ماموريت‌ که‌ تجارت؟ سمسور خاکسار

لیکنه: سمسور خاکسار

د تجارت اړوند مې اوريدلي، چې تجارت ته دعا شوې، هغه ځکه چې د ماموريت په نسبت د دنيا ۹۹ سلنه ګټه په تجارت يا پخپل شخصيکاروبار کې ده. ددې خبرې په تاييد امام حسن البنا هم وايي چې د رزق تر ټولو کوچنۍ دروازه ماموريت او تر ټولو لويه دروازه يېشخصي کاروبار ده. همدارنګه مې يو بل ځای لوستي وو، چې د فقر او هغه چا ترمنځ چې د معاش په بدل کار کوي يواځې يو قدم واټندی، که معاش يې و، نو د ژوند چارې به يې روانې وي، خو که معاش يې بند/ تاخير شو، نو بيا فقير دی. يو بل روايت دی چې پخپلکاروبار کې سړی هر وخت شتمن وي، خو په معاش کارکوونکی يواځې د مياشتې په پای کې د څو ورځو لپاره. هدف دا نده، چېماموريت يا نورو سره د مياشتنۍ اجورې په بدل کار کول درست کار ندی، بلکې ددې څخه موخه دا ده، چې د ماموريت او نورو رسميچارو ترڅنګ بايد يو وړوکی/متوسط شخصي کار و بار هم ولرو، که د رسمي چارو په برخه کې د مالي عرصې پاتې راځو، نو د ورځنيژوند د مالي چارو د بهبود په پار به مو پخپل شخصي کاروبار تکيه وي.

دا هم بايد په ياد ولرو، هېڅ دولت نشي کولی چې خپل ټول وګړي په دندو وګماري، نو عرض دا دی چې پخپله کوچنيو کاروبارونو تهمخه کړئ، هم ځان او هم نورو ته د خير او ګټې سبب شئ.

دا هم ولولئ:   زده‌کړې، کاروبار که دنده؟/ میراحمد یاد

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*