د سهار لوست (۱) : پلمه یا بهانه ناروغي ده

ډیوېډ شوارتز

که ځان بري ته چمتو کوئ، خلک باید مطالعه کړئ. ددې کار لپاره خلکو ته په پوره دقت پام وکړئ او بریا ته رسېدو اصولو او قوانین پکېکشف کړئ. بیا دا کشف کړي اصول او قوانین په خپل ژوند کې عملي کړئ، خو ښه خبره دا ده چې همدا اوس لاس په کار شئ.

د خلکو پېژندو په لړ کې به پوه شئ چې (ناکام) خلک یوه ناروغي لري او دا فکري ناروغي د دوی ټول فکرونه خرابوي. موږ دا ناروغي(بهانې لټول) نوموو. ټول ناکام خلک ددې ناروغۍ له پرمختللې او ټول منځني خلک یې له خفیفې بڼې رنځېږي.

دې ته به مو هم پام شي چې (بهانه لټول) د فعالو او هغو خلکو تر منځ د توپير دلیل دی چې په خپل اوسني کار پورې کلک نښتي وي اوټول عمر ورسره د کار بایللو وېره وي. په دې به هم پوه شئ چې انسان څومره بریالی وي، هومره به یې عذر او بهانې لږې وي.

څوک چې نه چرته رسېدلي وي او نه یو ځای د ته رسېدو څه پلان لري، دوی ټول عمر ځان ته د برات ورکولو لپاره یو کتاب بهانې او دلایلپيدا کړي وي. د چا چې خپل کار سره زړه نه لګېږي، ټول عمر ددې پوښتنو په ځوابولو کې حاظر ځوابه وي چې:

ولې یې نه لرم؟

ولې یې نشم کولای؟

ولې نه یو؟

ولې یې نه کوو؟

اوس د بریالیو انسانانو ژوند ته ځير شئ، دلته به هم وګورئ، ټولې هغه بهانې چې ناکام او عادي خلک یې کوي، دا بریالی انسان یې همکولای شي، خو کوي يې نه!

دا هم ولولئ:   لوی فکر به څنګه کوو؟

ما نه دي اورېدلي چې یو بریالي انسان (رئیس، پوځي، پلورنکي، لیکوال یا رهبر) دې د ځان پټولو لپاره یوه یا دوه بهانې نه وي لرلې. روزویلیټ ځان د خپلو فلج پښو شاته پټولای شو؛ ترومن دا بهانه کولای شوه چې زه رسمي زده کړې نه لرم؛ کینیډی دا بهانه کولای شوه چې زهد جمهوري ریاست عمر او تجربه نه لرم؛ جونسن او ایزنهاور ځانونه د زړه د حملې شاته پټولای شول.

بهانې لټول ناروغي ده او که سمه درملنه یې ونه شي، نو د نورو ناروغیو په څېر دا هم سختېدای شي. په دې ناروغۍ اخته خلک له دېذهني بهیره تېريږي: زه خپل کار سم نشم کولای، نو د ځان ساتلو او خوندیتوب لپاره څه دلیل او بهانه پيدا کړم؟ بیسوادي؟ تېر عمر؟ځواني؟ بدبختي؟ ښځه/مېړه؟ شخصي ستونزې؟ کورنۍ تربیه؟ ….؟)

مات شوی انسان چې څنګه مناسبه بهانه پيدا کړي، پرې تکیه شي او بیا خپلې ماتې او وروسته پاتې والی، ټول په همدې بهانې توجیهکوي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*