په کارځای کې د ښه چلند لارښوونې (دویمه برخه) / ژباړه: احمد طارق خلیلي

لیکنه: بهار رضاجو / ژباړن: احمد طارق خلیلي

. د ښه کارمند جوړېدل/اوسېدل

د ځان لپاره لنډ مهاله کاري اهداف وټاکئ که تاسو غواړئ یو ښه کارمند اوسئ نو تاسو ته اړینه ده چې خپله دنده په ښه توګه ترسره کړئ او په خپله دنده کې پرمختګ/ پېشرفت وکړئ په خپل کار کې لنډ مهاله شخصي اهداف وټاکئ د کار له پیل څخه څو ورځې وروسته د ځان لپاره هدف وټاکئ ترڅو تاسو دې ته متوجه شئ چې ما کوم ځای هدف ټاکلی او د رسېدو لپاره یې څومره هڅه کوم؟ او کومو شیانو/کړنو ته اړتیا/ضرورت دی چې هدف ته مې ورسوي؟

د مثال په توګه، که تاسو په پخلنځي کې کار کوئ، د میاشتې په پای کې تاسو کولی شئ یو هدف وټاکئ چې د هر ډول سینڈوچ جوړولو لپاره لارښوونې په یاد ولرئ او د مرستې لپاره سکرین/ځیرک موبایل لږ وکاروئ یا د بېلګې په توګه بشقابونه/پلیټونه د بل کارګر په پرتله ګړندي/ژر راټول کړئ.

د کار په لومړیو اونیو کې د خپل کار کیفیت ته ډېر پام وکړئ او بیا د خپل کار مؤثریت زیات کړئ د مثال په توګه په پخلنځي کې لومړی په دې هڅه کې اوسئ چې سینڈوچ څنګه خوندور جوړ کړم؟ بیا په دې فکر وکړئ چې څنګه یې ژر/چټک چمتو کړم؟

۸. په خپل کار کې رېښتیني اوسئ

یو ښه کارمند رضاکار دی او په لېوالتیا سره دندې مني که تاسو غواړئ چې د یو باوري کارمند په توګه وپېژندل شئ د هغه کار/څه لپاره لېوالتیا ښکاره کړئ چې باید ترسره شي.

خپل حدود/لېمټ وپېژنئ دا مسله په ځانګړې توګه د وخت په مدیریت کې خورا مهمه ده د مثال په توګه که تاسو د نن ورځې په پای کې یوازې ۱۰ مسؤلیتونه منلی شئ، نو د بل شخص لپاره داوطلب کار باید وه نه کړئ ځینې ​​​​وختونه تاسو اړتیا لرئ چې یو څه ډېر محتاط اوسئ که یو همکار له تاسو څخه د داسې کار کولو غوښتنه وکړي چې تاسو یې په اړه ډاډه نه یاست او نه یې شئ ترسره کولای نو د هغه کار لپاره بیا زړه مه ښه کوئ مهربانه اوسئ او د اړتیا په صورت کې له خپل کارمند سره مرسته وکړئ او خپله هم د اړتیا په صورت کې ترې د مرستې غوښتنه وکړئ.

دا هم ولولئ:   ماموريت‌ که‌ تجارت؟ سمسور خاکسار

۹. سر مو ښکته کړئ او خپل کار ته متوجه/ځیر اوسئ

ښه کارمندان خپل سر ټیټوي او خپل کار پیلوي په کار کې خپلې وړتیاوې وښایاست او په هغه څه تمرکز وکړئ چې تاسو یې کولو ته اړتیا لرئ خپل وخت د نورو په کارونو مه لګوئ هغوی پرېږدئ چې خپل کار وکړي. دا په یاد ولرئ چې له کارمندانو سره ښه چلند او مرسته سره توپیر لري. نو هڅه وکړئ چې په کار کې د ډېرو خبرو کولو څخه ډډه وکړئ او په کار کې د هغو خلکو سره له یوځای کېدو څخه ځان لرې وساتئ چې هغه هڅه کوي تاسو له خپلو مسؤلیتونو څخه لرې/ګوښه ساتي/کوي. یوازې په خپل کار تمرکز وکړئ او د نورو په اړه اندېښنه کول ستاسو مسؤلیت نه دی یوازې مشوره ورسره کولای شي.

۱۰. فعال اوسئ

ځینې ​​​​وختونه تاسو باید کارونه یوازې د دې لپاره ترسره کړئ چې تاسو یو ښه او ډیر خوندور کاري ځای/چاپېریال لرئ نه دا چې تاسو به یو ښه کارمند یاست. د مثال په توګه که تاسو په فرش باندې کثافت ته فکر شي او دا ستاسو دنده هم نه وي چې هغه پورته کړئ نو د دې پر ځای چې مسؤل شخص ته غږ وکړئ تاسو هم کولی شئ چې دا پخپله پورته کړئ او په کثافت دانۍ کې یې وغورځوئ.

۱۱. له نویو/تازه نظرونو/فکرونو سره راشئ

کله چې تاسو خپل کورنی کار سرته ورسوئ او په دې پوهېږئ چې لاهم وخت لرم تاسو کولی شئ د شرکت او یا هرچېرې چې تاسو کار کوئ کولی شئ چې ښه نظریات وړاندې کړئ. ښه کارمندان هغه دي چې د کار یا کاري چاپېریال د ښه کولو لپاره نوی نظریات/پلانونه وړاندې کړي.

دا هم ولولئ:   څنګه کولای شو د کار ځای اړوند سټرس مدیریت کړو؟_ سید منصور سادات

تاسو کولای شئ چې وخت په وخت، د یو کار کوونکي په صفت سره هغه نظرونه له خپل اړونده مشر سره شریک کړئ چې ستاسو ذهن ته راځي او دغه نظر په ۵ دقیقو کې پلي کېدای شي نور پرته له کوم ځنډ څخه یې ورته ووایئ.

تر ټولو غوره خبره دا ده چې دا نظرونه په عامه غونډو کې مطرح نه شي/کړئ.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*