ګوبلز او د لویو دروغو تیوري / فرید قربان

فرید قربان

د نړۍ په تاریخ کې به ډېر کم داسې مثالونه وي چې د نازي المانیانو په څېر دې واک ته د رسیدو او د هغه د پایښت لپاره له تبلیغاتو ګټهاخیستل شوې وي.

نازیانو وکولای شول چې په لنډه موده کې د رسنیو او پروپاګنډه په مرسته د المان کوچنی نازي ګوند په تر ټولو لوی او بریالي نازي ګوندواړوي.

د هغه محال د دا ډول هڅو شاته چې د چا نوم ډېر یادیږي، نو بې له شکه هغه پاول جوزف ګوبلز دی.

دی د نړۍ د مشهور دیکتاتور هټلر نېږدې ملګری او د باور وړ کسانو څخه و. په ۱۹۳۳ کال کې د هټلر واک ته د رسیدو سره سم د هغه دتبلیغاتو او پروپاګینډه وزیر وټاکل شو او تر ۱۹۴۵ کال پورې یې دغه دنده ترسره کړه.

ګوبلز که څه هم تر لا تر ننه د ګټورو تبلیغاتي پلانونو، پراخې پروپاګنډه او جذابو خبرو له امله ستایل کیږي، خو په د غه برخه کې د نااخلاقي کړنو له امله ځینو هغه کس بللی چې د شیطان په ژبه خبرې کوي.

ګوبلز د ۱۸۹۷ کال د اکتوبر په ۲۹مه په جرمني کې پیدا شوی دی. په څلور کلنۍ کې یې ښۍ پښه فلج ووهله چې له امله یې جراحيعملیات هم ترسره کړل، خو چندان ګټه یې ورته ونکړه. وروسته یې پدې هکله ولیکل:” له هغو عملیاتو وروسته ژوند بې مزې و، ومې نشوکولی چې له نورو سره لوبې وکړم، زه په یو تنها شوي لیوه بدل شوم“.

دده له ماشومتوبه له کتاب لوستنې سره جوړه وه. د هنر او زده کړو په برخه کې له ښې وړتیا برخمن و. د ادبیاتو او فلسفې په برخه کې یېزده کړې ترسره کړې وې. د ځوانۍ په اولو وختونه کې به یې کله، کله شعرونه هم لیکل او وروسته یې د (د اخیرو ورځو کتاب) چې دورځني ژوند خاطرې او یاداښتونه دي، ولیکه چې تر ننه لا هم لوستونکي لري.

دا هم ولولئ:   قصاب / همایون همت

ګوبلز د جسمي کمزورتیا له وجې د دوه نورو وروڼو پرخلاف نظامي خدمت ته ونه ټاکل شو. ده دغه کار د ځان لپاره تحقیر ګاڼه او ویلکیږي چې له امله یې څو ورځې په کوټه کې ځان زنداني کړی و. خو ددې سره سره هم ګوبلز ډېر وخت د جنګي جبهې شاته د یو فعالنازي په توګه دنده ترسره کړه. په ۱۹۲۳ کال د المان په نازي ګوند کې داخل شو، تر هغه د مخه یې په بانک دنده درلوده او د ورځپانېلیکنې په برخه کې یې هم کار کړی و.

ګوند ته د راتګ سره سم یې د خپلې جذابې وینا او خبرو په سبب زیات شهرت تر لاسه کړ.

د تبلیغاتو د وزیر په توګه په خپلو فوق العاده ویناوو، پر رسنیو د برلاسۍ او عامه ذهنیت د رهبرۍ په مرسته یې زیات شمېر کسان د خپلګوند او مشر هټلر پر خوا ودرول.

بالاخره د خپل ګوند مشر او د هټلر له مرګ څخه وروسته د نازي المان د اخري صدراعظم په توګه هم وټاکل شو.

هاغه وخت چې پاول جوزف ګوبلز د نازي ګوند د تبلیغاتو وزیر و، په ډېر لنډ وخت کې یې وکړای شول، چې د وخت اکثریت چاپي اوغږیزې رسنۍ سره یو ځای او د خپل کنټرول لاندې راولي. پداسې حال کې چې هاغه محال المان د نړۍ د رسنیو لوی مرکز و. د معلوماتوله مخې هلته څه باندې څلورو زرو ورځپانو او اونیزو فعالیت کاوه.

ګوبلز ډېر زر د هنري فلمونو برخې ته متوجه شو او هغه یې پر عامه اذهانو د اغیز او د سیاسي تبلیغاتو لپاره غوره وسیله وبلله.

دا هم ولولئ:   پښتونولي؛ د ژوند یو معتبر قانون / شرافت همت

ددې تر څنګ یې له راډیوګانو، پوسټرونو او آن لوډسپیکرونو څخه د خپل ګوند او مشر هټلر په ګټه تبلیغات ترسره کول. دده پام یوازې خپلوتبلیغاتو ته نه و، بلکې د ضد تبلیغاتو د مخنوي لپاره یې هم جدي ګامونه اخیستي دي. په خپلو هڅو یې د یو زیات شمېر راډیو ګانو اوورځپاڼو فعالیتونه ور بند کړل او بې شمېره کتابونه یې په عام محضر کې د اور خوراک کړل. د یهودو پر ضد یې له هېڅ ډول پروپاګنډه اوتبلیغاتو څخه مخ نه اړوه او په عین حال کې یې په لوړه کچه کاپیټالیسټي افکار او کړنې هم غندلې.

جوزف ګوبلز تر اخره خپل ملګري او لارښود هټلر ته وفادار پاتې شو. په ۱۹۴۵ کال چې په جنګ کې د المان ماته یقیني شوه او سور پوځبرلین ته را ورسیده، ګوبلز په ځانوژنې سره خپل نېږدې۴۷ کلن ژوند پای ته ورسوه.

د ګوبل د لویو دروغو تیوري ډېره مشهوره ده. ددغه تیورۍ له مخې دروغ باید دومره لوی وویل شي چې اوریدونکي یې په لویوالي باوريشي او سمدستي په اسانه یې ومني. خلک په لویو دروغو د کوچنیو په نسبت زر باور کوي. که دروغ تکرار وویل شي زر یا ورو یې خلکضرور مني.

دغه ډول دروغ د اول ځل لپاره په سیاست کې د یو تکتیک په توګه هټلر او د هغه حکومت په لویه پیمانه وکارول. دغه تیوري وایي چېهېڅکله خلک دلسردۍ ته مه پریږدئ، خپلې تېروتنې کله هم مه تسلیموئ، د دوښمن د ښه والي امکان رد کړئ، د بدیل لپاره ځای مهپریږدئ، ټول تمرکز مو باید په دوښمن وي او خپله هره ناکامي د دوښمن په اوږه ور بار کړئ.

دا هم ولولئ:   ټولنیز ساینس او پرمختګ / خیال شینواری

ګوبلز به ویل موږ دوست ته نه، بلکې دوښمن ته اړتیا لرو.

دده په خبره هرکله چې یو حکومت له اداري او اقتصادي ستونزو سره مخ شي، فساد پکې لوړې کچې ته ورسیږي او د خلکو لومړنیوغوښتنو لکه کار، خوراک، کور، زده کړو او نورو ته ځواب نشي ویلی، ضرور د ولس له نیوکو او نا راضیاتۍ سره مخ کیږي.

پدې حالت کې حکومت د سقوط او انقلاب خواته ځي. نو پکار ده؛ چې حکومت په داسې حالاتو کې عامه ذهنیت د یوې فرعي خو لویېموضوع خواته منحرف کړي. حکومت باید ملت ته په لوی لاس داخلي او بهرني دوښمنان راپیدا کړي او یو جنګ ته باید داخل شي. کهواقعي دوښمن نه وي آن یو خیالي دوښمن دې په کوم چل ورته را وتراشي.

په مسلسل ډول باید د خلکو په ذهنونو کې د دوښمن شوم پلانونه او دسیسې ور پیچکاري کړل شي او په لویه کچه تبلیغات دې تر سرهشي. کیدای شي دغه تبلیغات د ګاونډیو هېوادونو، لویو قدرتونو او یا هم د لویو نړیوالو سازمانونو په هکله وي.

ګوبلز باورمند و چې د کمزو حکومتو بقا په جنګونو او بحرانونو کې ده. داسې جنګونه او بحرانونه چې عام وګړي خپلې اقتصادي، کارياو ټولنیزې ستوزې هیرې کړي او د حکومت سره مرستندوی شي. همدا حالت ګوبلز د داخلي رقیبانو او منتقدینو د سرکوبولو لپاره بهترینفرصت بولي. یو هېواد چې ارام وي، خلک له حکومته د خدماتو غوښتنه کوي او تواقعات یې لوړیږي. د ګوبلز وړاندیز دادی چې یو هېوادباید تل په جنګي حالت کې وساتل شي. عامه اذهان دې داسې یو لور ته رهبري شي چې خلک د خپلو بدمرغیو پرځای، د دوښمن په اړهوغږیږي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*