له خلکو سره کار او مینه وکړئ | ګلاب بهار

ګلاب بهار

دا به مبالغه نه وي چې سړی ووایي د بریا تر ټولو مهم جز له نورو خلکو سره کار کول دي. د خلکو پېژندلو په مهارت باندې څومره قېمتږدئ؟ که د سترو شرکتونو له بریالیو مشرانو وپوښتئ چې په رهبرۍ کې کومو ځانګړتیاوو ته اړتیا ده نو د ټولو ځواب به یو وي هغه دا چېله خلکو سره کار کول! که له متشبثینو وپوښتی چې کوم شی بریا له ناکامۍ بیلوي، نو د هغوی ځواب به وي: له خلکو سره د کار کولومهارت!

که د پلور له مسؤلینو وپوښتی چې په پلور کې کوم شی ډېر مهم او اغېزمن رول لوبولی شي، د هغوی ځواب به وي: د محصول پرځای دخلکو په اړه ډېر مالومات درلودل!

که له ښوونکو،هټیوالو، ملایانو، شپنو ټولو سره کینی له هغوی به یوه خبره واوری هغه دا چې هغو خلکو چې وده کړې او لوړو مقامونو تهرسېدلي، دلیل یې له خلکو سره د کار کولو وړتیا وه او بس!

د خلکو پېژندلو مهارت څخه پرته نه کېږي! مهمه نه ده چې څه ډول کار کوې، یو ځلې دې چې خلک وګټل بیا نو په هر کار غلبه موندلای شېاو یاد یې لره چې ستا واړه، واړه کارونه مخکې له دې چې ته پرې پوه شې په خلکو ډېر اغېز ښندلی شي. یوه وړه موسکا کولای شي چېد یو چا ورځ ور خوږه کړي؛ د انتقاد پر ځای یوه خوږه خبره کولای شي چې د یوه انسان ژوند ور جوړ کړي. ته هره ورځ کولای شی چې دیو چا ژوند ور جوړ او یا هم ور خراب کړې. ستا هر کار کولای شي چې تاسو ته تر ټولو نږدېماشومان، والدین، کډهتر خپل منفي اومثبت اغېز لاندې راولي نو ځکه درته وایو چې هر کار چې ترسره کوې په احتیاط سره یې ترسره کوه.

دا هم ولولئ:   ټولنیز مسؤلیت / فرید قربان

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*