په کارځای کې د ښه چلند لارښوونې (درېیمه او وروستۍ برخه) / ژباړه: احمد طارق خلیلي

احمد طارق خلیلي

۱۲. ښه رویه/چلند کول

د خپل ځان لپاره اوږدمهاله کاري اهداف وټاکئ

کله چې تاسو دې مرحلې ته ورسیږئ، په همدې وخت کې د ځان لپاره اوږد مهاله سوداګریز اهداف وټاکئ له ځانه سره فکر وکړئ چې په راتلونکو پنځو یا لسو کلونو کې به چېرته/مقام اوسم؟ زما اوسنۍ دنده څنګه زما د اهدافو په ترلاسه کولو کې مرسته کولی شي؟ په خپل کار کې روښانه او د لاسته راوړلو وړ اهداف وټاکئ او د ترلاسه کولو لپاره یې سخت کار وکړئ.

په دې پوهېدل چې ستاسو دنده څنګه ستاسو په ژوند کې ستاسو د وروستي اهدافو سره تړاو لري تاسو ته باور درکوي او تاسو کولی شئ د خپل ځان او مسلک د پرمختګ په اړه د هڅونې سره فکر وکړئ. د هغه څه لیست جوړ کړئ چې تاسو یې د ترلاسه کولو هڅه کوئ. هغه شیان یادښت کړئ چې تاسو یې اوس مهال ترسره کوئ چې تاسو سره ستاسو د اهدافو سره مخ په وړاندې تګ کې مرسته کولی شي؟ په یاد ولرئ چې یوازې د خپلو شخصي اهدافو په اړه فکر مه کوئ په کوم ځای چې تاسو کار کوئ د هغو اهدافو لپاره هم کار کول مهم دي او په حقیقت کې باید تاسو د کار ځای اهدافو ته لومړیتوب ورکړئ.

۱۳. د خپلو ښو همکارانو ستاینه/صفت وکړئ

کارمندان د کارمندانو ستاینه کوي همدوی دي چې د خپلو همکارانو ملاتړ کوي کله چې تاسو سخت کار کوئ او د خپل کاري ځای په پرمختګ کې د ونډې اخېستو هڅه کوئ نو تاسو به یو څه د خپلو کارمند لخوا باوري یاست دا فیچر د هغو همکارانو سره د مرستې لپاره وکاروئ چې د ستاینې وړ دي. که ستاسو همکاران د بل همکار سره ټوکې کوي یا نیوکه کوي د هغوی سره وخت مه ضایع کوئ. د یو چا په وړاندې د یوې ډلې جوړول اسانه دي، مګر دا یو زهرجن کاري چاپېریال او کاري کلتور رامنځته کوي په داسې فعالیتونو کې هېڅکله برخه مه اخلئ.

دا هم ولولئ:   ناکام خلک څنګه کامیاب شول؟

که تاسو په خپل کار ځای کې د موقف ترلاسه کولو لپاره کوم نامناسب کار کوئ، تاسو ممکن په لنډ وخت کې خپل هدف ترلاسه کړئ، خو تاسو به هغه په اوږد مهاله اهدافو کې له لاسه ورکړئ. د خپلو همکارانو سره د نامناسبو اړیکو جوړولو پر ځای کارمند ته اجازه ورکړئ چې ستاسو د کار او مهارتونو په شخصي توګه ارزولو کې ستاسو لپاره یو ډېر مناسب موقف په پام کې ونیسي.

۱۴. د هغه څه لپاره چې تاسو یې کوئ دلیل پیدا کړئ کارګمارونکي هغه کارمندانو ته ارزښت ورکوي چې د دوی د کار په اړه لېوالتیا لري. که تاسو د یو کار کولو په اړه لېواله یاست چې تاسو یې کولی شئ تاسو به خامخا دا په لېوالتیا سره ترسره کړئ. مګر که تاسو یوازې د معاش لپاره یو څه کوئ او تاسو یې په اړه لېواله نه یاست نو دا ممکن یو څه ستونزمن وي چې دا په لېوالتیا سره ترسره کړئ. هڅه او هاند وکړئ چې د خپل کار مثبت اړخونه ومومئ/پیدا کړئ ترڅو تاسو نور هم لېواله کړي/وښایئ.

د هغو امکاناتو په اړه فکر وکړئ چې ستاسو په دنده کې تاسو ته درکول کېږي او وګورئ چې کوم یو ستاسو اړتیاوې پوره کوي. د مثال په توګه، که تاسو د خپلې کورنۍ د ملاتړ لپاره کار کوئ یا د خپلې زده کړو لپاره پیسې ورکوئ، نو دا په یاد ولرئ چې ستاسو په کار کې دوی په مستقیمه توګه اغېزه لري. په دې فکر سره به تاسو یقیناً د کار لپاره ډېره لېوالتیا ولرئ.

دا هم ولولئ:   د ځان درناوی به څنګه کوو؟؛ ځان درناوی مو پرځان باور زیاتوي!

۱۵. له هر کارکوونکي سره په عزت او درناوي چلند وکړئ

که ستاسو په کار ځای کې داسې همکاران موجود وي چې د خبرو اترو او تعامل له اړخه یو څه نیمګړي وي نو له هغوی سره بد چلند مه کوئ دا په غیر شعوري ډول ستاسو په کار ځای کې ستاسو د مسلک په فرصتونو اغېزه کوي په یاد ولرئ چې ستاسو همکاران ستاسو په څېر په ډېر احتیاط سره استخدام شوي دي نو که تاسو دوی ته ترخه خبره/سپکاوی کوئ نو تاسو د خپل کارمند احساسات له پامه غورځولي دي او په حقیقت کې یې سپکاوی/شرمنده کوئ.

*په کار کې د خپلې لومړۍ ورځې یادونه له موږ سره شریکه کړئ.

پای

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*