د ماشوم روزنې اړوند لنډې خو ګټورې لارې چارې

جاوېد کریمي

د خپلو اولادونو روزنې ته توجه وکړٸ او په هغوى کې پر ځان باور زيات کړٸ.

#که ستاسې ماشوم  فطرتا غصه ناک/غصه ناک وي او هر وخت جنګونه کوي،دا پدې معنا ده چې د والدينو او کورنۍ د نورو غړو د کړووړو اثر پرې پرېوتى دى.

#که ستاسې ماشوم  له تاسې سره خپلې خبرې نه شريکوي،پدې معنا ده چې تاسې له خپل ماشوم/ماشومې سره صميمي نه ياست اوتل مو ورسره له قهر او غصې کار اخيستى.

#که ستاسې ماشوم  تاسې قصدا په عذابوي او درسره ضد کوي،پدې معنا ده چې تاسې خپل ماشوم /ماشومې ته وخت نه ورکوى ،لهپامه مو غورځولى او کوچنيو کوچنيو خوښيو کې ورسره ګډون نکوى.

#که ستاسې ماشوم  درواغ وايي،پدې معنا ده چې تاسې د ماشوم د غلطۍ په صورت کې د پوهولو پر ځاى له رټلو زيات کار اخلى.

#که ستاسې ماشوم له يو کار کولو ډير ويريږي ،مطلب يې دا دى چې تاسې ماشوم  سره کارونو کې ډير ژر مرستې ته دانګى،ماشومانبايد پرېښودل شي چې خپلې ستونزې خپله حل کړي ،کنه ټول ژوند به د نورو د اوږو بار وي.

#که ستاسې ماشوم کې پر ځان باور کم دى،ددې مطلب دا دى چې تاسې تاسې ماشوم/ماشومه ندى/نده تشويق کړى،بلکه تل مو ورتهنصيحتونه کړي چې ډير نصيحتونه هم ماشومان کم جرٸته کوي،ځکه بيا د يو څه د کولو نه/ويلو ويره کوي،هسې نه چې غلط يې ترسرهکړي او يا يې ووايي.

#که ماشوم  ته د ډيرو شيانو اخيستو با وجود لا نورو شيانو اخيستو کوشش کوي،مطلب دا دى چې تاسې هغه خپل انتخاب ته ندىپرېښى,بلکه تل مو ورباندې خپل انتخاب تحميل کړى.

دا هم ولولئ:   هغه مشهور خلک چې له لویو ناکامیو وروسته کامیاب شوي/ جاوېد کریمي

#که ماشوم  مو له نورو سره حسد کوي ،مطلب دا دى چې تاسې تل د خپلو ماشومانو مقايسه له نورو سره کړې،ځکه اوس له حسد کاراخلي.

#که ستاسې ماشوم ژر ژر غصه کيږي،ددې يوه وجه دا هم کيداى شي چې تاسې خپل ماشومان د ښو کارونو په مقابل کې ندي تشويقکړي او هغه ستاسې د توجه سره سره تشويق او خپلې ستاينه غواړي.

#که ماشوم مو د نورو د احساساتو او نظرياتو درناوى نکوي نو مطلب دا دى چې تاسې پر تل حکم کړى او خپله خبره مو پرې منلې.

#

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*