پاکستاني ځوان چې له ترکي مشهور سریال لوبغاړي سره ګڼکپي (ټګي) کړې وه، پولیسو ونیوه

پاکستاني ځوان چې له ترکي مشهور سریال لوبغاړي سره ګڼکپي (ټګي) کړې وه، پولیسو ونیوه

د پاکستان په لاهور ښار کې، د ټک ټار مشهور ځوان کاشف ضمیر په دې تور د پولیسو له لوري ونیول شو چې د ترکي ارطغرل (قیام) ډرامې له مرکزي لوبغاړي (اینګن التان) سره یې ټګي کړې وه.

کیسه دا ده چې دغه ځوان د ټېک ټاک په ویډیوګانو کې د سرو زرو زنځیرونه په غاړه کړي وو او ځان یې د چوهدري ګروپ شرکتونو مشرمعرفي کاوه.

دده په وینا یو کال مخکې ترکی ممثل پاکستان ته راغلی او له دې ګڼکپ ځوان سره یې د شرکتونو د اعلاناتو یو تړون لاسلیک کړی.

خو اوس یو کال وروسته معلومه شوه چې ددې هلک په غاړه ټول سره زر جعلي وو چې پولیسو نیولي او ده چې ترکي ممثل ته  ۹۰ میلیونهروپیو چیکونه ورکړي، هغه هم ټول جعلي ختلي دي.

دا هم ولولئ:   د رونالډو تقلید؛ کرینه کپور هم وایي چې خلک دې اوبه وڅښي

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*