې کړې چې د ریاضي د مؤثر تدریس په اړه مختلف میتودونه او تخنیکونه را ټول کړم، هېله ده چې ویې لولئ او د ریاضي د تدریس په جریان کې ترې استفاده وکړئ .

دا هم ولولئ:   ګوبلز او د لویو دروغو تیوري / فرید قربان

اول: ریاضي ارزښت او د ریاضي استعمال په ورځني ژوند کې ور وښایاست

له جمع، تفریق، ضرب، تقسیم، کسر، نسبت، تناسب… څخه تر اقتصاد، انجینري، کمپیوټرساینس… او د ژوند په هرې برخه کې، هر څومره چې کولی شی په ساده ډول ورته د ریاضي ارزښت او په ورځني ژوند کې د ریاضي استعمال وښایاست.

دویم: ورځني مثالونه ورکړئ

د مثال په ډول: که زده کوونکو ته د جمع په موضوع کې کار کوئ نو مستقیمً د تختې پر مخ 6+4=10 مه لیکئ. بلکې له زده کوونکو وپوښتئ چې:
که کرکټ لوبه کوی په لومړي بال څلوریزه ووهی او په دوهم بال شپږیزه ووهی نو ټولې څو منډې شوې؟
همداسې نور مثالونه ورکړئ. چې په دې سره به ماشومان هم ریاضي استعمال په ورځني ژوند کې ومني او هم به له ټولګي د باندې له ریاضې سره یو ډول اړیکه کې پاتې شي.

دریم: زده کوونکي تشویق کړئ

د هر عمر لرونکي کسان تشویق او ملاتړ ته اړتیا لري په ځانګړي ډول کم عمر لرونکي ماشومان. مادي او معنوي تشویق دوی ته د لا ښه کار کولو وړتیا ورکوي او پر ځان باور ورزیاتوي.
که له زده کوونکو یوه پوښتنه وکړئ، سم ځواب یې درکړ. افرین، شاباس، څومره ښه، یو چکچک ورته وکړئ… په مختلف ډول یې وهڅوئ. او که ځواب یې سم نه و، تهدیدوه یې مه. بلکې ورته ووایه چې ځواب د بد نه دی، کوښښ وکړه… خو سم ځواب په سم ډول وروښایست.

څلورم: د امکان په صورت کې له لاسي شیانو، انځورونو او ویډیوګانو څخه استفاده وکړئ

دا هم ولولئ:   د روژې مبارکې میاشتې فضیلتونه / مینا نور

زده کوونکي د اوریدلو( لکچر میتود) له لارې 13% زده کړه کوي خو د لیدلو له لارې بیا 75% زده کړه کولی شي. نو د تدریس په برخه کې د لاسي شیانو، انځورونو او ویډیوګانو استعمال تاسو سره د درس هدف په روښانه کولو کې پوره مرسته کوي او هم زده کوونکي په کم وخت کې ډیر څه زده کولی شي. په دې حالت کې د زده کوونکو تمرکز زیات وي او تر ډیره به د ستړیا احساس ونه کړي.

پنځم: زده کوونکو ته د ګروپي کار اجازه ورکړئ

ریاضي یو داسې مضمون دی چې یوازې په لوستلو او یادولو سره نه زده کیږي، دا مضمون ډیر فکر او کار ته اړتیا لري. ځینې زده کوونکي له ښوونکي پوښتنې نه شي کولی خو په ګروپي کار کې یې له ټولګیوالو څخه پوښتي او زده کوي یې. د ګروپي کار یوه ګټه داده چې زده کوونکي یو مشکل ته په ګډه حل پیدا کوي چې ګروپي کار زده کوونکو انتقادي تفکر، استدلال او یو او بل سره همکارې ته هڅوي.

شپږم: د تدریس پر وخت د ټولګي کمزوري شاګردان په نظر کې نیسئ

ډیری وخت ښوونکی په ټولګي کې د لومړي قطار لپاره تدریس کوي نور زده کوونکي لکه نندارچیان ناست وي. باید ښوونکی د تدریس په جریان کې کمزوري زده کوونکي هم په نظر کې ونیسي. او هره موضوع په داسې ډول تدریس کړي چې هر یو زده کوونکی ځان محاطب وګڼي. تر څو هر یو زده کوونکی بیل، بیل د مسؤلیت احساس وکړي. په ټولګي ټول زده کوونکي نه یو شان استعداد لري او نه یو شان په ټولګي کې فعال وي.

دا هم ولولئ:   ملي پارک،پيژندنه او ګټې يې / جاوېد کریمي

اووم: هر درس ته د زده کوونکې له زاویې وګورئ

هره موضوع په داسې ډول تحلیل، تجزیه او تشریح کړئ چې د هرې سویې زده کوونکو لپاره اسانه وي. مرحله په مرحله کار وکړئ. یعنې فرض کړئ که تاسو زده کوونکی یاست، له ښوونکي مو د کوم ډول تدریس هیله لرله؟ کومې پوښتنې به دې له ښوونکي پوښتلې؟ همدې پوښتنو ته مو په حوصلې سره ځواب پیدا کړئ.

اتم: د درس ارزیابي وکړئ

د درس د ارزیابي لپاره اونیز او میاشتنی پلان جوړ کړئ. ازموینه واخلئ. که درس مو مثبته پایله لرله. ډیره ښه ده. او که پایله یې د ستا په زړه نه وه، میتود بدل کړه. او لا ډیر کار وکړه.
نوټ: که څه هم په دولتي ښوونځیو کې میتودونو عملي کول د زده کوونکو د شمیر زیاتوالي له وجې یو څه مشکل وي، خو موږ هر یو د خپلو ماشومانو مسؤل یو چې د ژوند په هرې برخې کې ورسره همکاري وکړو.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*