د مهاتما ګاندي لنډه پېژندنه او څو ويناوې/ محمد عزيز پردېس

ژباړه:محمد عزیز پردېس

مهانداس کارامچاند ګاندي د ۱۸۶۹ کال د اکتوبر په دويمه د هندوستان په ګجرات کې دې نړۍ ته سترګې رڼې کړې دي.

ګاندي د هنديانو سياسي او معنوي مشر و چې د هندوستان ملت يې د ازادۍ په اخېستو کې رهبري کړ.

هغه په ټول ژوند کې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره هر ډول ظلم، خشونت او ترور نه منه او ترې کرکه يې لرله.

ګاندي په لندن کې د حقوقو په برخه کې زده کړې کړي. په هند کې د ملت پلار په نامه شهرت لري.

نوموړی په کال ۱۹۴۸ کې د جنوري د مياشتې په دېرشمه نېټه د ۷۸ کلونو په عمر په نوي ډهلي کې د يو کس له لوري ووژل شو.

دا هم د ګاندي څو لنډې ويناوې:

دا مو بايد په ياد وي چې:

زه کولی شم چې، ښه بد، خائن، وفاداره، فرښته صفته يا شيطان صفته واوسم.

زه کولی شم چې تا سره مينه ولرم او له تا څخه کرکه ولرم.

زه کولی شم چې غلی پاتې شم يا نادانه او پوه واوسم، ځکه يو انسان يم او دا انساني صفتونه دي.

او ته هم په ياد ولره: زه بايد هغسې ونه اوسم چې ته يې غواړې.

زه زه يم او ته ته يې.

د انسانانو وړتيا د هغوی د ژوندانه کيفيت ټاکي،نه هيلې.

زه په دې باور نه لرم، څه چې ته غواړې، هغسې واوسم.

او ته هم کولی شې پرېکړه وکړې چې ما غواړې او کنه.

دا هم ولولئ:   مېرمن ګلنار بېګم

خو دا پرېکړه نشې کولی چې زما څخه څه وغواړې.

کولی شې چې مينه راسره ولرې، څه ډول چې يم او زه هم.

کولی شې پرته د کوم دليله زما څخه کرکه ولرې او زه هم، ځکه مونږ دواړه انسانان يو.

نړۍ د انسانانو څخه ډکه ده.

نو دا نړۍ کولی شي چې هر شېبه د نوي احساس خاونده شي.

ته نشې کولی زما لپاره قضاوت ته کښېنې او فرمان صادر کړې او زه هم.

قضاوت، پرېکړه کول او د فرمان صادرول د الله تعالی کار دی.

ملګري مې په همدې بڼه پيدا کوي او ستايي مې.

کینه لرونکي له ما څخه کرکه لري، خو بيا مې هم ستايي.

دښمنانو مې زما ورکېدو ته ملا تړلې او همدارنګه ستايي مې هم.

ځکه، که زه د ستايلو وړ ونه اوسم، نو نه به ملګری ولرم، نه کينه لرونکی، نه سيال او نه دښمن.

زه د ستاينې وړ يم او ته هم.

دا دې په ياد وي، که دې سترګې په دې ليکنې ولګېدې، نو په ياد راوله، د هغه چا سره چې هره ورځ ګورې، خبرې اترې ورسره کوې؛ ټول انسانان دي او د يو انسان ځانګړنې لري، په متفاوته نقابونو سره، خو ټول جايزالخطا.

که انسانان دې د نقابونو شا ته متفاوته وليدل، نو د باهوشه انسان نوم پرځان کېږده.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*