څنګه؛ هر څه ژر زده کړو؟/ رفيع الله رفېع

ليکوال: Josh Kaufman / ژباړه: رفيع الله رفېع

په لومړيو 20 ساعتونو کې!

څنګه؛ هر څه په 20 ساعتونو کې ژر زده کړو؟ دا پوښتنه په لومړيو 20 ساعتونو کتاب کې ځواب سوې: دا کتاب زموږ په ژوند کې تر ټولو مهمه هغه پوښتنه ځوابوي، چې موږ ورسره مخ کېږو او هغه دا ده:

څنګه په 20 ساعتونو کې هر هغه څه، چی موږ/تاسو يې غواړئ، ژر زده کړئ؟

موږ ټول غواړو، چې ډېر مهارتونه زده کړو، خو نه پوهېږو، چې څنګه او کله؟

ولې 20 ساعته؟ ځکه، چی 20 ساعته د سکرېچ څخه تر ښې کچې پورې د هر هنر د زده کولو لپاره مناسب اوسط دی، دا موده د ډېرو تجربو او څیړنو وروسته ليکوال جوش کاوفمن کشف کړه او د هر هنر د زده کولو لپاره تطبيق كېداى شي، هغه که فزیکي وي او که تخنيکي، لکه ورزشي لوبه ډیزاین، پروگرامېنگ، نوې ژبه او داسې نور.

د جوش کاوفمن په لومړيو 20 ساعتونو کتاب کې د هر مهارت د زده کولو لپاره 9 اصول ټاکل شوي، تاسو د هر نوي مهارت د زده کولو لپاره باید دا مهم ګامونه پورته کړئ.

1 – په یوه مهارت تمركز وکړئ. هغه مهارت، چې تاسو ته لومړيتوب لري او ترسره کول يې ډېر مهم وي، په هماغه مهارت تمرکز وکړئ، تر هغې، چې مو نه وي زده کړی/ترلاسه کړئ، مه يې پرېږدئ.

2 – مهارت په کوچنیو برخو ووېشئ، ترڅو په اسانۍ سره وګورئ، چی کوم شیان د دې مهارت په زده کولو کې درسره مرسته كوي.

3 – تاسو باید هغه کچه وټاکئ، چې تاسو غواړئ د 20 ساعتونو مودې په پای کې ورته ورسیږئ.

دا هم ولولئ:   د لټۍ ارواپوهنه (ناچاپ کتاب) / شپږمه برخه 

4 – د زده کړې هغه سرچینې راټولې کړئ، چې تاسو سره د هغه مهارت په زده کولو کې مرسته کوي، چې تاسو یې غواړئ، مګر مه پرېږدئ، چې دا په زده کړه کې د خنډ او ځنډ لامل شي.

5 – د هنر زده کولو لپاره هغه وسایل چمتو کړئ، چی تاسو ورته ارتيا لرئ.

6 – له ګډوډۍ، تشويشونو او هر هغه څه څخه ځان وساتئ، چې د مهارت زده کولو لپاره ستاسو د ژمنتیا مخه نیسي.

7 – هره ورځ د ورزش کولو لپاره وخت و تاکئ.

8 – د هر هغه مهارت له زده کولو وروسته، چې تاسو یې زده کوئ، ځان و ازمايئ.

9 – په دې تمرکز وکړئ، چی د مهارتونو د ترلاسه کولو لپاره څومره معلومات ترلاسه کوئ او څومره ژر يې ترلاسه کوئ.

د لومړيو 20 ساعتونو کتاب په ټوله کې دا در زده کوي، چې که د یو کار د ترسره کولو لپاره د وخت په موندلو تکیه وکړئ، هغه کار به هېڅکله ترسره نه شي، که غواړئ وخت ومومئ، تاسو باید وخت پیدا کړئ.

ستونزه هغه وخت رامنځته کېږي، چې موږ مهارت ترلاسه کول د مهارت له زده کولو سره ګډوډ کړو، که تاسو غواړئ نوی مهارت زده کړئ، تاسو باید په هر ډول شرایطو کې تمرین وکړئ، مګر که فعالیت ډېر مهم وي، بيا یوازې زده کړه کافي نه ده.

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*