له مړو غلا؛ پولیسو هغه ښځه نیولې چې له تابوتونو یې ګاڼې پټولې

د ایټالیا په شمال کې یوه ښځه د مړي کور ته ورغلله، له سترګو یې اوښکې بهېدلې او داسې یې ښودله چې د مړې ښځې نږدې ملګرې ده.

د مړې ښځې کورنۍ دا مېلمنه پرېښودله چې د مړي لیدلو ته ورشي، خو خبر نه وو چې وروسته به یې پایله څه وي. کله چې ښځه د تابوت تر خوا ودرېدله، ویې ژړل او بېرته را روانه شوه، کورنۍ یې وویل چې د ملګرې خواخوږي ګني پوره شوه، خو خبر نه وو چې له مړې ښځې یې ټول سره زر یا ګاڼې (لاکټ، غوږوالۍ …) وهلي وو.

د مړې ښځې کورنۍ ولیدل چې له مړې سره پخوانۍ ګاڼې نشته او هر څه ترې لوټل شوي دي. کورنۍ دا خبره له پولیسوسره شریکه کړله او پولیسو پلټنه پيل کړه. له څه وخت پلټنې وروسته هماغه شکمنه ښځه په لیون ښار کې ونیوله شوه او د مړې شوې ښځې ټولې ګاڼې یې له کوره را وویستل شوې.

د دې ښځې له کوره د ځينو نورو مړو ورکې شوې ګاڼې هم ترلاسه شوې دي او ټاکل شوې چې دا له مړو غلا کوونکې ښځه په ۲۰۲۲ کال کې محاکمه شي.

دا هم ولولئ:   که د خپل ژوند مسئوليت په غاړه واخلئ، بريالي به شئ!

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*