منفي فکرونه به څنګه بدلوو؟ ژباړه: میراحمد یاد

لیکنه: نورمن وینسټ پیل:- ژباړه: میراحمد یاد

د منفي افکارو پرېښودو ښه لاره دا ده چې سمدستي پرې مثبت ځای ناستي کړئ، دا کار لږ سخت دی، خو کېږي. د تیکزاس او ترینیتي پوهنتونونو په ګډه انسان کې د فکر د بڼې په خنثی کولو څېړنه کړې ده. دوی موندلې چې په یوه فکر ذهني بوختیا د بل فکر په ځای ناستي کولو تتېږي او په دې توګه ذهني تمرکز بلې موضوع ته اوړي. یعنې که چېرې زموږ ذهن په یوه فکر بوخت وي او موږ د همدې فکر ځای بل ته ورکړو؛ نو دا چاره پخوانی فکر لږ تتوي او ذهن مو بلې موضوع ته وړي.

مثلاً زما یوه ملګري موټر چلولو کې بد عادت لاره، چا به یې چې لاره بنده کړه ده به هم همداسې کول او غر غوندې به ورته مخکې ودرېده، تر دې چې کورنۍ یې ورسره له سفره وېرېده.

ماته یې وویل: بلاخره په دې پوه شوم چې دا چلند باید بدل کړم، ځکه ګڼې ګوڼې کې چې بند شم فکر کوم چې فشار مې دېرش درجې لوړېږي؛ نو دا مې زده کړل چې بل ډول چلند وکړم، بیا به چې رانه موټر مخکې شو او زما لاس به یې بند کړ؛ نو ځان سره به مې ویل چې پام یې نه و، لومړیو کې سخته وه، خو د وخت په تېرېدو اسانه شوه، تاسې پوهېږئ؟ زه اوس پوه شوم، ما به چې د چا لاره بندوله هم پام به مې نه و، تاسې هم چې کله کله خپل مسیر بدل کړئ شاته ځان پسې نه ګورئ.)

اوس مې د ملګري د وینې فشار ښه دی، هو ښایي د هغه منفي فکرونو بدلول ګران وي، خو که صبر او پرلپسې هڅې وي بریالي کېږئ.

دا هم ولولئ:   نن ورځ موخو ته د رسیدو لپاره د پیل کولو 8 ساده او مؤثرې لارې!

دویم دا چې که تاسې پرې باور نه لرئ هم ځان سره وایئ چې (زه بریا خوا ته روان یم.) تاسې چې خپل دا نیت څومره تکراروئ دا پيغام مو په لاشعور کې القا کیږي او بلاخره درسره مرسته کوي چې خپلې موخې ته ورسېږئ، خو دا پړاو ثبات او جدیت غواړي.

درېیم ګام، دایمي تکرار دی. د باور او لیدلوري دایمي اعلان او تصدیق. په دې کار سره اوږدمهال کې کولای شئ چې له بې باوره لیدلوري ترلاسه شوي منفي افکار ختم کړئ.

لیدلوري په اوږدمهال کې جوړیږي او اوسنی یې باید ځان سره د مثبت بدلون ژمنه وکړئ، ښايي د ورځې ځان سره شل ځله ووایئ: (باور لرم چې خدای رانه خوشاله دی، ښه لارې راته ښيي، خدای راته لارښوونه کوي، زه پرې ایمان لرم.) په دې توګه ستاسې په لاشعور کې افکار په حرکت راځي.

څلورم ګام: هر خطر ته تیار شئ، په ناشونو باور تمرین کړئ چې د وخت په تېرېدو درته شوني شي. بریالی انسان په همدې لارې خپلو ظاهري لیرې پرتو بریاوو ته رسېږي.

نو دا څپرکی بېرته په هماغه خپل عنوان ختموم: باور وکړئ چې بریالي شئ.

دا به یاد لرو:

  • په نورو خلکو باور لرو او د وسایلو په سترګه ورته نه ګورو.
  • د منفي لیدلوري ځای خوشبینۍ او ثبات ته ورکوو.
  • په دې باور ولرئ، څه چې غواړئ هغه درکول کېږي.
  • په ځان باور ولرئ.

1 Comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*