موږ او ژبه مو / ډاکتر احسان الله درمل

ډاکتر احسان الله درمل

Dr Ihsanullah Darmal
Dr Ihsanullah Darmal
ژبه که د غوښې يوه ټوټه ده، نو د انسان د فزيکي جوړښت يوه مهمه برخه ده او که د اظهار وسيله ده، نو د انسان د هويت لاينفک جز دی.
ژبه که د غوښې يوه ټوټه شي او که د اظهار وسيله په دواړو صورتونو کې د يوه کُل جز دی. په اول صورت کې د يوه فزيکي کُل او په دوهم صورت کې د يوه معنوي هغه. د ماشوم فزيکي ژبه د سترو تر ژبې د جسامت په لحاظ وړه وي.
May be a doodle of ‎1 person and ‎text that says '‎HUMAN MONKEY BIRD PL VLPF Perceived motor events رال_ان أرم נל Motor act Neonata! imitation/mimicry, social learning Motor act Neonatal imitation/mimicry, social learning Action Predictive coding of other's goals, social interaction recognition events of motor Levels of Action Predictive coding of other's goals, social interaction Single movements Automatic imitation and leamning by imitation Sillables Counter-singing, singing, Counter song leaming by imitation‎'‎‎
د ماشوم بدن چې نمو کوي، په هماغه تناسب يې د ژبې وړه ټوټه هم لويېږي. داسې نه کېږي، چې ماشوم دې په فزيکي لحاظ دوه کلن وي او ژبه يې دې د يوه څلوېښت کلن په اندازه وي. په همدې ډول، څومره چې د انسان مغز پرمختگ کوي، د اظهار د وسيلې په عنوان يې ژبه هم تکامل مومي.
تر خبرو وړاندې چې د ماشوم مغز يوازې د اټوماټيک ماشین په توگه کار کوي، د ماشوم د اظهار وسيله يوازې ژړا وي. د درد، لوږې او تندې د اظهار لپاره يوازې يو اپشن استعمالولای شي. ژړا. د ماشوم مغز چې وده کوي، په موازي ډول يې ژبه هم ورسره تکامل کوي. اول يوه کليمه، بیا دوې، بيا جملې او بالاخره روانې خبرې.
د ماشومانو متخصص ډاکټران د ماشومانو د عمر په مختلفو مرحلو کې د ځينو معايناتو، پوښتنو او گروېږنو په مرسته دا معلومولای شي چې آيا د ماشوم دماغي وده نارمل روانه ده او که نه. که يو ماشوم د خپل عمر په تناسب د مختلفو حوادثو په وړاندې وړ غبرگونونه ښيي او د اظهار ظرفيت (ژبه) يې ستونزه نه لري، نو دا خبره په نامستقيم ډول راته وايي چې د ماشوم دماغي وده سمه روانه ده. داسې نه شي کېدای چې يو ماشوم دې مثلاً ذهني تأخر (mental retardation) ولري، خو خبرې يې دې سمې او د يوه نارمل ماشوم په سويه وي.
دغسې کومه تجربه هم نشته چې دماغي وده دې ولاړه وي، خو ماشوم دې د ژبې او اظهار په محور کې تکامل وکړي. معنا دا چې د ژبې فزيکي نمو د انسان د وجود او د ژبې تکامل د انسان د مغز له پرمختگ سره مستقيم اړيکي لري. ژبه په تجريدي ډول او له خپل کُل څخه په مستقله توگه نه فزيکي وده کوي او نه د اظهار د وسيلې په توگه تکامل مومي.
ملتونه هوبهو د ماشومانو غوندې دي. که يې مغز او ذهن پراخېږي، ژبه يې هم پراخېږي او برعکس. د ژبې د پراختيا لپاره چې په تجريدي ډول کومې هڅې کېږي، تر هغه وخته بري ته نه رسېږي، چې د ملتونو د جمعي شعور او پوهې لپاره کار و نه شي. که يو ملت په ساينس پوی شي، ژبه يې بې له اضافي هڅو او کش و گيره د ساينس ژبه ده.
که يو ملت تعليم او پوهې ته مخه کړي، ژبه يې خپله د تعليم او علم ژبه گرځي. که څوک فضا ته خېږي، ژبه به هم ورسره وي. هغه افغان چې په فضا کې يې پښتو وويله، خپله فضا ته ختلی و. ژبې نه و خېږولی، مغز خېږولی و. چې مغز يې فضا ته د ختلو وړتیا لرله، ژبه هم ورسره وخته.
دا پاراډاکسونه دي چې د علم او پوهې دښمني کوه، خو نور خلک دې ستا په ژبه علم زده کړي؛ ښوونځي بندوه، ژبه دې د تعلیم ژبه غواړه، سپوږمۍ ته ختل افسانې بوله خو ژبه دې بايد په فضا کې وويل شي؛ ملت دې په ذهني تأخر اخته وي، خو ژبه دې يې نړيواله وي او له خپل وطنه سور دوزخ جوړوه، خو چيغې وهه چې:
زه به جنت ته له پښتو سره ځم.

دا هم ولولئ:   د ژوند په چارو کې د ژبې ونډه / پوهنمل سید قیاس سعیدي

دا پاراډاکسونه دي چې د علم او پوهې دښمني کوه، خو نور خلک دې ستا په ژبه علم زده کړي؛ ښوونځي بندوه، ژبه دې د تعلیم ژبه غواړه، سپوږمۍ ته ختل افسانې بوله خو ژبه دې بايد په فضا کې وويل شي؛ ملت دې په ذهني تأخر اخته وي، خو ژبه دې يې نړيواله وي او له خپل وطنه سور دوزخ جوړوه، خو چيغې وهه چې:

https://www.facebook.com/profile.php?id=100023059537509

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*