انارشي: د ختیځ هند سوداګریز شرکت( کمپني)، د شرکت لخوا تاوتریخوالی، او د یوې امپراتورۍ لوټ.

لیکوال: ویلیم ډارلیمپل / معرفي کوونکی: احمدالله ارچیوال

د ا کتاب د شپاړسمې پېړۍ په پايي او د اولسمي پېړۍ په پېل کې هند ته د سوداګرۍ لپاره د بریتانوي سوداګریز شرکت، ختیځ هند ، ورتلل، هلته د دغه شرکت لخوا په سیمه ییز سیاست کې ورګډېدلو او فعال رول لوبولو، د بنګال د هندي واکمنو پر وړاندې د دربار د مخورو په مرسته څو څو ځلې کودتاګانې کولو، د هند د دغه بډايه ریاست پر چارو واکمنیدلو، او د یو شرکت لخوا د خلکو د ځپلو، یوې امپراتوري د لوټلو، او په ټوله کې پر هند د بریتانیې د ولقې ټېنګولو سره سره په هند کې د اروپايي قدرتونو د یو بل سره د سیالۍ تاریخ دی.
د شپاړسمې پېړۍ په پايي او د اولسمې پېړۍ په سر کې، هغه وخت چې د ختیځ هند شرکت(کمپنۍ) هند کې فعالیت پېل کړو، هند د نړۍ د نفوس شل سلنه نفوس درلود او د غه هیواد د ټولې نړۍ د سوداګریزو توکو څلورمه برخه تولیدوله، یا په بل عبارت هند دغه مهال د نړۍ بډایه هیواد وو.دغه مهال د بریتانیې نفوس د هند د نفوس يو پرپنځمه برخه وو.
دا کتاب په ټوله کې د هند د هغه وخت مغل واکمن اورنګزیب د احساساتي پریکړو، تنګ نظرۍ او کم درایتي په هند کې د مغلو د کمزوري کېدو اصلي لامل ګڼي. دا کتاب ښيي، چې څه ډول د بریتانيي ختیځ هند سوداګریز شرکت د هند، او په ځانګړي ډول د بنګال د واکمنو بې کفایتي او د دغه ایالت د نخبه ګانو او مخورو ځانغوښتنې، ناپوهۍ، عیاشیو، او کمزوري مدیریت دغه سوداګریز شرکت ته په لومړي سر کې د بنګال او وروسته د هند په سیاستونو کې د پریکنده رول لوبولو، او بالاخره پر هند د واکمنېدلو لاره برابره کړه.
بنګال د دغه شرکت لومړنۍ کوربه وو، وروسته یې بهار او اوړیسه ایالتونو کې هم خپل فعالیوته پېل کړل. خو د وخت په تېرېدو یې ټول هند ته خپل فعالیتونه وغځول.د ختیځ هند سوداګریز شرکت له څه وخت تېرېدو وروسته دومره پیاوړی شو، چې د شرکت یو میجر د یو ایالت د حاکم د لرې کولو، او پرځای یې بل حاکم واک ته د رسولو وړتېا درلودله. دغه شرکت نه یواځې له عامو خلکو مالیه راټولوله بلکې له ځايي واکمنو څخه يې په دوامداره توګه قلنګ اخیستلو. د ختیځ هند شرکت یو وخت دومره فعال شو، چې د ټولو ننګونو سره سره یې مغل واکمن شهزاده له بېوزلۍ او در بدرۍ څخه راوویستلو او د یو تړون له لارې یې دی یو ډول د هند ډیجور واکمن وټاکلو.
د ختیځ هند شرکت خپل لګښتونه هند کې د سوداګرۍ، له واکمنو د قلنګونو، او د هند له سوداګرو د مالیې راټولولو له لارې پوره کولې، او ان له هندیانو څخه راټولې شوي پیسې به یې بریتانیې ته د ګټې په توګه لېږلې. دوی د هند له سود ورکوونکو څخه پورونه اخېستل، او د هغې له لارې یې خپلې چارې پر مخ بېولې.
دا کتاب په هند کې د خپل فعالیت پر مهال د دې شرکت د ستونزو او دا چې څه ډول یې دغه ستونزې په یو فرصت بدل کړي، د شرکت انګلیسي مامورین یې دومره وپړسول، چې په بریتانیې کې د لوړې ردي سیاستوال او شتمن خلک شي، قیصه کوي.
د ختیځ هند سوداګریز شرکت څو ځلې دومره خوار شوی وو، چې له خپلو هندي مامورینو څخه پور اخیستلو له لارې یې خپل ځان ټینګ کړی وو. خو د دې ټولو سره سره دغه شرکت وتوانېدلو چې د یوې سټراټيژۍ، پرمختللی نظم، او ټاکلې موخې په درلودلو سره ځايي هندي واکمن بې اتفاقه او خپلو موخو ته ورسیږي، او بالاخره ټول هند لاندې کړي.
انارشي ـد ختیځ هند سوداګریز شرکت( کمپني)، د شرکت لخوا تاوتریخوالی، او د یوې امپراتورۍ لوټ، کتاب د ختیځ هند سوداګریز شرکت(کمپنۍ) لخوا د هند د نیولو نه بلکې په حققیت کې د هندي واکمنو د ځانځانۍ، ځانخوښۍ، او ناپوهۍ تاریخ دی.
هندي سیمه ییزو واکمنو د ختیځ هند له سوداګریز شرکت سره د ایتلاف له لارې د یوبل پر وړاندې جنګېدل، او هندي سرمایه دارونو د یو بل سره په سیالۍ دغه شرکت ته د خپل فعالیت د دوام لپاره پورونه ورکول.
د هندي واکمنو ځانخوښي په کتاب کې د روایتونو له ورایه ښکاري. د کتاب د یو روایت له مخې، فقط یو څو ساعته وړاندې لدې چې، ختیځ هندي شرکت ډیلي لاندې کړي، د ډیلي مغل واکمن د شرکت له واکمن سره پر دې چنې وهلې ، چې څه ډول په راتلونکې کې دغه شرکت نوموړي ته د مالي امتیازاتو د ورکړې دوام تضمین کړي. د کتاب د یو بل روایت له مخې، هغه وخت چې مرهټه د ختیځ هند د شرکت سره د ډیلي د باندې د ډیلي د دفاع د ټاکوونکي جګړې لپاره په چمتووالي بوخت وو، د ډیلي مغل باچا، شاه عالم د خپلو شعرونو د مجموعې په لیکلو خپل وخت تېرولو.
د دې کتاب موندنې د ګاندی د هغې خبرې مصداق دی، چې ویل به یې: ((بریتانویانو، یا د ختیځ هند سوداګریز شرکت هند ندی نیولي، بلکې موږ دوی ته ورکړیدی. دوی په هند کې لدې امله چې دوي پیاوړي دي ندي واکمن، بلکې موږ دوی ته دا فرصت ورکړی.تاسې د دې شرکت لخوا زموږ خلکو ته د بهادر ورکولو لقب په زړه کړي،دغه بهادر، چې رامنځته کړي)).
په ټوله کې په کتاب کې له تاریخي اسنادو، ارشیف شویو موادو، د اولسمي، او اتلسمي پېړۍ پر مهال د هندي چارواکو او د شرکت د مامورینو لخوا د لیکلی شویو یادداښتونو، هندي او انګلیسي لیکوالانو لخوا د لیکل شویو اسنادو، او معاصرو موادو څخه ګټه اخیستل شویده.زما په نظر کتاب د ختیځ هند د سوداګریز شرکت لخوا د هند د لاندې کولو تاریخ نه بلکې د دې خبرې، چې څه ډول د هندي نخبه ګانو ناسمو پرېکړو ، ځانځانۍ، ناپوهۍ، کم علمۍ هند د ختیځ هند بریاتوني سوداکریز شرکت ځولۍ ته وروغورځولو، تاریخ دی.

دا هم ولولئ:   یو آم په لس زره: له هندۍ نجلۍ یو درجن آمونه ولې په یو لک او شل زره هندي کلدارې واخیستل شول؟

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*