په ټولنیزو رسنیو روږدیتوب یا “Social Media Addiction “

ب. اتل

ټولنیزې رسنۍ نن سبا زموږ د ژوند مهمه برخه جوړوي او د ګټو سره سره زیات زیانونه هم لري چې تاسې ټول به یې حتمن له ګټو او زیانونو خبر یاست خو یوه مهمه موضوع هغه پر ټولنیزو رسنیو روږدیتوب او له حده زیاته کارونه یې ده.
یو ځای مې یو ریسرچ لوستلو وای د ټولنیزو رسنیو د اعتیاد په وخت کې کټ مټ لکه د نشه یي توکو د استعمال په شان د انسان په بدن کې د ډوپامین هورمون افزاریږي چې د انسان په مغزو کې لنډ مهالې خوښي رامنځته کوي یعنې کله چ یو کس فیسبوک یا نورو پلټ فارمونو ته راځي یا پکې انځورونه او ویډیوګانې نشروي نو لکه څنګه چې یو نشه یي نشه وکړي نو دا هورمون یې افزاریږي د دوئ هم دا رقم د ډوپامین هورمون افزاریږي.”
البته دا یو ریسرچ وو دا چ څومره رښتیا ده عصبي متخصصینونو او اروا پوهانو ته یې مالومات شته.
اوس پوښته دا ده چ څنګه کولای شو چې دا روږدیتوب او عادت له منځه یوسو؟
تقریباء تېرو ۲۰ ورځو کې پر فیسبوک نه وم تر څو مالوم کړم چې دا روږدیتوب له منځه وړل کیږي که نه؟ او دا طریقي تر څومره ګټورې دي؟
نو بلکل کار یې ورکړو. نو
د لاندې لارښونو په عملیي کولو به ان شاءالله ستاسې د ټولنیزو رسنیو د کارولو میزان برابر شي.
۱:د نوټفکیشن یا خبرتیاوو بندول: که ستاسې تلیفون ته نوتفکشن راشي نو حتمن ذهن مو دا لیوالتیا پیدا کوي چې هغه وګورئ چې چا درته کوم پیغام پريښی یا بل څه، ددد نو دا ددې لامل کیږي چ تاسې ساعتونه په انلاین نړئ کې مصروف شئ.

دا هم ولولئ:   د ټولنيزو او انټرنټي پاڼو استعمال څنګه محدود او کم کړو؟ / ارمان مهربان

د بندولو لپاره یې پر اپلکیشن یو ۳ ثانیې ګوته ونیسئ App info ته لاړ شئ او له هغه ځایه یې آف کړئ نور به درته دا نه راځي بس چې کله اوزګار وئ نو مسنجر،واټسپ او نور مو چېک کوئ.

۲: د سکرین ټایم مو کنټرول کړئ

هر څه چې په یو حد یا توازن کې وي زموږ لپاره غوره دي؛ په هر حال تاسې کولای شئ خپل د موبایل د سکرین ټایم محدود کړئ.
مثلاء تاسې وایئ چې زه د ورځې یو ساعت فیسبوک کاروم چې په اونۍ کې اووه ساعته کیږي کله چې د ورځې یو ساعت پوره شو نور نو ستاسې د فیسبوک آپ بندیږي او درته وایي چې یو ساعت مو پوره شو. دا کار ستاسې په موبایلونو کې کیږي او که نه کیدلو د screen time limit په نوم سرچ وکئ پلې/آپ سټور کې او ډانلوډ یې کړئ.

۳: له خپلو ملګرو او کورنۍ سره مو وخت تېر کړئ: پدې پوه شئ چې موږ کورنۍ،ملګري او حقیقي ژوند لرو لږ له مجازه را ووځئ او دوۍ ته وخت ورکړئ تر څو د ژوند په مانا او خوند پوه شئ اکثریت چې ملګري چکر ته ولاړ شي تر هر څه ورته مهم انځور اخیستل وي خو که کله درسره داسې شوي وي چې چکر خلاص شوی وي او انځور ته مو پام شوی هم نه وي نو حتمن به مو له هغه چکره خوند اخستی وي.

۴: یو آفلاین شوق یا هابي پیدا کړئ
مثلاء د خپلې خوښې وړ ورزش شروع کړئ، د ذوق مطالعه وکړئ، د کور په کارونو کې مرسته وکړئ، لیکنه وکړئ،احساسات مو ولیکئ او بل هر هغه کار چې تاسې ته خوښي درکوي ترسره یې کړئ دا ډېر بهتر دي لدې چې بې ځایه سکرولېنګ کوئ.

دا هم ولولئ:   د ځېګر د ناروغو پېژندنه، د خطر فکتورنه او تداوي/ دوکتور سید راحت الله حیدري

۵: ټولنیزې رسنۍ د یو انعام په ډول وکاروئ
موږ ټول دا خوښوو چې د یو ښه کار په اخر کې دې انعام راکړل شئ او تشویق دې شوو، نو ټولینزې رسنۍ هم همداسې وکاروئ د بیلګې په ډول یو تن وایي چې زه یو ساعت مسلسل کار کوم یا مطالعه کوم بیا لس دقیقې سوشل میډیا استفاده کوم .
نو هم به کار شوی وي او هم به مو ټولنیزې رسنۍ کارولې وي
۶: کله چې ویده کیږئ یا د خوب ځای ته ځئ نور مو نو ټلیفون له ځان نه لرې کړئ ځکه که چېرته مو د وروستي ځل کتلو لپاره راوخیست نو شاید بیا پکې مصروف شئ او حتا خوب مو هم خراب شي.

۷: کوم اپلیکشنونه چې نه استعمالوئ ډیلیټ یې کړئ
که د ټولنیزو رسنیو مختلف پلټفارمونه کاروئ لکه فیسبوک،واټسپ،ټیک ټاک،انسټګرام او نور …
او انسټګرام مو تېر دوو هفتو کې نه وي کارولي نو هغه ډیلیټ کړئ ځکه که چېرې له هغه کوم نوټفکیشن راشي نو بیا ورسره عادت کیږی.

۸:ساده موبایل واخلئ
د سمارټ موبایل پر ځای د زنګ لپاره ساده موبایل وکاروئ او سمارټ تلیفون مو ډېر وخت ځان سره مه ګرځوئ.

۹: ټولنیزي رسنۍ په مکمل ډول پرېږدئ
پورته ټولې لارښوونې ددې لپاره وې چې څنګه د ټولنیزو رسنیو استعمال محدود یا کنټرول کړو خو که کار یې ورنکړو نو په مکمل ډول یې بند او ټول ډیلیټ کړئ د یو څه وخت وروسته به بېرته عادي شئ او له حقیقي ژونده به خوند واخلئ.

*او دا ډېره مهمه مسلۀ ده په نوره نړۍ کې د سوشل میډیا د اډیکشن د له منځه وړلو لپاره میډیکل سنټرونه شته او خلک پکې تداویي کیږي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*