د روژې مبارکې میاشتې فضیلتونه / مینا نور

لیکونکې: مینا نور

د کال په اوږدو کې داسې یوه میاشت هم شته، چې له پیل کېدو سره یې سم د الله پر له پسې رحمتونه پر انسانانو اوریږي، د توبې ښهمهلت پیدا کیږي، د جنت دروازې خلاصيږي؛ او د دوزخ دروازې پکې بندیږي، دا میاشت د روژې مبارکه میاشت ده.

په دې میاشت کې  الله خپل پاک کلام پر خپل محبوب نبي محمدﷺ نازل کړی دئ او الله خپلو بندګانو ته د نېکو اعمالو توفیق نصیبکوي.

په روژه مبارکه میاشت کې روژه لرونکي له بدو کارونو منع؛ او پکې د کال د مودې ټول ګناهونه بښي دا د اسلام په سپېڅلي دین کې یومعظمه او با برکته میاشت ده.

بې له شکه روژه د ځان ساتل دي له خوراک، څښاک او له حرامو کارونو، څخه چې د سهار له پیل څخه تر ماښام د لمر پریوتلو پورې ددغې میاشتې روژه الله فرض کړې او د شپې قیام( د تراویح لمونځ ) یې د ثواب ذریعه ګرځولې ده.

پیغمبر فرمایلې دي:[ دا میاشت له خلکو سره د خواخوږۍ، او مرستې میاشت ده] په دې میاشت کې له خلکو سره مرسته کول،خواخوږي، صدقه او امداد له نورو میاشتو نه ډیر توپیر لري.ځکه دا میاشت داسې یو میاشت ده چې په دي کې د هر مومن رزق او روزيزیاتیږي له نورو مومنانو سره مرسته کول او امداد ډیر لوی فضلیت او ثواب لري.

څوک چې په دې میاشت کې يو روژه لرونکې ته روژه ماتی ورکړي نو دغه روژه ماتی د ده لپاره د ګناهونو معاف کېدو او د دوزخ له اورڅخه د بچ کیدو سبب ګرځي؛او د روژه لرونکې په شان ده ته اجر او ثواب ورکول کیږي.مګر د دغه روژه لرونکې د روژې په ثواب کې ده تههیڅ ډول کمی نه راځي.

حضرت محمد فرمایي [ ای خلکو په تحقیق سره د روژې مبارکه میاشت راغله په دې میاشت کې یوه شپه ده چې په دغه شپه کېعبادت کول د زرګونو میاشتو له عبادت څخه غوره ده]

هغه مسلمان چې په دې مبارکه میاشت کې په ریښتني توګه د الله عبادت وکړي؛ په سمه توګه روژه ونیسي او بیا ماښام هم خپله روژهپه بشپړو حلالو خوړو ماته کړي؛ همدا ډول د ورځې په اوږدو کې په خپل کار او بار کې ریښتینوالی، په راکړه ورکړه کې با انصافه او دناروا خبرو، ناوړه کارونو، دروغ ویلو، او د نورو له غیبت کولو، څخه یې په بشپړه توګه ځان ساتلی او پرهیز یې کړی وي؛ نو بې له شکهچې د داسې ریښتیني مومن مسلمان ټولي دعا ګانې به د الله په دربار کې قبولې؛ هیلې به یې په ریښتیا بدلې؛ او بې شمیره اجرونه اوثوابونه به یې په نصیب شي.

دا هم ولولئ:   ‎اتل که د بېځايه باورونو غلام؟_ منتشر شاهي

د روژي مبارکې میاشت روژه نیول په ټولو مسلمانانو فرض ده ؛ مګر په ناروغانو او څوک چې په سفر کې وي او د هغوی لپاره ځانکړېشرایط شتون لري او قضایې ادا کول پرې لازم دي.

روژه د رحمت،مغفرت،( بخښنې) د دوزخ له عذاب او اور څخه خلاصون میاشت؛ د مسلمان لپاره ډیرې زیاتې ګټې لري ، دنیایي ګټې یې دروغتیا او صحت ښه کېدل؛ د آخرت ګټې یې بې شمیره اجرونه او ثوابونه، چې الله یې مسلمانانو ته په برخه کوي .

روژه د الله له لوری مسلمانانو ته د مېلمستیا میاشت  د اسلام سپیڅلي دین کې ځانکړی فضلیت، د اسلام له پنځو ارکانو څخه دریمرکن بلل کیږي.

د دې تر څنګ روژه ځینې نورې ځانګړتیاوې هم له ځان سره لري یعني د ورځې په اوږدو کې خوراک، څښاک، سر بېره باید د دروغو نهویل، نامحرمو ته نه کتل، حرام څیز ته لاس نه وړل، ناروا خبرو ته غوږ نه نیول، له غیبت ځان لرې ساتل، تر هغو چې د الله له لوري څخهد ریښتیني روژه لرونکې په قطار کې حساب او د ډېرو اجرونو، ثوابونو، په برخه کیدل او د دعا قبلېدو لامل وګرځي.

روژه د عبادت، مغفرت، فضلیت، رحمت، برکت،  میاشت؛ چې الله د خپل حکمت او علم پر اساس د۱۲قمري میاشتو په بر کېځانګړی امتیاز یې ورکړی دی.

د روژې مبارکه میاشت په اسلام کې له ځانګړي فضیلت څخه برخمنه ده، روژه چې د اسلام له پنځو بناوو څخه درېیمه بنا ده، رسولالله فرمايلي دي: “بنِيَ الإِسْلَامُ عَلَى خَمْسٍ، شَهَادَةِ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَأَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ، وَإِقَامِ الصَّلَاةِ، وَإِيتَاءِ الزَّكَاةِ، وَحَجِّ الْبَيْتِ،وَصَوْمِ رَمَضَانَرواه البخارياسلام په پینځو ستنو جوړ شوی دی، د دې خبرې ګواهي ورکول چې د الله تعالی پرته بل څوک د عبادت وړنشته او محمدﷺ د الله تعالی استازی دی، د لمانځه سم اداء کول، د زکات ورکول، د بيت الله زيارت کول او د روژې نيول دي.”

د روژی مبارکه میاشت په حقیقت کې د عبادت، فضیلت، رحمت، خواخوږئ او د خدای د پېرزوینې میاشت ده. په دغه مبارک میاشتکې هر مسلمان ته لازمه ده چې د خپل بدن هر غړی روژه کړي او له هر ناروا او حرام عمل تر سره کولو څخه ډډه وکړي.

د روژې په میاشت کې شیطانان تړل کېږي او د جنتونو دروازې خلاصېږي.

لله تعالی فرمايي: ﴿شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِي أُنْزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدًى لِلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِنَ الْهُدَى وَالْفُرْقَانِ﴾ [سورة البقرة /185]، «د رمضان هغهمياشت ده چې قرآن کریم په کې نازل شوی دی، چې د خلکو لپاره لارښوونه ده، د هدایت روښانه دلایل دي، د حق او باطل تر منځتوپيرونه په کې ښکاره بيان شوي دي»

دا هم ولولئ:   باچا خان په افغانستان کې_ارمان مهربان

په دې مياشت کې د رحمت دروازې پرانستل کېږي، د دوزخ دروازې بنديږي، شيطان تړل کېږي، مؤمن نفسونه د خپل رب پيروۍ ته هڅولکېږي او له ګناهونو څخه لرې کېږي.

نبي کریم صلی الله عليه وسلم فرمايي: “إِذَا دَخَلَ رَمَضَانُ فُتِّحَتْ أَبْوَابُ الجَنَّةِ، وَغُلِّقَتْ أَبْوَابُ جَهَنَّمَ، وَسُلْسِلَتِ الشَّيَاطِينُرواه البخاري،کلهچې د روژې مياشت پيل شي، د جنت دروازې پرانيستل شي، د دوزخ دروازې بندې شي او شيطانان په ځنځيرونو وتړل شي.” د

روژې پر نیولو سره مسلمانان دوې لویې خوښۍ تر لاسه کوي په دې اړه  رسول الله فرمایلي دي:

(للصائم فرحتان فرحة عند فطره و فرحة عند لقاء ربه متفق علیه)

ژباړه: د روژتي لپاره دوې خوښۍ دي یوه خوښي د روژه ماتي پر مهال؛ چې مسلمان یې په دنیا کې د خپل ښه عمل، اطاعت، او بندګۍپه مقابل کې حاصلوي او بله خوښي يې د خپل رب سره مخامخ کېدل دي.

دغه مبارکه میاشت د مسلمانانو لپاره د توبې او الله ته د روجوع تر ټولو غوره او مناسب وخت دی، هر مسلمان باید په خپلو کړو ګناهونوپښېماني وکړي او توبه وباسي الله ډېر مهربان ذات دی إن شاء الله چې ګناهونه به یې وبښي، البته چې له زړه توبه وکړي او کړېګناهونه بیا تکرار نه کړي.

په دې اړه ابوهريره رضى الله عنه فرمایي: رسول الله  فرمایي: من صام رمضان ايمانًا واحتسايًاغُفِرله ماَتقدم من ذنبه( متفق عليه)

ژباړه: څوک چې د ايمان او ثواب غوښتلو په نيت روژه ونيسى، نو د ده مخکني ټول ګناهونه به وبښل شي.

روژه د خپل خاوند لپاره شفاعت کوي:

روژه او قرآن د خپل خاوند لپاره د قیامت په ورځ شفاعت کوي روژه وایې: ای پروردګاره زما خاوند د ورځي له خوا په خپل ځان باندېخواړه، او د نفس غوښتنه یې منع کړی؛ نو ما د هغه لپاره لپاره د شفاعت وسیله وګرځوی.

قرآن وایې: زما تلاوت کونکي زما د تلاوت له کبله پر خپل ځان خوب منع کړی ؛ نو ما د هغه لپاره د شفاعت وسیله وګرځوه، نو وبه ویل شيچې تاسو ورته د شفاعت وسیله شوئ.

روژه د ګناهونو کفاره او د مغفرت وسیله ده:

نیکۍ یا حسنات د بدیو له منځه وړونکې دي او روژه د هغو معتبرو حسناتو له جملې څخه ده چې الله د ځان ګڼلی؛ او د هغه نیک اجرهم په خپله روژه لرونکې بنده ته ورکوي [ پنځه لمونځونه،یوه جمعه تر بلي جمعې پورې، یو رمضان تر بل رمضان پورې،

دا هم ولولئ:   د یو او بل «نه حذفول» او «عیني واقعیت» څه ته وایې؟

د خپل خاوند د صغیره ګناهونو کفاره؛ یا له منځه وړونکې وسیله ګرځې چې له کبایرو څخه یې ځان ساتلی وي]

د روژه نيوونکو د عزت او اکرام لپاره «باب الريان»

حضرت رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «إِنَّ فِي الجَنَّةِ بَابًا يُقَالُ لَهُ الرَّيَّانُ، يَدْخُلُ مِنْهُ الصَّائِمُونَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ، لَا يَدْخُلُ مِنْهُ أَحَدٌغَيْرُهُمْ..»

ژباړه : د جنت په دروازو کې يوه دروازه ده چه هغې ته باب «الريان» وايي په دې دروازه به د قيامت په ورځ صرف روژه دار ننوځې ، دهغوی پرته به بل هيڅ نه شي کولای دننه لاړ شي.

په هره روژه کې يوه دعا قبليږي :

حضرت رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :…«وَإِنَّ لِكُلِّ مُسْلِمٍ فِي كُلِّ يَوْمٍ وَلَيْلَةٍ دَعْوَةً مُسْتَجَابَةً»

ژباړه : او په روژه کې د هر مسلمان لپاره په هره شپه او ورځ کې یوه قبوله شوې دعا ده ( يعنې يو دعا يې قبليږي )

په دغه مياشت کې د جنت دروازې پرانستل کيږي، د دوزخ دروازې تړل کيږي او سرکشه شيطانان تړل کيږي او په دغه مياشت کې د قدرشپه ده چې عبادت کول پکې د زرو مياشتو برابر اجر او ثواب لري.

روژه سپر دی (د دوزخ د اور پر وړاندې) . روژه دار بايد ناوړه خبرې او جاهلانه کار ونه کړي ، که چېرې څوک د هغه سره جنجال کوي ياناوړه څه ورته وايي د هغه په ځواب کې باید وايي : زه روژه نيوونکی يم ، زه روژه نيوونکی يم؛ او د جګړې او د ناوړه کارونو څخه ډډهوګړي

ه روژې نیولو سره د مسلمان په وجود کې  اخلاقې او روحانې ځواکونه پیدا کیږي؛ زړه او دماغ پرې روښانه کیږي،لوږه او تنده د ګناهونوکفاره؛ له روژې له امله  په مزاج کې عجز او خاکساري راځي.

روژه دار هر وخت د الله په عبادت کې شمارل ؛ او تل د الله تر رحمت لاندې ؛ کوم وخت چې روژه لرونکي ته لوږه او تنده ورسیږي اود هغه نفس د خوراک، څښاک غوښتنه کوي نو د هغه زړه تر ماښامه پورې داسې وایې:نه تر اوسه پورې د الله (ج) له خوا د خوراک اوڅښاک اجازه نه ده شوي د هغه زړه له همت او آزادۍ، استقلال، سره د الله لوری ته متوجه اوسي؛ او د الله لوري ته د زړه متوجهکیدل د ټولو عبادتونو روح دی، روژه د يوې لویې درجې عبادت دی.

2 Comments

  1. خداوند کسانی را در راه نشر و پخش مطالب دینی و مفید مساعی به خرچ میدهند تا باشد جوانان این خطه باستانی از دین، فرهنگ ، ملت، باور ها و ارزش های خود آگاه گردند؛ ثانیا مطالعات شما گنجینه بسا پر باریست برای آینده های این مرزبوم. آرزو مندم خداوند لایزال و ایزد منان عمر پر برکت و خوشی های پایان را نصیب شما و تیم تان گرداند.
    با احترام

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*