که غواړئ بریالي شئ /رفيع الله رفېع

ليکوال: جورج برنارډ ژباړن: رفيع الله رفېع

۱- هېڅکله د مقامونو/موقفونو په اړه فکر مه کوئ؛ یواځې اندېښنې مو شاته پرېږدئ.

که غواړئ بریالي شئ:

۲- وخت مه ضایع کوئ؛ ځکه، چې وخت ډېر قېمتي دی؛  عمر مو په لمانځه، خوب، پاڅېدو، کار، خوراک، مصروفیت او ورزش کې محدود دی.

که غواړئ بریالي شئ:

۳- د معجزې انتظار مه کوئ؛ د فرصتونو انتظار مه کوئ؛ تاسو هغه څوک یاست، چې بايد خپله فرصتونه رامنځته کړئ.

که غواړئ بریالي شئ:

۴- د ماشوم په څېر د ورزش له درد او د خوړو له خوند څخه شکایت مه کوئ، تاسو یو جنګیالی یئ، د ځان لپاره داسې شخصیت جوړ کړئ، چې صبر کوونکی او د تطبیق وړ وي، هر څه، چې څومره ستونزمن وي تطابق/توافق ورسره وکړئ او بریالي شئ.

که غواړئ بریالي شئ:

۵ – له راغورځېدو وروسته پورته کېدو ته ادامه ورکړئ، تاسو تر هغه ډېر ځواکمن یاست، چې تصور یې کوئ، خواړه، خوب، ورزش، یوه روښانه او وېروونکې موسکا، وژونکې پېښې، ستاسو پر ځان باور او ستاسو د نه ماتېدونکي عضلې څرګندونه کوي او په یاد ولرئ، چې لوستل د اتل کیږېدو لپاره رامینځته شوي.

که غواړئ بریالي شئ:

۶- له خلکو سره ډېرې اړيکې/ګډېدل؛ کېدای شي ستاسو ټولنیزې پوهې/درک ته وده ورکړي او هم له خلکو سره په اړیکو کې کېدای شي تاسو ډېره تجربه ترلاسه کړئ؛ ذهن مو يوازې هېڅ شی نه شي تخلیق کولای؛ پرته له نورو سره له ډېرو اړيکو/ګډېدو.

که غواړئ بریالي شئ:

۷- بل څوک د ځان ايډیال جوړول یو داسې عمل دی، چې ذهن مو په بشپړ ډول له منځه وړي، خپل عالي نفس یوازې د خپل ځان لپاره ایډيال/نمونه وګرځوئ، ځکه چې ته په طبیعي ډول احمق نه وې پیدا شوي، بلکې د خپل ذهن سختوالي او تمایل یې تاسو بدل کړي يئ. یو ځانګړی شخص ستاسو په ذهن کې حماقت اېجاد کړی.

دا هم ولولئ:   د ويده کيدو د مخه دغه لاندې کارونه مه کوئ!

که غواړئ بریالي شئ:

۸ – د ژورو اړیکو په ساتنه کې اوسئ؛ هېچاته مو په ژوند د مداخلې اجازه مه ورکوئ، هر څه ته، چې غواړئ نږدې شئ؛  خو یوه ورځ د هغه د نه شتون خیال په ذهن کې و ساتئ، چې د فکر میکانیزم مو له منځه لاړ نه شي.

که غواړئ بریالي شئ:

۹ – د هغه څه د جوړېدو څخه ځان وساته، چې نور یې غواړې، په خپل ځان او ژوند کې هېڅ بدلون مه راولئ؛ بدلون مه کوئ، بلکې داسې ژوند وکړه لکه څنګه، چې د ژوند لپاره غوره وي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*