خپلو بچو ته ارزښتونه ور وپېژنئ / بریان ټرایسي

بریان ټرایسي

د مور او پلار یو لوی مسئولیت دا دی چې خپلو بچو ته ارزښتونه ور زده کړي. دا کار وخت او حوصله غواړي، یعنې تر څو چې ستاسيبچي لوېږي، تاسې باید ورته ورو ورو او بیا بیا په ډېر صبر او حوصله ارزښتونه ور وښیئ او تشریح کړئ. یوازې یو وار ویل بس نه دي! تاسې باید هغوی ته څو څو ځله دا ارزښتونه تشریح کړئ او پر دې یې باید پوه کړئ چې ولې دا ارزښتونه مراعت کړي. خو د مور او پلارمسئولیت یوازې د ارزښتونو په ښودلو او پېژندلو نه ختمېږي، بلکې ماشوم ته باید دا هم ووايي چې که ارزښتونو ته پام وکړئ څه کېږي اوکه یې ونه کړئ، څه کېږي؟ خصوصاً رښتیا باید ورته له دروغو یا حقیقت پټولو سره پرتله کړي او دواړو پایلې ورته روښانه کړي.

د ماشوم په ژوند کې چې څوک مهم وي، له هغه سبق هم زر زده کوي. ماشوم ته چې مور او پلار هره خبره کوي د دوی په ذهن کې حقیقتاو واقعیت په بڼه ثبتېږي. ماشوم د مور او پلار خبرې داسې اخلي لکه سفنج چې اوبه جذبوي. د هغوی روح او ذهنیت داسې دی لکه لونددیوال او تاسې چې د ارزښتونو په اړه کوم تعریف لرئ، په دې دیوال یې د ګوتې په خاپ لیکئ. تاسې چې ورته په دې دیوال هر څه ولیکل،هغوی نړۍ ته له همدې زاویې ګوري.

بله مهمه دا ده چې تاسې هغوی ته خپل ارزښتونه په چلند کې ښکاره کوئ، چې پر دې به نولسم څپرکي کې بحث وکړو.

دا هم ولولئ:   کتاب ولې او د څه لپاره لولو؟ فضل شینواری

ستاسې بچي تاسې ته ګوري، تاسې چې کوم ارزښتونه ور زده کړي او کوم چې عمل کې ښیئ، دوی له تاسې د تقلیدولو هڅه کوي. هغویتل تاسې ته ګوري او ستاسې په پلونو مخکې ځي.

د راکفلر بچي چې واړه وو، په هماغه ماشومتوب کې یې ورته مالي ارزښتونه ور وپېژندل. که څه هم د کورنۍ مشر د امریکا لوی شتمن و،خو په کور کې بچو ته ځینې دندې او مسئولیتونه ورسپارل شوي وو چې لومړی به یې هغه کارونه کول او بیا به یې جیب خرڅ ترلاسه کاوه. بیا به یې دا ورښودل چې خپل ترلاسه شوی جېب خرڅ به څنګه مصرفوي: څومره به سپموي، څومره به خیراتوي او څومره به په کاروبار کېلګوي. دوی چې بالاخره رالوی شول، نو بریالي سوداګر او سیاستوال شول، ګني د لږو شتمنیو کورنیو بچي خصوصاً په مالي چارو کېداسې نظم او ترتیب لري.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*