ټولنیز مسؤلیت / فرید قربان

فرید قربان

ډېر کله زموږ په ټولنیزو بحثونو کې اورو چې څوک دې چاته بد نه رسوي، خېر که ښه یې نه ور رسیږي. دغه خبره د معاصر ټولنیزتوب له تعریف او انساني هویت او ماهیت سره په ټکر کې ده. فقط پدې بسنه چې نورو ته باید بد ونه رسوو، له خپلو هغو ټولنیزو مسولیتونو څخه تېښته ده، چې له مخې یې باید له نورو سره ښه وکړو.

فرض کړه که هر فرد په ټولنه کې د اعمالو له رویه نا متحرک پاتې شي، د بل په درد ونه خوري او یا هم نورو ته ضرر ورسوي، ایا پدې ډول په انساني ژوند کې پرمختګ او هوساینه ممکن دي؟

اسلام که له یوې خوا انسان بل ته له ضرره منع کړی دی او ښه مسلمان یې هغه څوک بللی چې بل مسلمان یې له لاس او ژبې څخه په امن کې وي، خو له بلې خوا د ښه او کامل مسلمان معیار له نورو سره ښګېنه او لاسنیوی ګڼي. دا متل چې: «د مار دوستي داده، چې ومو نه چیچي» په ټولنیز ژوند کې یې تطبیق او د انسان په مصداق کې یې ویل منطقي نه دي. ځکه انسان نه مار دی او نه هم کوم بل وحشي حیوان چې امن ترې وغوښتل شي، بلکې انسان باید هغه ټولنیز ګټور او عاطفي موجود واوسي چې خپل همنوعه ته یې د شر پر ځای خېر ورسیږي. د فرانسې مشهور فیلسوف او د وجودیت فلسفې ستر پوه ژان پل سارتر باورمند و، چې انسان له پیدایښت وروسته د ژوند په مختلفو ساحو کې مختار، د انتخاب او واک څښتن دی. ”خو ددې لپاره چې ژوند ته مانا ورکړي، نو له مسولیته د تېښتې لپاره بهانه نلري“.

دا هم ولولئ:   ژوند یعنې څه ؟_عبدالاحد احدي

ځکه خو د هغه په نظر ”انسان په خپلواکۍ محکوم دی“ له ”خپلواکۍ“ وروسته د ”محکوم“ له کلمې موخه داده چې انسان باید د خپلې مختارۍ او خپلواکۍ په بنیاد مسولیتونه ومني.

” د انسان هره پریکړه یوازې د هغه لپاره نه ده، بلکې په مستقیم او غیر مستقیمه توګه د ټول انسانیت لپاره ده. انسان د خپلو پریکړو او انتخاب پرمټ نه یوازې خپل شخصیت تعریفوي، بلکې په ټولیزه توګه انسان هم تعریفوي. د هغه پریکړې پر نورو هم اغیز شیندي “ .

سارتر د انساني اختیار او واکمنۍ په قلمرو کې ټولنیزه مسولیت پذیري د خپلې فلسفې(وجودیت) د بشرپالنې اړخ بولي.

د بشرپالنې د مفهوم یو اړخ له هغې ګټې سره تړلی دی چې انسانان یې په ژوند کې یو بل ته په بېلابېلو شکلونو رسوي. استاد لېوال وایي:” تاسو حق نلرئ یوازې پدې خپل وجدان ارامه کړئ چې چاته مو بد نه رسیږي. تاسو پدې محکوم یاست چې نورو ته مو ((باید)) ګټه ورسیږي. د انسان د اختیار حوزه همدومره پراخه ده چې خپل ماهیت ((ګټور)) وټاکي“.

په ډېرو پښتني سیمو کې چې یو کس یا کورنۍ د کلي او سیمې له ټاکل شویو نرخونو او منل شویو اصولو سرغړونه وکړي، په ټولیز ډول د اړیکو او مرستې پریکون ورسره اعلانیږي. دغې چارې ته زموږ په سیمه کې (په وېړه ایستل یا شړل) ویل کیږي. دا کار ځکه کیږي چې سرغړونکي خپلو ټولنیزو مسولیتونو ته متوجې او اصولو ته ژمن کړي.

ستر فلیسوف او لیکوال ژان ژاک روسو په خپل مشهور اثر (ټولنیز تړون) کې له یادې مسلې سره په تړاو وایي چې د وګړو تر منځ ټولنیز تړون که له یوې خوا د یو وګړي ځینې حقونه خوندي کوي او رایې ته یې درناوی کیږي، نو له بلې خوا یو شمېر ازادۍ له لاسه ورکوي او مکلف کیږي، څو کړي تړون ته ژمن پاتې شي. دې اصل ته په پام، موږ چې په ټولنه کې ژوند کوو او د نورو له شتونه هوساینه مومو، نو پکار ده چې ټولنیز تقابل ومنو او د نورو پر وړاندې خپل مسولیتونه ادا کړو.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*