معاصره سویلي اسیا، تاریخ، کلتور، سیاسي اقتصاد

لیکوالان: سوګاټا بوس او عایشه جلال / معرفي کوونکی: احمدالله ارچیوال

دا کتاب هند ته د اسلام له راتلو، په هند کې د مغلو د واکمنۍ د ټېنګېدو، دغه هیواد ته د سوداګرو په توګه د ختیځ هند بریتانوي سوداګریز شرکت راتلل، هند د انګلیسانو په مستعمره بدلېدل، د بریتانوي واک پر وړاندې د هند د خلکو مبارزه، پاڅونونه، او په ټوله کې په هند کې د بریتانیې د یو سل او پنځوس کلنې واکمنۍ پر مهال د هند تاریخ، اقتصاد او د هند د خلکو سیاسي ژوند ته کتنه کوي. په شلو څپرکو کې لېکل شوي دا کتاب، د هند د ویش، او د هند او پاکستان له جوړېدو وروسته د جنوبي اسیا اوسنيو حالاتو شننه کوي.
د کتاب لیکوالان ادعا کوي، چې د هند او پاکستان د ویش د معاني او یادداښتونو ترمنځ واټن موجود دی. دوی په ټینګار سره وايي ، چې د هند د ویش پر مهال ، له ویش وړاندې، او په معاصر وخت کې هغه څه چې د حقییت په توګه ښودل کېږي، په حقیقت کې هغه ډول ندي.
معاصره سویلي اسیا، تاریخ، کلتور، سیاسي اقتصاد ادعا کوي، چې د جناح موخه د پاکستان جوړول نه بلکې د دغه ادعا له لارې د کانګرس له مشرانو زیات امتیازات اخیستل وو. جناح غوښتل، چې په متحد هند کې صوبې(ولایتونو)زیات او فدرالي مرکز کم واکونه لري. د کتاب ترمخه، ګاندي هم د هند د وېش مخالف وو، خو په کانګرس کې د ګاندې مخالف اشخاص، چې د هند د ویش ملاتړي وو، پر ګاندي برلاسي وو.
د دې کتاب د وینا سره سم د هند وېش پر مهال د هند په ۵۰۰ میلیونه نفوس کې د مسلمانانو نفوس ۱۰۰ میلیونه وو. پاکستان، چې هغه وخت له بنګلادېش او اوسني پاکستان څخه جوړ وو، وکړای شو، چې یواځې ۶۰ میلیونه مسلمانان له هند څخه راجلا کړي. د هند د ویش له امله ۴۰ میلیونه مسلمانان په ۱۹۴۷ کال کې په هند کې پاتي شول.
د کتاب د ادعا سره سم جناح د اسلام څخه د یوې وسیلې په توګه ګټه اخیستله او اسلام ته یې هیڅلکه هم د پاکستان لپاره د یوې ایډیالوژۍ په سترګه نه کتل. د پاکستان له رامنځته کېدو یواځې درې ورځې مخکې د پا کستان قانون جوړونکې اسامبلۍ ته د جناح وینا د دې خبرې یو ښکاره دلیل دی:
تاسې خپلو مندرونو ته د تللو ازادۍ لري. تاسې خپلو مسجدونو او یا په پاکستان کې د عبادت هرځای چې ستاسې خوښ وي، ته د تللو ازادي لري.تاسې چې د هر مذهب، ګروهې، او یا مذهبي ډلې سره اړیکه لري، دغه د دولت د چارو سره کومه اړیکه نلري.موږ د دې بسنټېز اصل، چې موږ ټول د دې هیواد اتباع او برابر اتباع یو، سره نوی ژوند پیلوو.
دا کتاب د هندیانو هغه ادعا چې ګواکې هند د عدم تشدد پرمټ له بریتانوي استعمار څخه ازادي ترلاسه کړې، هم ردوي. د لیکوالانو په انند د دویمې نړیوالي جګړې پرمهال، هند له ویش څه موده مخکې د هند د یو شمېر اشخاصو لخوا پېل شوې وسله واله مبارزه د ګاندي د عدم تشدد د مبارزې په پرتله زیاته پیاوړی وه(بوس او جلال، ۱۷۴).
کتاب ادعا کوي، چې د پاکستان له جوړېدو وروسته، د یو قوي مرکزیت لرونکي حکومت د دوام لپاره د پاکستان پوځ، چې اکثریت یې پنجابیان وو، د بېرو کراسۍ سره په ملتیا، له اسلام څخه د یوې وسیلې په توګه ګټه پورته کړه. ډېرې خلک فکر کوي، چې پاکستان د دوه ملتي نظرې( چې هندوان او مسلمانان دوه جدا ملتونه دي) پربنسټ جوړ شویدی، دا کتاب دا فکر نا سم ګڼي، او د بنګلادیش جوړېدل د یو ثبوت په توګه وړاندې کوي.د دې کتاب لیکوالان، د هند مسلمانانو ته د یوې کتلې په توګه کتل نا سم بولي، او وايي، چې د پاکستان او هند د ویش پر مهال د میلیونونو هندوانو او مسلمانانو د وژل کېدو لامل مذهب نه بلکې زر، زمین او ناموس وو.
معاصره سویلي اسیا، تاریخ، کلتور، سیاسي اقتصاد، د هند او پاکستان اوسنیو شرایطو ته هم کتنه کړې، او په دواړو هیوادونو کې یې د سیاسي جریانونو ته هم کتنه کړیده.
دا کتاب د هند او پاکستان ترمنځ د کشمیر مسلې ته د یو بنسټیز جنجال په سترګه ګوري، او د دې جنجال د اواري لپاره دواړو هیوادو ته سپارښتنه کوي، چې هند کې د بریتانوي استعماري واکمنو، لارډ کرزن او لارډ ماونټبیټن، میراث په سیند لاهو او یوه نوې لاره خپله کړي. داسې لار، چې د کتاب د لیکوالو په وینا پر تنګ نظرې ځمکنۍ خپلواکۍ نه، بلکې پرګډه خپلواکۍ ولاړه وي.
د کتاب یو لیکوال د هند ،او بله لیکواله یې پاکستانۍ ده، ښايي دا او هغه علمي مدراک چې ورڅخه په کتاب کې ګټه پورته شویده، د کتاب ارزښت زیاتوي.

دا هم ولولئ:   د دمشق سوداګر (ناچاپ کتاب) – اتمه برخه

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*