د نړۍ تر ټولو سپین رنګ: د ایرکنډېشن اړتیا به ختمه کړي

جالب

ساینسپوهانو د PurdueUniversity په لابراتور کې د نړۍ تر ټولو سپین رنګ جوړ کړی دی.

دا جوړ شوی رنګ د نړۍ د تر ټولو سپین رنګ په توګه د ګینس د نړیوالو ریکارډونو په کتاب کې ثبت شوی دی.

ساینسپوهان وايي چې دغه رنګ به ۹۸.۱ سلنه د لمر وړاندې بېرته منعکسوي چې له امله به یې تودوخه تر کافي اندازې کمېږي.

که چېرې دغه رنګ ودانۍ ته ورکړل شي، نو د لمر وړانګې به بېرته ګرځوي، دې سره به تودوخه نه رامنځته کېږي او دا به د تودوخې کمولولپاره د انرژۍ په کمښت کې د پام وړ کموالی راوړي.

د رنګ سپین والی په دې معنی هم دی چې دا د نړۍ تر ټولو یخ رنګ دی.

ساینسپوهانو د تودوخې د دقیق سنجولو لپاره د ترموکوپول په نوم وسیله کارولې او دا یې ښودلې چې دغه رنګ  د شپې له خوا د نورورنګونو په پرتله د تودوخې درجه ۱۹ فارنهایټه ښکته ساتلای شي.

همدارنګه غرمه مهال په تاوده لمر کې هم د تودوخې درجه تر  فارنهایټ درجې ټیټه ساتلی شي.

دا هم ولولئ:   ټوېټر د فالورو په برخه کې نوې آسانتیا رامنځته کوي

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*