په سختو حالاتو کې د پېسو سپمولو لارې چارې (لومړۍ برخه)

حالات زموږ او ستاسې په واک کې نه دي، خو تر حالاتو لاندې ژوند او حالاتو سره ځان عیارول زموږ له ښه مرغه زموږ او ستاسې په واک کې دي، پر موږ هم سخت حالت راغلی دی، د ولس تر ټولو لویه اندېښنه اقتصادي ستونزو ته ده، په دې حالاتو کې په دغو لارو چارو پيسې سپمولای او ځان له سختو حالاتو ویستلای شوو:

  • دا ومنئ چې حالات بدل شوي

د مصرف کمولو لپاره لومړی خپل ذهنیت جوړول اړین دي. کله چې حالات بدل شي انسان باید ذهن کې دغه بدلون ومني او بیا د همدې بدلون په نظر کې نیولو سره خپل لومړیتوبونه او د مصرف طریقې وټاکي. لومړی ذهن کې دا منل په کار دي چې حالات د پخوا په څېر نه دي او اوس باید د پخوا په څېر لګښتونه هم ونه شي. په ټولو لګښتونو له سره کتنه وکړئ، لیست یې کړئ او وګورئ چې په کومو برخو کې یې سپما کولای شئ.

  • که کرایي اوسېږئ، کور کوچنی کړئ.

د پرېمانۍ پر وخت انسان هوس کوي او زیاتره له خپلې اړتیا لوی کورونه نیسي، یا که هوس هم نه وي، لاس تنګ نه وي او هڅه کوي داسې ځای ونیسي چې ټول په کې په آسانه ژوند وکړي، خو کله چې لاس تنګ شي، نو بیا پيسې ساتل لومړیتوب لري، په داسې وخت کې د لوی کور یا دوکان پر ځای د کوچني ځای نیول تاسې ته د کرایې یوه برخه پیسې سپمولای شي.

  • بهر خواړه مه خورئ

د بهر یا هوټل د یوه خوراک خواړو  په پيسو د ټولې کورنۍ لپاره یو وخت خواړه برابرېدی شي، کله مو چې لاس تنګ شو، هڅه وکړئ چې خواړه په خپل کور کې وخورئ او کومې پيسې بهر چې یوازې د ځان لپاره کاروئ، هغه د ټولې کورنۍ لپاره مصرف کړئ.

  • اضافي توکي وپلورئ
دا هم ولولئ:   کار ځنډول (Procrastination) څه ته وايي؟

ځینې ډېر داسې شیان وي چې موږ د پرېمانۍ پر وخت د آسانتیا لپاره اخیستي وي، خو کله چې حالات بدل شي، له هغو شیانو پرته هم ژوند آسانه وي. لوی ټلویزیونونه، د یوه پر ځای څو یخچالونه، بایسکلونه، موټرې او نور ځینې داسې شیان په هر کور کې چې وي چې له هغو پرته ژوند کې کوم لوی بدلون نه راځي، په سخت حالات کې د دې شیانو پلورل څو ګټې لري: یو مو کور پراخېږي، بل مو پيسې لاس ته راځي او درېیم چې په دې شیانو کوم مصرف کېږي، د هغې مخه نیول کېږي.

  • میاشتني بیلونه کم کړئ

د برښنا لګښت هم کړئ، یوازې دومره برښنایي وسایل وکاروئ چې ستاسې ستونزه حل کولای شي. که یوازې په داخلي چېنلونو قناعت وکړئ، هره میاشت د کېبل او ډېش له بېلونو پيسې سپمولای شي. یوازې هغه خونه کې پکی، څراغ او نور وسایل وکاروئ چې ناسته په کې کوئ.

  • انټرنټ کارول محدود کړئ

که وایفای لرئ، یو ځل بیا پرې فکر وکړئ چې څنګه یې مصرف کمولای یا پرې کولای شئ. په موبایل کې د انټرنټ استعمال کم کړئ. پکېجونه ولټوئ، که مو ویب سایټونو کې کار نه وي، يوازې هغه پکېجونه واخلئ چې د ټولنیزو رسنیو اپلېکېشنونه (فېسبوک، وټس اپ…) په کې کارېدی شي.

  • د ټکسي پر ځای ښاري ټرانسپورټ وکاروئ

ښاري ټرانسپورټ به ښايي په ځنډ رسېږي، خو دې ته پام کوئ چې لګښت یې تر ټکسي تقریباً لس برابره کم دی. که مو د پرېمانۍ پر وخت ټکسي کاروله، په سختو حالاتو کې ښاري ټرانسپورټ وکاروئ او په عادي ډول کرایه ورکړئ.

دا هم ولولئ:   د خوښ ژوند لرلو په اړه؛ درې جملې، درې درسونه

ادامه لري… نور بله ورځ

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*