د دمشق سوداګر (ناچاپ کتاب) – درېیمه برخه

ژباړه: پرمختګ ټیم

درېیم څپرکی

ژمی و او په زیتون غرونو یخنۍ چکونه لګول. د قدرون د تنګې درې له معبده د لوګي، عنبرو او وریتې غوښې بوی راوت او بیا په غره کې دپستې د ونې د کنډ له تروش بوی سره یو ځای کېده.

د غونډې په یوه لمن کې له کلي لږ رالاندې د پالمېرا سوداګریز کاروان اړولې وه. شپه پخه شوې وه او د مشهور دوکاندار ګران آس هم نورواښه نه خوړل او د وښوله  دیوال سره یې ډډه لګولې وه.

چوپتیا خپره وه، له خېمو ورهاخوا د زیتونو له څلورو زړو ونو بوټي داسې را تاو شوي وو چې څلور کونجه شپول یې ساز کړی و، په دېشپول کې کچرې او اوښان سره راټول شوي وو، د یو بل له تنه یې تودوخه اخیسته. دوه تنه څوکيدارانو مالونو ته نږدې پهره کوله اوګرځېدل. د دوی ترڅنګ د لويې وړینې خیمې په دیوال یو اوږد سیوری خوځېده را خوځېده. په خیمه کې لوړ دنګ سړي قدمونه وهل اوسترګې یې په هغه هلک خښې کړې وې چې په دروازه کې په زنګنونو ناست و.

ورته یې وویل:

حفیظه، ته ما تل خپل ګڼلی یې، زه ستا دې عجیبه غوښتنې ته حیران یم. کار سره دې خوشاله نه یې؟

هلک هماغسې قالینې ته کتل، ویې ویل:

نه صیبه!

دا چې زموږ کاروانونه ورځ په ورځ لوېږي، د ټولو څارویو ساتنه لکه چې درته سخته شوې ده؟

نه صیبه!

ښه نو بیا خپله خبره له سره وکړه او د خپلې دې عجیبې غوښتنې دلیل هم راته ووایه.

حفیظ ورته وویل:

زه وایم چې نور د اوښانو ساتلو پرځای ستاسې د مالونو خرڅلاو پیل کړم. زه وایم چې د حداد، سیمون، غالب او نورو په شان شم چېهمدا زموږ له مالونو څاروي درانه درانه باوري او ځان او تاسې دواړو ته سره زر ګټي. زه دا غواړم چې په ژوند کې مې مقام لږ لوړ شي. اوښانو څرولو کې به څه وکړم، خو که زه ستاسې مالونه خرڅ کړم، نو پېسی او بری دواړه ګټلی شم.

په دې څنګه پوه شوې؟

ما له تانه څو ځل اورېدلي چې له غربته شتمنۍ د تللو لپاره تر ټولو ښه فرصت خرڅلاو (پلورونکیتوب) دی.

سړي سر وخوځاوه، خو بیا یې هلک سره خبره وغځوله، ورته یې وویل:

نو ته څه وایې چې د حداد او نورو هومره تکړه یې؟

حفیظ بوډا سړي ته د سترګو لاندې وکتل او ورته یې وویل:

ما لیدلي چې غالب درته څو څو ځله له هغه ستونزو زړه خوړلی چې دده خرڅلاو یې کم کړی و او تا ورته څو څو ځله ویلي چې که څوک دخرڅلاو اصول زده او پر ځان عملي کړي، ستا په دوکانونو کې په لږ وخت کې ډېر مالونه پلورلای شي. غالب ټول ساده بولي، که ته داسېفکر کوې چې هغه د خرڅلاو اصول زده کولای شي، نو زه یې ولې نه شم زده کولای؟

سړي ورته وویل:

که ته دا کمال زده کړې، نو د ژوند هدف به دې څه وي؟

حفیظ زړه نا زړه شو، بیا یې ورته وویل:

په نړۍ کې به همدا تکرارېږي چې ته ستر سوداګر وې، تا د همدې کمال په برکت دومره لویه سوداګري سازه کړې چې بل چا به لا لیدلېهم نه وي. زه ارمان دا دی چې تر تا هم لوی سوداګر شم، شتمن شم او د ټولې نړۍ ستر پلورونکی شم.

دا هم ولولئ:   مړ آس؛ د مدیریت یوه جالبه تیوري/ قیام صدیقي

بوډا سړي تکیه ووهله او د هلک څېرې ته ځير شو. د هلک له جامو لا هم د څارویو د بوی راته، خو چلند کې یې عاجزي ښکارېده، ده ورتهوویل:

ښه که ته دومره پېسې وګټې په دې پېسو او دې پېسو سره په ترلاسه شوي واک او قدرت به څه کوې؟

هلک ورته وویل:

ته چې څنګه کوې همداسې به زه هم کوم. خپلې کورنۍ ته به د نړۍ تر ټولو ښه شیان برابر کړم او کومې پيسې چې زیاتې شوې، هغه بهاړمنو خلکو ته ورکوم.

سړي سر وخوځاوه:

زویه! شتمني د ژوند هدف مه ټاکه، ستا خبرې ښې دي، خو یوازې خبرې دي. اصلي شتمني د زړه وي، د زر نه وي.

حفیظ خبره وغځوله:

خو دا شیان بې پېسو نه کېږې. انسان چې غریب وي، زړه به یې څنګه ارام وي؟ چې وږی وي څنګه به خوشال وي؟ که څوک کورنۍ ته کوراو ډوډۍ نه شي ورکولای، نو مینه به ورته څنګه څرګندوي؟ تا پخپله ویلي چې شتمني که بل ته خوښي ورکولای شي، نو ښه شی دی. نوزه چې اوس شتمېندل غواړم، دا غوښتنه ولې ښه نه ده؟ غریبي به ښه وي، خو د هغو راهبانو لپاره چې په دښتو کې پراته دي، هغوی یوازېځان ساتي او خدای خوشاله کوي، خو ماته غریبي د وړتیاوو او شوق د کمي په معنا ده او ما کې د دې دواړو کمی نشته.

د بوډا تندی ګونځې شو:

په تا کې دا جذبه څنګه یو دم را پيدا شوه؟ خبرې د کورنۍ د ساتلو کوې او کورنۍ دې شته نه، ستا خو چې مور او پلار طاعون ووژل، لههغې وروسته همدا ماسره را لوی شوی یې.

د حفیظ پوټکی لمرونو وهلی و، خو په اننګو کې یې سرخي ښکارېده، ویې ویل:

دې ځای ته راتلو مخکې مو چې په هیبرون کې اړلي وو، هلته مې د کالنیح لور سره ولیدل، هغههغه

سړي یو دم وویل:

ښااا نو، خبره ښکاره شوه، بل څه نه، بلکې مینې زما د اوښانو ساتونکی بدل کړی او جګړې ته تیار سرتېری یې ترې ساز کړی دی. کالنیح ډېر شتمن سړی دی. د هغه لور او د اوښانو والا؟ وبه نه شي! هو که د هغه لور وي او چېرته ښایسته ځوان او ښایسته دوکاندار وينو بیا لا یوه خبره. ښه ډېره ښه ده، زلمیه، زه به درسره مرسته وکړم چې د پلورونکي په توګه کار پيل کړې او شخصیت ساز کړې.

هلک په ګونډو کېناست، د سړي لمن یې ونیوه، ورته یې وویل:

صیبه! د مننې لپاره درته ټکي نه لرم!

سړی زر وروسته شو، له ده یې لمنه خلاصه کړه، ورته یې وویل:

د اوس لپاره مننه ځان سره وساته، زه چې تاته څه درکوم هغه به داسې وي لکه د شګو دانه، غر به نور پخپله چپه کوې.

د حفیظ خوښي ناڅاپه ورکه شوه، پوښتنه يې وکړه:

نو ته ماته هغه اصول او قوانین نه ښيې چې ما شتمن کړي؟

نه! زه درته له هغه پاملرنې ډېر څه نه شم کولای چې ماشومتوب کې مې درته کړې ده. په ما ډېرو خلکو نیوکه کړې ده چې ما خپل زوی نه داوښانو ساتونکی ساز کړ، خو زه پر دې باور وم چې که دا خپله جذبه ولري، نو حتمن به یو وخت را څرګندېږي. دا کار چې وشي، نو ته بهد خپلو سختو کلونو لپاره تیار یې. نن چې تا دا غوښتنه وکړه، زه ستا په سترګو او څېره کې شته جذبو ته خوشاله شوم. دا ښه ده، زماقضاوت سم و، خو اوس باید دا ثابته کړې چې ستا خبره یوازې د خولې خبره نه ده.

دا هم ولولئ:   دا ځل به ومنل شي که نه؟ عنایت الله کمال د فاریاب نوی والي وټاکل شو

حفیظ غلی ولاړ و، بوډا سړي خبره وغځوله:

لومړی باید ته ما او تر ما ډېر خپل ځان ته دا ثابته کړې چې ته د پلورونکي (سوداګر) ژوند زغملی شې، ځکه دا دې ډېر سخت ژوند ټاکلیدی. تا به له ما دا خبره ډېره اورېدلې وي چې که انسان بریالی شي، د بریالیتوب انعام ډېر لوی دی، خو دا انعامونه ځکه لوی دي چې لږخلک بریالی کېږي. زیاتره خلک زر او دا هم نه ګوري چې د بري لپاره ټول اړین وسایل لري. ځینې نور چې په لاره کې له ستونزو او خنډونوسره مخ شي خپل دښمنان ورته ښکاري، خو دغه خنډونه په اصل کې ملګري او مرستندویه وي. خنډونه اړین دي، ځکه په خرڅلاو او بل هرکاروبار کې بریاليتوب له ډېرو ماتو او خنډونو وروسته راځي. هره ماته او هره سختي تاسې ته مهارتونه، قوت، حوصله، استقامت، وړتیا اوباور درکوي او هر سخته په تاسې زور راوړي چې تر پخوا ښه شئیا تسلیم شئ. هر ځل رد کېدل د مخکې تګ یو فرصت دی، له دېواوړئ، تېر شئ او پر مخ لاړ شئ.

زلمي سر وخوځاوه، ځان یې خبرې ته جوړوه، چې بوډا ورته لاس جګ کړ او خبره یې وغځوله:

ته نړۍ تر ټولو یوازې مسلک ته ننوځې، ټول خلک لمر پرېواته خپل کور ته ستنېږي، حتی رومي پوځیان هم په رخصتیو کورونو ته راځي، خوته به ډېرې ورځې له خپلو ګرانو، کورنۍ او ملګرو جلا یې. ….

په دې یوازیتوب کې به دې وسوسو سره مخ کېږي، خو دا چې څنګه به ورسره مخ کېږې، دا به ستا په شخصیت اغېز کوي. ته چې څارویوسره یوازې په لاره روان یې، زیاتره وخت دغه احساس وېروونکی وي. زیاتره وخت موږ نه خپل لیدلوری او ارزښتونه د لنډ مهال لپاره هېرېږياو له موږه هغه ماشومان سازېږي چې یوازې خپله مینه او خوندیتوب غواړي. موږ چې دا څه مومو، دې د ډېرو هغو خلکو کاروباريشخصیت ختم کړی چې د خرڅلاو په هنر کې یې ډېرې وړتیاوې درلودې. او بله دا چې که ته توکي خرڅ نه کړې، نو تاته د مشورې اودلاسې درکولو لپاره هېڅوک نه وي، یوازې هغه خلک به وي چې تا له خپلو پیسو جلا کول غواړی.

هلک ورته وویل:

زه به پام کوم او ستا خبرې به یادې ساتم.

سړي ورته وویل:

ښه راځه چې پيل یې کړو نود نن لپاره همدومره نصیحت بس دی. ته لا خام یې او میوه چې خامه وي مېوه نه وي، نو تر څو چې تا پوههاو تجربه نه وي ترلاسه کړي، پلورونکی نه یې.

دا هم ولولئ:   کافکا ناول!

نو څنګه یې پیل کړم؟

نن سهار به د مالونو په بګۍ (ګاډۍ) کې سېلیو ته راپور ورکړې. هغه به تاته یوه ډېر ښایسته کمیس درکړي. دا به د اوزې له وړیو سازشوی وي، په ډېر تېز باران کې هم کار کوي او دا چې د سور رنګ یې د بوټو له رنګه ساز شوی، نو تل به تېز ښکاري او تتېږي به نه. پههغې کې به یوه نښه وي، دغه نښه په ټوله نړۍ کې ډېره زیاته مشهوره ده او موږ یې سلګونه زره جوړې پلورلې دي. ما له یهودانو سره ډېرکار کړی دي، په دې خاطر پوهېږم چې هغوی ورته (ابیاه) نوم اخلي.

هغه کمیس او یو خر ځان سره واخله او سهار لمرخاته بیت‌لحم ته روان شو. دا هغه کلی و چې زموږ قافله پرې دلته له را رسېدو مخکې راتېره شوه. موږ یو پلورونکی هم هغه ځای ته نه دی ورغلی. ټولو ویلي چې دلته ورتګ هسې وخت ضایع کول دي، ځکه خلک ډېر غریب دي،خو څو کاله مخکې یو سل قمیصونه ما په شپنو پلورلي وو. تر څو چې دې دا کمیس نه وي پلورلی په بیت‌لحم کې پاتې شه.

حفیظ ورته په تادۍ وویل:

قمیص په څو خرڅ کړم صیبه؟

زه په کاته کې تاپسې یو د سپینو زرو دینار ولیکم، ته چېرې بېرته راغلې ماته به یو د سپينو زر دینار راکړې، له دې زیاتې چې دې هرڅومره اخیستې وې، هغه یې ستا برخه، نوره بیه پرې ته پخپله کېږده. بازار د کلي په ختیځه دروازه کې دی، ستا خوښه چې هلته ځې او کهپخپله کور په کور ګرځېږې، زه فکر کوم چې زر کورونه به وي، نو دا یو قمیص خو به په کې حتمن خرڅ شي، که څنګه؟

حفیظ بیا سر وخوځاوه. مشر یې ورو په اوږه باندې لاس کېښود، ورته یې وویل:

ستا تر راګرځېدو به دې دنده بل چاته نه ورکوم. که پوه شوې چې دې کار لپاره جوړ نه یې، نو زه به پوه شم او ته به ځان نه رسوا کوې. پههڅې کولو او ماتې خوړلو مه شرمېږه، څوک چې نه دي مات شوي، هڅه یې نه ده کړې. بېرته چې راغلې زه به درنه ستا د تجربو په اړهپوښتنې وکړم، بیا پرېکړه وکړم چې ستا د ارمانونو په پوره کېدو کې درسره څنګه مرسته وکړم.

حفیظ درناوی وکړ، ځان یې روانېدو ته جوړوه چې مشر پرې غږ کړ:

زویه داسې هېڅ امر نشته چې ته یې باید دې نوي ژوند پیلولو کې یاد وساتې، دا ټول عمر یاد ساته چې به ډېرو خنډونو سره مخ شې اوناممکن به درته ښکاري، دا هغه خنډونه دي چې د هر د موخې او جذبې خاوند ورسره مخ شوی دی.

حفیظ ورته وویل:

ښه صیب!

سړي دوام ورکړ:

که چېرې ستا د بریالیتوب هوډ قوي وي، نو ماته به درباندې هېڅکله برلاسې نه شي!

بوډا، ځوان هلک ته نږدې شو، ويې ویل:

زما په خبره خو دې سر خلاص شو کنه؟

هو صیبه!

نو تکرار یې کړه راته!

که چېرې زما د بریالیتوب هوډ قوي وي، نو ماته به راباندې هېڅکله برلاسې نه شي.

1 Comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*