مینه؛ تر ټولو ښه احساس

لیکوال: جېمز ری

جېمز ری

په مینه کې ډوب فکر بیا نه ماتېږي.

فېلسوف، استاد، لیکوال او د انساني وړتیاو د پروګرامونو سازونکی د ښه احساس اصل مثلاً ستاسې په کورنیو څارویو عملي کېدای شي.

دا څاروي عجیب وي، ځکه تاسې په یوه عاطفي حالت کې

اچوي. کله چې تاسې د خپل څاروي په اړه د مینې احساس کوئ، نو دا د مینې احساس ستاسې ژوند ته ښېګڼه راوړي او دا لویه ډالۍ ده.

دا د مینې او فکر یوه ترکیب دی چې د جذب د قوت نه ماتېدونکی قوت جوړوي.

چارلېس هانیل

مینه د کایناتو تر بل هر یوه لوی قوت دی. د مینې څپه تر ټولو

قوي څپه ده چې تاسې یې خارجوئ. که تاسې په خپل هر فکر د

مینې پرده اچول زده کړئ او هر څيز او هر چا سره په مینې کولو

پوه شئ، نو ژوند به مو بدل شي.

اصلاً د پخوانۍ ځینو متفکرینو د مینې قانون د جذب قانون بللی

دی او که تاسې یې په اړه فکر وکړئ، نو پوه به شئ چې ولې؟ که

تاسې د چا په اړه بد فکرونه کوئ، نو ډېر زر به د هغه بدو فکرونو

عملي تصویر هم وګورئ. تاسې په خپل فکر بل چا ته زیان نه

شئ رسولی، خو ځان ته یې رسولی شئ. که تاسې مینه ناک فکر

وکړئ، نو څه وایئ چې ګټه به یې چا ته ورسېږي؟ تاسې ته! نو

که ستاسې غالب کیفیت یا وضعیت مینه وي، نو د جذب یا مینې قانون په خپل ټول قوت غبرګون ښيي، ځکه تاسې په تر ټولو ممکنې لوړې څپې یا فریکونسۍ کې یئ.

دا هم ولولئ:   سطحي برخورد!

څومره چې تاسې ډېره مینه کوئ او خارجوئ، هومره به ډېر قوت ترلاسه کوئ.

د جدب قانون هغه اصل دی چې په مرسته یې، له خپل هدف سره د خپل فکر د همغږي کولو انګېزه پیدا کېږي. په دې توګه

انسان خپلې مخې ته پرتو ټولو ستونزو سره د مبارزې هنر زده کوي او د جذب قانون په اصل کې د مینې د قانون دویم نوم دی. دا د هر څه، هره فلسفه، هر دین او هر علم په کشف کې پروت تلپاتې او اساسي اصل دی. د مینې له قانونه تېښته نه کېږي.

دا هغه احساس دی چې فکر ځلوي. احساس غوښتنه او غوښتنه مینه ده.

په مینه کې ډوب فکر بیا نه ماتېږي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*