په ماشومانو کې د چلند ستونزې / عارف عظيمي

ليکنه: عارف عظيمي

ډير والدين د ماشومانو د چلند ستونزو څخه په انديښنه کې وي او دا فکر کوي چې د نظم او دسپلين نشتوالی دا مسله رامينځته کړي خو داسې نه ده په ماشومانو کې د چلند ستونزې د وخت سره سره تغير کوي په همدې اساس والدين بايد د خپل ماشوم د ښه پالنې لپاره چمتو اوسي او وخت په وخت د ماشوم د چلند ستونزو ته پام وکړي او هغه چلند چې ماشوم ورسره مخ دی اجازه ورکړه چې خپله ستونزه په خپله حل کړي تر څو يې په ځان د باور اغيزه زياته شي.

ماشومان مثبت چلند ته وهڅوه پر ځاي د دې چې په يو منفي چلند تمرکز کوي د ښه کارونو ستاينه وکړه چې دی سره په ځان باور او په چلند کې تغير راځي.

 په ښوونه کې هم بايد په ښوونځيو کې د داسې ميتودونو څخه کار واخيستل شي چې ماشوم هم باثباته وي او هم ښه زده کړه تر لاسه کړي نه دا چې وځورول شي او د ماشوم د خپګان او اضطراب لامل جوړ شي او په چلند يې بده اغيزه وکړي.

  په ماشومانو کې بايد د چلند ستونزې معلومې شي او د حل لپاره يې د کومو لارو چارو کار واخيستل شي.

  لومړي بايد دا معلوم شي چې د ماشوم چلند په کور کې د ماشومانو سره څنګه دی.

   بيا دا معلوم شي چې د ماشوم چلند په ښوونځي کې د ماشومانو سره څنګه دی   او بيا دا معلوم شي چې د ماشوم چلند بهر په ټولنه کې د ماشومانو سره څنګه دی .

دا هم ولولئ:   منفي فکرونه به څنګه بدلوو؟ ژباړه: میراحمد یاد

   د دې لاملونو معلومولو وروسته والدين په اسانۍ سره کولاي شي چې د ماشومانو د چلند ستونزې کنترول کړي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*