څنګه خپله غوسه کمه کړو؟ / سميع الله ريحان

لیکنه: سميع الله ريحان

د غوسې د کمېدو په خاطر خو زه داسې نظر لرم چې بايد کمه يې نکړو،بلکې دا به ووايم؛غوسه چې په کومه کچه راتله په کومه اندازه چی وه،په همغه مقدار يې وباسو يا خالي يې کړو

يعنې يوه ذره غوسه هم درونريزه نکړو،يوه ذره غوسه هم شاته ونه ليږو ځکه هلته ريښي کوي،سپړيږي،او لا هم ډيريږي.

او هلته نور رنګونه پيدا کوي مثلآ د حسادت رنګ پيدا کوي ،د تعصب رنګ پيدا کوي،د تنګ نظرئ رنګ پيدا کوي او په نورو اروايي ستونزو بدليږي.

يعنې ويلی شم چې هر څومره غوسه درته راغله په همغه اندازه يې شاته اچوه،ځان ترې خلاصوه او څنډه يې.

اما شايد تاسو ته پوښتنه پيدا شوي وي چې څنګه ځان ترې خلاص کړو؟څنګه يې وڅنډو او خالي يې کړو؟

دا چې انسان احساسات لري،هيجانونه لري او په خپل وجود کې ځينې خاص حالتونه لري  او ددغو حالتونو او وضعيتونو په راپيدا کېدو او جوړيدو  کې د  ګڼو مسايلو او ټکرونو سره مخامخ کيږي.

نو دا چې خپل ناسم احساسات او د غوسې په حالت کې خپل ځان څه ډول کنټرول کړو يو څو مهم موارد درسره شريکوم،او باوري يم که په ښه ډول يې عملي کړئ ډيره زياته مرسته درسره کولی شي.

لومړی مورد:کله چې تاسو له داسې يو حالت سره مخ شوئ نو خپل احساسات مو په ښه ډول پرته له ضرره؛پرته له خطره او پرته د يو جنجال له جوړولو نه خالي کړئ او هر هغه احساس چې ته يې لرې او يا دي پيدا کړ په ډير ښه ډول او په ښه طريقه يې څرګند کړه.

دا هم ولولئ:   اصل خوښي په څه شي کې ده؟ / ژباړه: میراحمد یاد

دوهم مورد چې زياته مرسته درسره کولی شي هغه په حساسه شيبه کې په عاجل او اضطراري وخت کې د ځینو ګامونو اخيستل دي.

که څه هم په ناببره حالاتو کې انسان سمه پريکړه نشي کولی خو که کله کله په يوه ډيره سخته او ترينګلي فضا کې هم ښکيل شوئ نو کوشش وکړئ ژوره ساه واخلئ…

يعنې سره له دې چې توصیه دا ده چې خپل احساسات بې خطره ابراز کړئ تر خوا يې که ابراز نکړئ هم نو ژوره ساه واخلئ.

د ژورې ساه په اخيستلو،او د‌ غوسې په کنټرولولو کې تاسو کولی شئ له دې اروايي تکنيک څخه هم ګټه واخلئ.

تکنيک داسې ده چې:لومړی خپل چپ لاسه مو په خيټه کيږدئ او ښی لاس مو په سينه کيږدئ

په پوزه باندې شپږ ثانيې ساه واخلئ دوه ثانيې يی وساتئ او په څلورو ثانيو کې په ډير ارامه په خوله خالي کړئ.

کله چې تاسو ساه اخيستله په خيټه فشار راوړئ او کله مو چې ساه خالي کوله په سينه فشار راوړئ.

اما د ساه اخيستل بايد ډير په ژور انداز وي او کوشش وکړئ چې ډيره ژوره ساه واخلئ چې ډير راحت شئ او داسې احساس وکړئ لکه د بدن هر غړي ته چې ساه ورکوئ،يا د بدن هر غړي ته مو اکسيجن رسوئ.

وروستی مورد دا چې په دې فکر وکړئ چې د غوسې علت مو څه ده؟

دا ډير مهم مورد ده چې تاسو راشئ له ځانه وپوښتئ چې زه ولې په غوسه يم؟

زه ولې تشويشي يم؟زه ولي انديښمن يم؟هغه څه دي چې ما غوسې ته هڅوي؟

دا هم ولولئ:   که یو بل درک کړئ د خوښۍ ژوند به وکړئ / عطاالله صافی

زما فرق نورو انسانانو ته څه ده؟ زه ولې له نورو ډير غوسه کېږم ؟

اوس کيدايشي تاسو ته پوښتنه پيدا شي چې دا مورد څه کولی شي او ولې داسې وکم يعنې د علت پيدا کول يې څه مرسته راسره کولی شي.

ګورئ دا ډيره سخته مسئله نده چې تاسو د خپلې غوسې علت پيدا کړئ،ځکه علت يې کيدايشي ستا ډيره توقع وي.

علت يې کيدايشي ستا خپله ستونزه وي،کيدايشی خپل مهال ويش ونلري.

علت يې کيدايشي ستا اينده ته تشويش وي؛

کيدايشي په خپل وخت کارونه نه ترسره کوې يا درس په‌ خپل وخت نه وايې؛

کيدايشی خوب دي نه وي پوره،کيدايشی خراب ملګري ولرې

کيدايشي نشه يي توکې وکاروې.

نو د علت په پيدا کولو کې ددې پوښتنو مطرح کول د سره پوره همکاري کولی شي.

له دې وروسته مو چې ټولې پوښتنې له ځان څخه مطرح کړلې نو له ځان سره يې وسنجوه،په‌خپل ذهن کې دا تحليل کړه چې مشکل په کوم ځاې کې ده او زه ولې غوسه کيږم؟.

يعنې له دې وروسته ته خپله د خپل مشکل جرړه او ريښه پيدا کولی شې

چورت ووهه او فکر پرې وکړه چې هغه څه دي چې تا غوسې ته هڅوي.

کله دي چې د مشکل جرړه او ريښه،پيدا کړه نو ژر تر ژره اقدام وکړه او مشکل دي حل کړه.

ځکه مونږ ځکه په ډيرو سختو ستونزو کې ښکيل کيږو،ځکه ډير زيات په مشکلاتو کې ډوب يو چې ژر اقدام نکوو.

څه چې غواړو حل يې کړو يوازې یې په ذهن کې د خيال په توګه انځوروو،خو عمل نکوو.

دا هم ولولئ:   د خوب ارواپوهنه (۳)مه او وروستۍ برخه / سیال یوسفي

حال دا چې که غواړئ خپل کوچني او غټ ټول مشکلات مو په سمه توګه،په کم وخت کې او ژر تر ژره حل شي نو بايد خپلو فکرونو ته د عمل جامه ور واغوندئ.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*