ټولنيزو رسنيو کې د بازار موندنې ۱۰ قوانین/ محمد عزيز پردېس

ژباړه:محمد عزیز پردېس

په ټولنيزو رسنيو کې بازار موندنه ځان لپاره ځانګړي ضوابط او پړاوونه لري؛ ځکه هره رسنۍ له يو او بل سره توپير لري او مختلف جوړښتونه او کارکړنې لري، نو په همدې اساس پکار ده چې په ټولنيزو رسنيو کې د بازار موندنې لپاره بايد د دې برخې د مينه والو لپاره ځانګړې ستراتېزي او پاليسي شتون ولري.

په دې مقاله کې به تاسو وکولی شئ چې د دې لسو قوانينو په مرسته د ټولنيزو رسنيو له لارې ډېر مينه وال پيدا کړئ او ښه بازارموندنه وکړئ.

۱- غوږ نيول

د دې لپاره چې په ټولنيزو رسنيو کې د بازار موندنې برخه مو په ښه توګه مخ ته ولاړه شي، بايد کمې خبرې وکړئ او ډېر غوږ کېږدئ.په انلاين ډول د خپلو مخاطبانو د موخې محتوا ولولئ، له هغوی سره خبرې وکړئ، ترڅو هغه څه چې مهم دي زده یې کړئ او  تاسو به وتوانېږئ چې ارزښت لرونکي څه توليد کړئ.

۲- تمرکز

د خپلو مخاطبانو په موضوعاتو تمرکز وکړئ او له ګډوډۍ او سردرګمۍ څخه ځان وژغورئ. څېړنو ښودلې ده، هغو کسانو چې په ټولنيزو رسنيو کې د يوې ځانګړې موضوع په څارلو سره فعاليت کوي، د هغه کسانو په پرتله چې ځانګړې موضوع په نظر کې نه نيسي او په عمومي ډول توليد کوي؛ په معمول ډول هياهو او ګډوډي رامنځ ته کوي.

۳- کيفيت

کيفيت له کميت څخه غوره او ارزښتمن ګڼل کېږي. د لس هاو زرو څارونکو او مشتريانو څخه، هغه ۱۰۰۰ څارونکي ښه دي چې تل ستاسو مطالب څارې، پيغامونه درته پرېږدي، پوښتنې کوي او فعاله دي.

دا هم ولولئ:   مازوخېزم يا ځان ځورونه (درېیمه برخه) رضاءالله ځار

۵- صبر

د ټولنيزو رسنيو په بازارموندنه کې برياليتوب په يوه ورځ او يا هم د يوې شپې په ترڅ کې نه رامنځ ته کېږي، بايد هڅه وکړئ او ډېره انرژي پرې ولګوئ. د ښو پايلو د ترلاسه کولو لپاره بايد د اوږدې لارې د مزل لپاره ژمن واوسئ.

۵- ترکيب
که تاسو په ښه کيفيت او ښې محتوا سره توکي توليد کړئ او هڅه مو دا وي چې د ښه کيفيت خوښوونکي مخاطبان ولرئ، نو هغوی به ستاسو توليد له خپلو مخاطبانو سره شريک کړي. په ياد ولرئ چې ستاسو د توليد او ستاسو په اړه د مخاطبانو ترمنځ خبرې اترې کول ډېره مهمه او ارزښتمنه خبره ده. له دې لارې به تاسو په اتومات ډول د زرهاو مينه والو او څارونکو خاوندان شئ.

۶- نفوذ

هڅه وکړئ چې داسې مخاطبان ځان ته ومومئ چې کيفيت ته اهميت ورکوي، دا ومنئ چې د مخاطبانو له لورې لارښوونې او نيوکې د دې مانا ورکوي چې ستاسو مخاطبان مخ په ډېرېدو دي او تاسو ورو ورو د ډېر نفوذ لرونکي کېيږئ. هغه مخاطبان مو چې کيفيت خوښوي، هغوی به د وخت په تېرېدو سره ستاسو توليدي توکي له نورو مينه والو سره شريک کړي.

۷- ارزښت

که تاسو خپل ټول وخت په ټولنيزو رسنيو کې په مستقيم ډول د خپلو محصولاتو او خدماتو په پراختيا تېر کړئ، خلک ستړي کېږي او نور به ستاسو توليد ته ارزښت ورنکړي. تاسو بايد خپلو مخاطبانو ته د خبروکولو او بحث په مرسته هم وخت ځانګړی کړئ. هڅه وکړئ چې د مخاطبانو سره مو له نږدې او په مستقيم ډول وګورئ او د توليد په اړه مو ترې نظريات راواخلئ.

دا هم ولولئ:   حقیقت دی که افسانه؛ اپل(Apple) کمپنۍ ځیرکې د کوژدې حلقې رامنځته کوي _ حکمت الله همت

۸- مننه او قدردانی

د ښو اړيکو جوړول په ټولنيزو رسنيو کې د برياليتوب يوه مهمه برخه ګڼل کېږي، که مخاطبان مو دا اطمينان ترلاسه کړي چې تاسو ورته پام کوئ، نو تر هغه وخته چې تاسو د دې قانون پيروي کوئ، هغوی به هم ستا کسب او کار ته ژمن پاتې شي.

۹- لاسرسی

تاسو بايد تل خپلو مخاطبانو ته لاسرسی ولرئ، دا په دې مانا ده چې تل توکي توليد کړئ او په خپلو جلسو او خبرو او اترو  کې حضور ولرئ. که تاسو د يوې اونۍ يا يوې مياشتې لپاره غيرفعاله يا ورک شئ، نو ستاسو څارونکي او مخاطبین به په چټکۍ سره ستاسو پرځای بل بديل د ځانونو لپاره ومومي.

۱۰- متقابلې اړيکې

تاسو بايد له نورو دا تمه ونه لرئ چې ستاسو مطالب له نورو سره شريک کړي او ستاسو په اړه دې خبرې وکړي، څو چې په خپله دا کار د هغوی لپاره ترسره نه کړئ. د خپلو توليداتو او موادو د شريکولو او د هغو په اړه د خبرو کولو لپاره وخت ځانګړی کړئ.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*