ملي پارک،پيژندنه او ګټې يې / جاوېد کریمي

جاوېد کریمي

د International Union for Conservation of Nature)  ICUN ( یا د طبیعت د ساتنې نړیواله ټولنې د معیار مطابق د مليپارک هغه خوندي ساحه ده چې پکې د ځنګلي حیوانانو لپاره (ځنګلي ژوند)،چاپيریال او ایکو سیستم د خوندي ساتلو په پار په خصوصيډول جوړ کړی شوی وي.چې مقصد يې د هغه نایابه حیواناتو او نباتاتو لپاره داسې چاپيریال عیارول وي چې په کوم کې چې دوی ژوندکولای شي.

هغه ساحې چې د ملي پارکونو پنوم نومول کیږي  موخه يې د ایکوسیستم ساتنه ،د عامو خلکو د تفریح لپاره زمینه سازي او د خپلونباتاتو، څارویو او طبیعي منظرو ساتنه وي.

ملي پارکونه نه يوازې زموږ د غوره طبیعي میراثونو (زړه پورې منظرې،نایابه حیوانات او نباتات او د حیواناتو لپاره ځنګلي ژوند) ساتنهکوي، بلکې د سلګونو او زرګونو سیاحینو لپاره د راتګ زمینه هم مساعدوي،چې پدې سره د سیمې خلکو ته د کار او روزګار زمینهمساعدیږي.

پرته له دې چې د ملي پارکونو د شتون او ساتنې ابتدايي او اساسي هدف د حیاتي تنوع ساتنه ده،سیمې خلکو ته د ارزښتناکهاقتصادي،ټولنیزې ،کلتوري او صحي ګټې هم  رسوي.

اقتصادي ګټې يې:

ملي پارک د خلکو لپاره د سیاحت زمینه مساعدوي چې سیاحین بیا هلته خپلو اړتياوو د رفع کولو لپاره یو اندازه پیسې مصرفوي،چې پدېشکل د هغې سیمي خلکو ته د کاروبار موقع په لاس ورځي،مثلاً هوټلونو او رستورانتونو جوړېدل،د سیمي زراعتي او صنعتي خصوصالاسي صنایعو  محصولاتو ته بازار را منځته کیدل،تفریحي وسایلو (برقي زانګو ګانې/لیفټ،ټالونه……)څخه د استفادې په مقابل کېتادیات او نورو ډیرو لارو څخه کاروباریان کولای شي کافي اندازه عواید ترلاسه کړي چې پدې شکل سره د سیمې اقتصاد پراختيا اوپرمختيا مومي،که موږ د نړۍ د ځینو هیوادونو مثالونه ورکړو چې هغوی په ملي عاید کې سیاحت څومره برخه لري :

دا هم ولولئ:   مالي اهداف بايد څنګه وټاکل شي؟ / جاوېد کریمي

استرالیا هیواد په کلنۍ شکل ۲۳ ميلیارده ډالر د سیاحت د لارې عواید ترلاسه کوي.سویزرلینډ هیواد ته په ۲۰۱۹کال کې 11.82میلیونهخلک په سیاحت تللي وو چې ترې 21.26 میلیارده عواید يې ترې ترلاسه کړي وو.هند په ۲۰۲۱ کال کې ۹ ميليارده ډالر عواید تر لاسهکړي وو،بنګله دېش 1.8 میلیارده او همدارنګه نړۍ ډيری هیوادونه په کلني ډول د تورېزم له سکتوره عواید ترلاسه کوي.

ټولنیزې او کلتوري ګټې:

ملي پارک د طبعیت د تاریخ د کتاب په څير رول اداء کوی،څنګه چې تاریخ کتابونه د تیرو خلکو سیاسي،اقتصادي او ….کړني نورونسلونو ته په امانت شکل سره انتقالوي،عین همداسې ملي پارک/او ساتل شوې سیمې کولای شي طبیعي منظرې،غارونه،تاریخيځایونه،ځنګلات ،ځنګلي حیوانات ،نایابه نباتات سلګونه کلونه ساتي او نورو نسلونو ته يې انتقالوي.همدارنګه ملي پارک /ساتل شوېسیمې کولای شي  د همغې سیمې دودونه،کلتور،ژبه او د ژوند بڼه په ښه شکل نورو خلکو ته وښايي او سل ګونه کلونه يې له منځه تللووژغوري.

روغتيايي ګټې :

نننۍ نړۍ کې چې اقلیمي تودوخه ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو ده،د هوا ککړتيا تر هر بل وخت زیاته ده او لا هم په زیاتېدو،ښارونه دوسایطواو کارخانو د لوګو او شوره ډک دي،د نن ورځې تقریباً هر انسان په رنګارنګو ذهني ناروغیو اخته دی او د یوه داسې پرسکونه اوارامه ځای په تلاش کې دی چې هلته آرامي وي،طبیعي منظرې وي،هلته د کارخانو او موټرو دودونه نه وي،هلته د خلکو زیاته ګڼه ګوڼه نهوي،شور نه وي،او د روټين چاپیریال نه یو متفاوت چاپیریال باید وي چې د ژوند يو څو شیبې پکې په ارامه تیرې کړي،دغسې سیمه پرته لهشکه ملي پارکونه/ساتل شوې طبیعې سیمې دي.دغسې سیمې د هوا د پاکوالي،اقلیمي تودوخې په مخنیوي کې رغنده او بارز روللري،چې دا هر څه مستقيماً د انسانانو په فزیکي او رواني روغتيا باندې اغیز لري

دا هم ولولئ:   باچا خان په افغانستان کې_ارمان مهربان

 

. What are National Parks? – Definition, History, Importance, and FAQs (geeksforgeeks.org)

Why Are National Parks Important? – National Parks Association of NSW (npansw.org.au)

 

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*