شعور جوړونه / مولانا وحیدالدین خان

میراحمد یاد

تر دویمې نړیوالې جګړې، امریکا ټولې نړۍ ته د موټرو ستر صادروونکی هیواد و. د هر انسان په ذهن د رولس رایس موټر عظمت سپور و.

له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د آلمان د ولکس ویګن وار شو. تر ۱۹۷۰ کال پورې د نړۍ په ۱۴۰ هیوادونو کې ۱۶ میلیونه ولکس ویګن(فولوکس واګن) موټر پلورل شوي وواوس د جاپانیو موټرو دوره ده.

نن د امریکایي جنرل موټرز پر ځای د جاپان ټيوټا موټر په نړۍ پاچاهي کوي.

نن چې په امریکا کې څومره موټر چلېږي، ۳۵ سلنه په کې د جاپان تولید دي.

نن سبا چې نړۍ کې څومره برښنایي وسایل کارېږي، ۸۰ سلنه یې د جاپان تولید دي.

د امریکا اپولو ۲ فضايي بېړۍ چې سپوږمۍ ته تله، نو یوه کوچني ټايپ ته په کې اړتیا ده.

دومره وړوکی او د کار ټایپ یوازې جاپان هیواد سازولای شو. په دې خاطر امریکا اپولو ۲ کې جاپانی ټیپ نصب کړ او سپوږمۍ ته یېواستوه.

تر دویمې نړیوالې جګړې داسې فکر کېده چې د جاپان تولید هر شی ارزانه او بې باوره دی.

د جاپاني تولیداتو انځور دومره خراب شوی و چې لویدیځوالو سوداګرو دا وسایل په خپلو دوکانونو کې نه کېښودل او ځان ته یې شرم باله.

بیا په څلوېښت کالو کې دننه دننه جاپان داسې انقلابي پرمختګ وکړ.

یو امریکایي عالم ویلیم اویوچي د دې پرمختګ لامل (په کارکوونکو کې انګېزه) پیدا کول بولي.

جاپانیانو په خپل هیواد کې د لومړنیو زده‌کړو معیار ډېر زیات لوړ کړ.

د ښوونځیو استادانو ته یې لوی معاشونه وټاکل او د پروفیسرانو هومره درناوی یې ورکاوه.

دا هم ولولئ:   کېچ ښه کېچ و، خو غاښونه یې مات کړل

په دې توګه یې د خپل نوي نسل روزنې لپاره تر ټولو تکړه ښوونکي وګومارل.

دوی په خپلو کې دا ژور احساس پیدا کړ چې په صنعت کې تر ټولو مهم شی (کیفت) دی.

د اوسني جاپان په هر ځای کې د کیفیت ارزونې ادارې سازې شوې دي.

تر ۱۹۸۰ کال پورې سل زره داسې ادارې ثبت شوې وې. ویل کېږي چې تر څنګ یو میلیون نورې غیررسمي ادارې هم په دې برخه کېفعالیت کوي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*