ناکام خلک څنګه کامیاب شول؟

ډېر پخوا مې په یوه کتاب کې یو حکایت لوستی و چې یوه پیر خپل مرید ته ویلي وو د الله نوم واخله او په اوبو قدم کېږده، د الله په حکم به له سینده  بله  غاړه واوړې. مرید په خپل پير ډاډ او باور درلود. د پیر په هرې خبرې به یې باور درلود. یوه ورځ پير او مرید دواړه په سفر ووتل. لاره کې سیند مخې ته راغی. مرید چې څنګه سیند ولیده د الله نامه یې واخیسته او په اوبو یې قدم کېښود، همداسې په سیند واوښت او پورې غاړې ته تېر شو. خو پير چې د سیند لوړې څپې ولیدې د ورښکته کېدو زړه یې ونه کړ او ځای په ځای ودرېده، ځکه خو خلک وایي چې هر پير پیر نه وي.

نو ستاسې خپل باور ستاسې پیر دی، په کوم ډاکټر چې باور لرئ د هماغه په درملو ښه کېږئ او که په ډاکټر مو باور نه وي هر څومره درمل چې ترې واخلئ پوره روغتیا نه مومئ. اسماني کتابونو کې د باور او د قوت په اړه ډېرې زیاتې پېښې رانقل شوي دي او د ځينو صوفیانو ژوند قدم په قدم له همداسې پېښو ډک دی.

که تاسې کوم کار کوئ او پکې ناکامېږئ؛ نو دا په دې معنا ده چې اصلاً ستاسو په ذهن کې له پخوا دا فکر و چې زه به دې کار کې ناکامېږم. له دې ښکاري چې ستاسو په ذهن کې د ناکامۍ شته فکرونه ستاسې په شخصیت کې منفي قوتونه پیدا کوي او دا منفي قوتونه مو بیا په هېڅ صورت بریا  ته نه پرېږدي. په دې خاطر باید تاسې لومړی په خپل ذهن کې مثبت باور پيدا کړئ او د زړه نازړه او شک فکرونه له خپل ذهنه وباسئ. تاسې باید په دې باور ولرئ چې نړۍ ته د بریا او په هر ډګر کې د کامیابۍ لپاره راغلي یئ. له قوي باوره بریا او له زړه نا زړه حالته ناکامې زېږي.

دا هم ولولئ:   د حمزه تصوف / مصطفی سالک

باور څه شی دی او باور لرونکی انسان څنګه وي؟  ځواب یې دا دی:

  • په خدای باور
  • په ځان باور
  • په ژوند باور
  • په راتلونکي باور
  • په خپل کار باور
  • په خپل هیواد باور
  • په خپلې کورنۍ باور
  • په خپل نفس باور
  • په خپل شخصیت باور

څوک چې په خدای باور لري هغه په دې هم پوهېږي چې خدای زه په ټولو مخلوقاتو کې غوره پیدا کړی یم. مشهور فېلسوف او ارواپوه ویلیم جیمز وایي چې قوي عقیده (باور) په هره برخه کې د بریا تضمین دی، باور په تاسې کې د بریا نامحدوده قوت او انرژي پیدا کوي.

باور څه دی؟ باور اصلاً د مثبت فکر دویم  نوم  دی . فکر چې مثبت شي پایلې به یې مثبتې وي. باور ستاسو له ذهنه هر ډول وېره، شک او شبه ختموي. باور هغه قوت دی چې تاسې ته پراته ټول خڼدونه ، ستونزې او مشکلات ختموي او تاسې پرې برلاسي کوي. په نړۍ کې قوي خلک ټول د باور جادويي قوت لري او په همدې قوت د بریا تر لوړو څوکو رسېدلي دي.

1 Comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*