که د خپل ژوند مسئوليت په غاړه واخلئ، بريالي به شئ!

ژباړه:محمد عزیز پردېس

د مسؤليت منلو او برياليتوب ترمنځ څه اړيکه موجوده ده؟ داسې حالت سره مخ شوي ياست چې ځيني موارد مو د برنامو مطابق مخ ته نه وي تللي، خوتاسې، اشخاص او حتی برخليک مقصر او ګرم وګنئ؟ اندېښنه مه کوئ، موږ ټول له داسې حالتونو سره مخ شوي يؤ. دا ډېره ساده او اسانه کار دی چې د خپلې ستونزې د منلو او د هڅې او کوښښ پرځای نور ملامت کړو.

د پرمختګ لپاره هڅه په هېڅ ډول اسانه نه ده، دغه کړنه وخت او فداکارۍ ته اړتيا لري.
د پرمختګ لپاره هڅه يوازې هغه وخت اسانه کېږي چې مسؤليت ومنو او د خپل د پرمختګ په لاره کې يو څه وکړو. د دې لپاره چې مسئوليت منونکي واوسو، بايد لومړی ناسالمه باورونه لرې کړو.

فکرونه مو د برياليتوب لوری مشخص کوي
کېدای شي دغه مورد لږ کرکجن درته ښکاره شي، خو دا يو حقيقت دی. که په دې اړه ښه فکر وکړئ، ښايي په خپل ژوندانه کې په دې اړه ځيني شواهد هم د ځان لپاره ومومئ.
د بېلګې په ډول، په کار ځای کې ښايي داسې همکار ولرئ چې نه مو خوښېږي. د هغه په اړه ستاسې فکرونه په بشپړ ډول منفي دي او هر وخت چې هغه ګورئ، ستاسې په ذهن کې دغه فکري بهير تکرارېږي. په پايله کې، هر وخت چې تاسې له دې شخص سره په تعامل کئ واوسئ، نو د دې تعامل پايله به هم منفي وي. په حقيقت کې ستاسې فکرونه د دې لامل کېږي چې دغه شخص مو په نظر منفي او بد واوسي. د يو شخص په اړه د منفي احساساتو او فکرونو رامنځته کېدل، د دې لامل کېږي چې تاسې تل له هغه کس څخه منفي تمې ولرئ او د هر هغه څه تمه چې ترې لرئ همغه به ترې ترلاسه کوئ. که له بل شخص سره د هغه تعامل وګورئ، نو جالبه به درته ښکاره شي او هغه پايله چې تاسې يې ګورئ حيران به مو کړي.

دا هم ولولئ:   د افغانستان ۵ نړیوال هوایي ډګرونه وپېژنئ

زموږ د ليدلوري بدلون د دې لامل ګرځي چې د نورو اشخاصو په اړه زموږ د پېژندنې شرايط هم بدلون ومومي. دا سمه چې د دغه ليدلوري بدلون ښايي تمرين او وخت ته اړتيا ولري، خو کله چې لومړنۍ پايلې وګورئ، نو لېواله به شئ چې خپل افکار وارزوئ او د خپلو مثبتو فکرونو په لټه کې شئ.

ژوند له تاسې څخه پوروړی نه دی!
دې حالت سره به ټول مخ شوي يؤ چې موخې مو مشخصې کړې وي او په ډېرې هيلې او تمې سره به يې د پلي کولو په اړه فکر کوو. خو دغه موخې رښتيا شوې نه دي او له ژونده ناهيلي شوي يؤ، ځکه تمه وه چې دغه ژوند به موږ ته پيسې، موټر، کور او يا انګېزه راوبښي! بايد په دې پوه شئ چې د کار پروسه داسې نه ده او بايد ژر تر ژره په دې پوه شو چې له دې لومړنۍ سرماتې څخه وژغورل شو او د ځان له اړخه حرکت وښيو.

مثبت فکر لرل او په نظر کې د يوې ښې پايلې لرل لومړنی ګام دی. د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره يو لړ ګامونو ته اړتيا ده. که سم او مناسب ګامونه پورته نه کړئ، نو د لويو موخو ترلاسه کول به ستونزمن وي.

د نيويارک پوهنتون د يوې څېړنې موندنې ښيي، هغه کسان چې فکر کوي لويې موخې د ترلاسه کېدو وړ دي، د هغه موخو د ترلاسه کولو او هڅو پرمهال دومره برياوې نه ترلاسه کوي.

کله له ځان سره فکر کوو چې د نه لاسرسي وړ موخې مو ترلاسه کړې دي، خو کله چې د حرکت او عمل وخت رسېږي، په بېړې سره تسليمېږو، ځکه باور نه لرو چې دغه موخې د لاسرسي وړ دي. موخو ته د رسېدو لپاره بايد فکرونه مثبت کړو او په سمه توګه ګامونه واخلو.

دا هم ولولئ:   د سرچینو لعنت تیوري (Resource curse theory) /قیام صدیقي

د هر برياليتوب په اړه د فکر کولو پرمهال، هغه موخې چې د ترلاسه کېدو وړ دي، ويې ټاکئ او ورپسې د ترلاسه کولو لپاره يې لستوڼي بډوهئ. که په لاره کې د پرتو خنډونو په اړه معلومات ولرئ، نو ستاسې انګېزه لوړېږي او په پايله کې د اقدام او عمل کچه هم پورته ځي. د وړو هڅو پيل تاسې ته لا انګېزه درکوي او داسې قوت درکوي چې مخکې تګ ته مو هڅوي او لويې ننګونې درته اسانه کوي. تل به نه بريالي کېږئ او تل چې څه غواړئ هغه به نه ترلاسه کوئ، خو که خپل ليد مثبت وساتئ او تسليم نه شئ، نو هغه ځای چې غواړئ هرو مرو به ورته ورسېږئ.

په دې اړه پوهېدل چې ژوند له موږ څخه پوروړی نه دی او دا زموږ دنده چې خپلې په واقعيت واړوو، کولای شي په پيل کې موږ ناهيلي کړي؛ خو ډېر ژر به پوه شو چې سمه لاره په حقيقت کې همدا ده. له دې څخه غوره بل څه نشته چې په دې پوه شئ چې تاسې د هېڅ چا او هېڅ څه له مرستې پرته، هغه څه مو چې غوښتل؛ ورته رسېدلي ياست.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*