د لټۍ ارواپوهنه (ناچاپ کتاب) / یوولسمه برخه

لیکوال: اډوېن سي. بلس / ژباړه: میراحمد یاد

کوم کارونه چې انسان بریالی کوي، په هغه کارونو کې د ځنډ او ددې کارونو د مخنیوي دلایل په درېیو ډلو وېشل کېږي:

  1. ناسم منطق (مور او پلار مې بریالي نه وو) یا (ماته اسانه وه، خو خور ته مې سخته وه.) خلک دې ته نه ګوري چې دا ټول شیان د ستاسې د ناکامۍ دلایل نه شي کېدای. بل سره چې کومه پېښه کېږي، تاسې د هغې له امله په خپله بریا سترګې نه شئ پټولای. تاسې تاسې یئ او هغوی تاسې نه دي. تاسې له خپلو خدايي وړتیاو د ګټې اخیستو حق لرئ او ګټه ترې باید واخلئ.
  2. پخوانۍ ګناوې یا تېروتنې (دروغ مې ویلي وو)، (پام مې ورته ونه کړ)، (ټګي مې وکړه.) دغو تېرو پېښو ستاسې ځان‌درناوي ته زیان رسولای دی، خو که تاسې یې دې ته هم پرېږدئ چې راتلونکي ته مو زیان ورسوي، ډېره لویه تېروتنه کوئ. تاسې که کار ونه کړئ، ځان درناوی مو نه ډېرېږي. اپوټه، کار نه کول او نه بریالي کېدل ستاسې ځان درناوی کموي.

نو له ځانه پوښتنه وکړئ چې د تېر وخت د اصلاح لپاره څه کولای شم؟ که کوم کار ذهن ته درغی ویې کړئ. خپلې تېروتنې هېرې کړئ، قوي هوډ وکړئ، راتلونکي کې ښه وختونه ولټوئ او خپلو ګناهونو سره د چلند پر وخت دغه لرغونې وینا دریاودئ چې که خپله ګناه مو ومنله، نو روح به مو آرامه وي. د خپلو تېروتنو په اړه خپلو ملګرو، مشرانو، ډاکټرانو، ارواپوهانو او نورو هغو خلکو سره وغږېږئ چې په دې برخه کې درسره مرسته کولای شي.

  1. د بریالیتوب له مسوولیتونو وېره (زه نه پوهېږم څه وکړم، نور خلک مې وړي، پخپله هېڅ نه لرم.) دغه احساسات له دوو دوو خبرو پیدا کېږي: (الف) په خپلو بې کفایتیو او بې صلاحیتیو پوهېدل او پر دې باور درلودل چې د بریالیتوب له امله داسې ځای ته رسېدل چې لارنس پيټر یې (د بې صلاحیتۍ کچه) بولي. (ب) د ځان درناوي کمی.
دا هم ولولئ:   شپږ هغه کارونه چې باید د سهار له لسو بجو وړاندې یې وکړئ

که ستاسې ستونزه لومړۍ وي، نو خپل ضعفونه تر خپله وسه ختمولای شئ. مطالعه کولای شئ، ډېر کار وکړئ یا لږ زیار وکاږئ. که مو خپل ضعفونه ختم نه کړل (ځکه ډطر خلک یې نه شي ختمولای) او پر دې پوه شوئ چې د خپلې خوښې بریالیتوب ته د رسېدو او په کې د پاتې کېدو وړتیا نه لرئ، نو بیا یې بیخي پرېږدئ. نورې موخې وټاکئ، داسې موخې چې آسانې او حقیقي وي، هغه موخې چې په منطقي هلو ځلو یې ترلاسه کولای شئ. لټي پرېږدئ او هغو موخو پسې مه ځئ چې اصلاً موخې نه دي.

او که د ځان درناوی کمی مو اصلي ستونزه وي، نو د بریالیتوب په اړه به ستاسې غبرګون بیخي توپیر کوي. د خپلو وړتیاو کارول باید زده کړئ، مثبت لیدلوری پيدا کړئ، کوچنۍ بریاوې تقویه کړئ، د خطر منلو لپاره لا ډېر چمتووالی ولرئ او دا زده کړئ چې ماتې او ناکامۍ سره د مخ کېدو پر وخت، آرامتیا وساتئ. راتلونکو څپرکو کې پر دې ټولو بحث شوی دی.

  • خو یوه پوښتنه پاتې شوه. موږ څه پوه شو چې له دې دوو په کوم یوه حالت کې یو؟ موږ د بې کفایتۍ او ځان درناوي د کمي ترمنځ توپير څنګه کولای شو؟

که مو ددې لپاره یوه آسانه ازموینی درلودی، ډېره به ښه وه، ځکه زیاتره خلک دې پوښتنې سره مخ دی. (آیا ددې کار وړتیا لرم؟) له بده مرغه بې له تاسې بل هېڅوک دا پوښتنه نه شي ځوابولای. تر څو چې تاسې پخپله انتخاب ونه کړئ ، د رسېدو لاره ونه لټوئ او پایله یې ونه ګورئ، ددې پوښتنې ځواب نه شئ ترلاسه کولای.

دا هم ولولئ:   په دې ۷ کارونو کې تادي مه کوئ / میراحمد یاد

زه به درته یوه خبره وکړم: ښايي ستاسې د وېرې لامل د ځان‌درناوي کمی وي او له بې کفایتۍ یا د وړتیا له کمي سره هېڅ اړیکه ونه لري. که مو موخه درته ټاکلې وي، په لږې ډېرې خوارۍ ورته رسېدی شئ. یوازې هوډ وکړئ، ملا وتړئ، زیاتره وخت موږ ته خپلې وړتیاوې لږې ښکاري، خو لږې نه وي. مخکې مې وویل، زیاتره ارواپوهان پر دې باور دي چې انسان د خپلو وړتیاو او امکاناتو ډېره لږه برخه کاروي او زموږ ډېر مفکرین هم پر دې باور دي. دا په دې معنا ده چې تاسې د وړتیاو یوه سوچه زېرمه لرئ، یعنې پټې وړتیاوې درکې سختې ډېرېدی. خو که لټي مو ددې دروازې پرانیستو ته پرې نه ږدي، ښايي دغه زېرمې وچې او له منځه لاړې شي.

څلورم ګام اخیستل

خپل څلور واړه لیستونه وګورئ او هغه کارونه په کې وټاکئ چې د بریالیتوب د وېرې له امله درنه پاتې شوي دي. که په دې هر یوه کار کې بریالي شوي وی، څه مو ترلاسه کول؟ آیا دغه منفي دلایل رښتیا هم ددې وړ دي چې تاسې پرې کار پرېږدئ؟ که ځواب مو مثبت وي، نو دغه کارونه له خپل لیسته وباسئ، خو که ځواب مثبت نه وي او دا دلایل رښتیا هم ددې وړ نه وي چې تاسې ورته کار پرېږدئ، بیا هسې ځان مه تېرباسئ او د دغو کارونو کولو هوډ وکړئ.

همدا اوس!

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*