کېچ ښه کېچ و، خو غاښونه یې مات کړل

کریکټ

د لنکا پریمیر لیګ تجارتي سیالیو کې سریلنکايي ال رونډر (چمیکا کورنارتنې) ډېر ښاېسته کېچ ونیوه، خو خپل څلور غاښونه یې هم پرې مات کړل چې بیا روغتون ته ولېږدول شو.

نن په لنکا لیګ د (کینډي فیلکنز) او (گال گلیډیټرز) ټیمونو لوبه وه چې د (کینډي فیلکنز) بېټسمین لوړ شاټ واهه، بال تر ډېره په هوا او چمیکا کورنارتنې یې د نیولو لپاره منډه کړله، بال را ولوېده او دده په خوله ولګېده او څلور غاښونه یې مات شول.

په ویډيو کې ښکاري چې بال لاندې نور لوبغاړي هم و، خو دا یو دم په خوله لاس کېږدي او بیا یې له خولې وینې روانې شي.

جالبه دا ده چې له دې دومره قربانۍ سره بیا هم، لوبه مقابلې لوبډلې وګټله.

دا هم ولولئ:   د IPL2023 نېټې، ځایونه، بولي، قیمتونه او نور معلومات

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*