د ژوند د دوام لپاره؛ د حقايقو پلټنه | ژباړه: رفیع الله رفېع

ليکوال: برټرانډ ارتور وېلېم راسل ژباړه: رفيع الله رفېع

د ژوند د دوام لپاره؛ د حقايقو پلټنه، د يو بل سره مينه کول، د يو بل منل او د کرکې/نفرت څخه لرې والی هغه ژورې او ټکان ورکوونکې جملې دي، چې موږ يې نه عملي کوو.

له برټراڼډ راسل څخه په يوه ويډيوي مرکه کې پوښتنه وشوه: فرض کړئ، چې زموږ لمسیان به دا ويډيوي مرکه ګوري، تاسو د هغوی د ژوند لپاره څه شی مهم او ارزښتناکه ګڼئ، د هغه ژوند په اړه چې تاسو وکړ او د هغه درسونه په اړه، چې تاسو ترې زده کړه کړې؟

هغه وويل: زه غواړم په دوو موضوعاتو خبرې وکړم: لومړی یې عقلي/فکري اړخ  او دوهم یې اخلاقي اړخ.

لومړی: عقلي/فکري اړخ:

کله، چی تاسو کومه موضوع مطالعه کوئ یا د یوې ځانګړې فلسفې په اړه څېړنه کوئ، نو له ځانه وپوښتئ حقايق څه دي، هغه حقايق او ثبوتونه، چې يو څه ثابتوي څه دي؟ ځان مه منحرف کوئ، نه د دې لپاره، چی ته غواړې هغوی په دې قانع کړې، ځکه خلک په دې باور کوي او نه هم د دې لپاره، چې ته فکر کوې، چې هر کس، چې په دې باور لري، په هغه به ښه اغېز/تاثير وکړي، بلکې یوازي په دقت او قاطعت سره حقايق ولټوئ، دا یې فکري اړخ دی.

دوهم: اخلاقي اړخ:

اخلاقي ارخ، چې زه غواړم خبرې پرې وکړم ډېر ساده ده؛ مینه هوښياري ده او کرکه ناداني ده، په دې نړۍ کې، چې هر ورځ يو، بل ته نږدې کېږ، مو باید دا زده کړو، چې یو بل وزغموو او دا خبره باید ومنوو، چې ممکن یو څوک داسې څه ووايي، چې زموږ نه خوښېږي، بس موږ یوازې په دې همدې ډول یوځای ژوند کولای شوو او که موږ غواړو، چی یو ځای ژوند وکړو، نه دا، چې يو ځای مړه شوو، نو موږ باید په ځمکه کې د انساني ژوند د دوام لپاره یو ډول بې سارې مهرباني او زغم ولرو.

دا هم ولولئ:   شعور جوړونه / مولانا وحیدالدین خان

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*