ماشوم باید په شپه او ورځ کې څو ساعته سکرین وکاروي؟

روغتیا

که څه هم د موبایل او ایپيډ کارول د ماشوم په پوهه کې رول لري، خو ځينې ستونزې هم پېښولای شي.

د کمبرج یوه څېړنه خبرداری ورکوي چې په وړو ماشومانو کې د موبایل، ټابلیټ او ای پيډ ډېر کارول د هغوی لرې نظر د کمزورۍ امکان۸۰ سلنه لوړوي.

په کمبرج کې د انجلیا رکسن پوهنتون له ۳ میاشتو تر ۳۳ کلنۍ پورې۳۰۰۰ کسانو باندې یوه څېړنه کړې، په یوه پوښتنلیک کې یې دځيرک موبایل او سکرین په اړه ځينې پوښتنې کړي او بیا یې د خلکو سترګې هم معاینه کړې دي.

څېړنو دا ښودلې چې کله خصوصاً ماشومان د کمپیوټر تر څنګ موبایل یا ای پيد هم کاروي، نو د لرې نظر د کمېدو خطر ورسره ۳۰ سلنهلوړېږي.

په ۲۰۱۹ کال کې د روغتیا نړیوال سازمان هم سپارښتنه کړې وه چې له دوه کلن نه کم ماشوم ته موبایل مه ورکوئ، ځکه په همدې وخت کېد ماشوم سترګې او نظر راجوړېږي. دا یې هم ویلي وو چې له ۲ کلن تر ۵ کلن پورې ماشومان دې په شپه او ورځ کې یوازې یو ساعت دسکرین مخې ته پرېښودل شي. لامل یې دا دی چې د لیدو د حس ځينې برخې تر ۵ کلنۍ پورې بشپړېږي.

د دې څېړنې لیکوال او د سترګو متخصص پروفیسر رابرټ بورن وایي چې له زرګونو ماشومانو ترلاسه شوې، ډېټا دا ښيي چې موبایل اوټابلیټ د ماشوم پر روغتیا څومره بد اغېز کوي، بلکې د نویو ځوانانو لرې نظر هم کمزوری کوي.

دا هم ولولئ:   مازوخېزم يا ځان ځورونه (دويمه برخه) / رضاءالله ځار

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*