پښتون زلمي ړندو خلکو لپاره ځيرک بوټان جوړ کړي

جالب

د سوات اوسېدونکي ۱۷ کلن وسیع الله په یوه نوښت کې داسې ځيرک بوټان جوړ کړي چې ړندو خلکو سره به په لاره تګ کې مرسته کوي.

وسیع الله رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې له ماشومتوبه به یې د ورانو شویو بېټریو او برښنايي وسایلو له بیارغونې سره شوق و چې له امله یې اوس د ځيرکو بوټانو په جوړېډو بریالی شوی دی.

smart shoes1 0

نوموړي دا هم زیاته کړې چې په دې بوټانو کې یو ډول حسونکي (سینسر) نصب کړي او د خطر پر وخت به ړوند انسان ته یوه خبرتیا ورکوي.

نوموړی خوشبینه دی چې د دغو ځيرکو بوټانو په مرسته به ړانده خلک به یې له امسا او مرستندویه انسان نه پخپله د بې خطره ګرځېدو جوګه شي.

د وسیع الله د فزیک استاد محمد فاروق هم رسنیو سره غږېدلی او ویلي یې دي چې شاګرد یې تر ده وړاندې د شلو او ګوډو خلکو لپاره یو ویلچیر سایکل هم ډيزان کړی و، خو د اقتصادي ستونزو له امله یې ساز نه کړی شو.

smart shoes4 0

وسیع الله ویلي چې په نوره نړۍ کې د ړندو خلکو لپاره خپل ځانګړي بوټان شته، خو په وینا یې چې هلته یې بیې د اسمان په شنو کې دي او ډېر خلک یې د اخیستو وس نه لري.

په دغو بوټانو یې ټولې ۴۵۰۰ کلدارې لګښت راغلی دی.

دا هم ولولئ:   د سټیو جابز هغه ځانګړنې چې په نړۍ کې یې وځلاوه

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*